گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » په سیاسی میدان کی دروغ ویل
په سیاسی میدان کی دروغ ویل

په سیاسی میدان کی دروغ ویل

د لیکوالی یادونه : د ننې لېکنې عنوان دی ( په سیاسی میدان کی دروغ ویل)! زمونږ دهیوادپه ویاړلی تاریخ  کی کله هم ددی وروستیوڅلورو لسیزو د شرمیدلی تاریخ په تناسب سیاسی مشرانو دروغ نه دی ویلی دا چی نن خبل سیلسی مشرانو دتیرو مشرانو سره برتله کوو وګـوروچی د صداقت اوراستی په مخ کی  ننی دولتی مشران دخبل سیاست  څرځ په دروغو ګرخوی  نو لازمه  می وبلله چی خپله لیکنه په دی لاندی عنوان له تاسی دوستانو سره شریکه کړم  او دا عنوان ورکړم چی:

دروغ ویل یو داسی بد کار دی چی تراوسه ورته هیچا هم شه نه دی ویلی . هو ،  د اروپا د رنسانس په دوره کی یو سړی  چی لوی لیکوال اونویسنده وه ، هغه دروغو ویلوته پرتوګ جوړکړ ده وویل اخلاق او سیاست بیل بیل  څیزونه دی او ډیر دلایل یی راوړل چی  په سیاست کی دروغ ویل باک نلری ! دده په عقیده  دسیاست هدف کامیابی ده .  دا کامیابی  چی په هره توګه  کیدای شی  و دی شی ، دی لا داهم وایی چی یو ځل سړی کامیاب شو ،  بیا ظروف بدلیږی  اوبه تاریخ کی  مطلقه کامیابی  پاتی کیږی . د اروپا رنسانس   د دوری  ددغه لیکوال نوم ( ماکیاؤل) دی چی یی په ایتالیا کی پیدا شوی،  لوی شوی  او مړی شوی  دی . دده په دغه نظریه له هغه وخته تراوسه بوری تبصیری کیږی او ښه وبد ورته  ویل کیږی ،  خو دده  کتاب  دټولو مخالفتونو او تنقیدونو سره د زمامدارانو ،  واکداانو  اوسیاستمدارانو دومره خوښ شو چی وایی دا کتاب دسیاست فن بللی شی  اما ددنیا لوی ا وپاخه دماغونه ماکیاؤلیزم  ته خوشبین دی . زما له ډیر بخوا څخه  یاد دی ، یو وخت یو بی باکه ځوان په یو مجلس کی به ظرافت وویل ((  دروغ ، خبری یو تربله داسی پیوند کوی لکه  ختې  او ګټې ))  رشتیا هم داده  چی دروغ یو شی دی   اومتداول  هم دی . په خینو وختونو اوځایونو کی دروغ  فروغ  هم لری  ،  خو ددی نه سترګی پټول ممکن نه دی چی به دروغو  کوجنی کارونه کیږی خو لوی پری نشی کیدای . په دی  وخت  کی دروغ دسیاست  دلاس همساء  او حربه ده ، خو که د دروغو له هسکی سړی را ولوید ، بیا  د جګیدو نه دی .  د دنیا نظام  په اعتبار  ا واعتماد ولاړ دی .  مګر چیرته چی  دروغ وی اعتماد  ا واعتبار هلته  پاتی کیدای نشی .  هو ، یو ه  عده خلک  دومره ماهر وی چی سل کرته  به دی په دروغو  وغولوی ،
خو چی کوم وخت وغواړی ، نو بیا هم  ځینی  خلک غولولی  شی . دا کار   د دروغجن ا وفریبکار  په چالاکئ  او د مقابل جانب به  سادګۍ  ،  خپل چارئ  ا وبی ایمانۍ  پورې  ډیر دخل لری . که څه  هم  د دنیا حقییقی مذهب  ا وفلسفه دروغ  حرام ګڼې ، خو بیا هم  د دروغو ورکیدل ،  خورا سخت کار دی .  البته  محدود کیدای شی او کمیدای شی ،  نوی عصر  نوی مرض دروغ  او فریب دی ، خو  هرڅه  چی وی ، مګردا یاد ساتل په کار دی چی  د دروغو په تهداؤ لوی عماراتونه  نشی دربدای  او دا هم  ده  چی دروغ  یوه وسله  خو ده ، مګر د مکررو استعمالیدو  صلاحیت  نلری .  د دنیا لویو کسانو هرڅوک  چی وو دروغ نه دی ویلی ، دروغو د هلکانو کار دی دسړو کار نه دی پښتانه وایی د دروغ مزل لنډ وی او بیا دا هم وایی چی که  څو ځل د خطا ایستم ، نوتا دخدای خوار کړی .  که دویم  ځل د خطا ایستم نو هم د خدای تا خوار کړی ، خو که دریم ځل  د ختی ایستم نو ما دخدای خوار کړی .

مدعا دا ده چی هرځل چل کول ا وڅوک خطا ایستل ، یو خو اسان کار هم نه دی  اوبل که د چل سره زور هم ملګری وی ، نو د انتقام جذبه په مقابل کی پیدا کیږی . په ژوند کی  مشکلات دیر دی هرڅه چی دی  دځپل عمل  دجزاء صحنه ده ، که چا څه کول هماغسی  نتایج به  یی وینی .  دغنمو حاصل غنم  او د وربشو حاصل وربشی دی  او  که  چا هیح نه کرل ، نوله  اسمانه  هیڅکله  غنم  او وربشی  نه دی را تویی شوی . او په دی دنیا کی  ډیر داسی خلګ تیر شوی چی په چل ول یی ګذران کړی دی . هغو هم لاړل ا و ځینی پکی  داسی راغلی ا وتللی دی چی په سمه  ا وسپینه او دخلکو دخدمت په لاره تللی دی ، خو که  سړی ښه ځیر شی حقیقی خوشحالی  دهغه چا په نصیب ده چی رښتینې ،  صادق خدمتګاران  او ژوند یی  دخلکو په مینه او محبت  کی تیر کړی وی . .اوس به وګورو زمونږ وکیلان چی به نرمو ګرمو  تقریرونو اوملت ت هبه ډیرو دعوو او عدو ورکولو منځ ته راغلل مدعایی  همدی خای بوری خانونه  را رسول وو او که رشتیا کو م حقیقی عشق  اوعلاقی دغلته را وستلی دی .په شورا کی هم که څوک چلونه کول غواړی ،  وبه یی کړی ، خو پټ به پاته نشی . زمونږ  شاعر څومره ښه ویلی دی :ځان خو د غټ کړو ، خو لږ پام د اوسه ،  دا خلک غټوته په غټو ګوری، خوړ خو دکاڼو ډک دی ، مګر خلک سیری منځ کی دکټو ګوری .

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا