پاکستانیو رسنیو خبر ورکړی دی چی دپاکستان صدراعظم عمران خان وروسته له ځنډه د پاکستان د پوځ د لوی درستیز پرهغه بدلونونودهوکړی لاسلیک کړی دی چی څه موده وړاندی یی پرته د پاکستان د لومړی وزیرعمران خان سره له سلا مشوری پرته یی د پاکستان په پوځ کی ترسره کړی ؤ . چی دهغی له مخی ډګرجنرال فیض حمید د هغه هیواد د پوځی استخباراتو(ISI) عمومی رئیس له دندی ګوښه کړی او پر ځای یی تورن جنرال ندیم احمد انجم د ډګر جنرالی رتبی ټه پر ارتقأ د هغه هیواد د پوځی استخباراتو(ISI) عمومی رئیس په توګه ټاکلی ؤ په اسلام آباد کی د لومړی وزیر عمران خان ددفتر څخه په یوه خپره شوی اعلامیه کی ویل شوی دی چی د قانون د PA-27007 مواد و د حکم له مخی دپاکستان لومړی وزیر عمران خان تورن جنرال ندیم احمد انجم د پوځی استخباراتو ISI د عمومی رئیس په توګه ټاکلی دی . ویل کیږی چی د افغانستان له زندانونو څخه په زرګونه هغه وسله وال چی د تحریک طالبان پاکستان تر نامه لاندی د پاکستان پوځ پر وړاندی پر جناېی جرمونو ککړ ؤ له زندانونو څخه پر وتلو په پاکستان کی د امنیتی ساتونکو په وړاندی د وژلو د تازه تورونو سره مخامخ شول او د پاکستان امنیت یی ورګډوډ کړ نو وروسته ډګرجنرال فیض حمید کابل ته په یوه رسمی سفر راغلی ؤ اوداسی یوه طرحه یی جوړه او د پاکستان د لومړی وزیرعمران خان لخوا اعلام کړای شوه چی ټول هغه د پاکستانی طالبانو جنګیالی چی په پاکستان کی یی قتلونه او وژنی ترسره کړی دی د تسلیمی په بدل کی له عدلی تعقیب څخه بښل کیږی او کولای به شی ترڅو د یوه عام وګړی په توګه خپل ژوند ته ادامه ورکړی . چی د لومړی وزیر عمران خان دغه شانی څرګندونی د پاکستان د پوځی کړیو له مخالفت سره مخامخ شوی او په ناڅاپی توګه یی فیض حمید د هغه هیواد د پوځی استخباراتو(ISI) د عمومی رئیس له څوکې ګوښه کړ او د پیښاور د قول اردو د قوماندان په توګه یی وټاکلو .
خو وروسته د پاکستان د ملی شورا د یوه استازی عامر ډوګرلخوا د جنرال حمید فیض د پاته کیدو راز بربنډ شو چی عمران خان غوښتل په افغانستان کی د روان وضعیت تر څرګندیدو دی جنرال حمید پر خپل ځای پاته وای خو واقیعت داو چی د پاکستانی طالبانو ځینی ځانګړی کړی چی د افغانستان په زندانونو ګی ساتل کیدل د پاکستان پر وړاندی پر ډیرو داسی جرمونو تورن ؤ چی پوځ هغه د پاکستان ملی امنیت ته لویه خطره بلله . او له بلی خوا له افغانستان څخه د راتښتیدلیو مسأله یوازی پر پاکستانی طالبانو یا TTP سره په سوله نه شی حل کیدای بلکه په افغانستان کی سوله یوه جامع نړیوال او سیمه ایز حل ته ضرورت لری . نوځکه خو پاکستان پوځ د فیض حمید د هغه هیواد د پوځی استخباراتو(ISI) د عمومی رئیس په ګډون د لومړی وزیر دا دسولی پلان ور شنډ کړ.د چارو شنونکی وایی له هغه ځایه چی د پاکستان د بنسټ ایښودلو له لومړی ورځی په پاکستان کی ټول ملکی حکومتونه د پاکستانی پوځ ترسیوری لاندی ټاکل کیږی.اوترټولوسترعلت یی دادی چی د پاکستان بنسټ پرپوځی اوامنیتی دکتورین ایښودل شوی دی چی پوځ یی ځان ترټولو کلک مدافع شمیری چی په دی ورستیو کی د تحریک انصاف ترنامه لاندی د عمران خان په مشری حکومت هم دهمدغه پروژی یوه برخه ده .