گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » د کاسی لاندی نیم کاسه !
د کاسی لاندی نیم کاسه !

د کاسی لاندی نیم کاسه !

هیچاته هم په زابل ولایت کی د تنکی څاه ته لویدلی ګلالی ماشوم دنجات  په موخه له کابل څخه د طالبانو د امارت د جګ پوړو پوځی او امنیتی چارواکو دسفر موخه او راز جوت نه شو. خو کله د طالبانو د حکومت د ملی دفاع وزیر ملا یعقوب مجاهد ، د کورنیو چارو د وزیر خلیفه سراج الدین حقانی وروراو ځانګړي خاص سلاکارانس حقانی او د امارت دنورو امنیتی چارواکو زابل ته د ناڅاپی سفر خبر خپور شو او موخه یی په زابل ولایت کی د تنکی حیدر نومی شهید د خلاصون د هڅو ګړندی کول ؤ نو ټولو ته دا جوته شوه چی حتمأ د کاسی لاندی نیمه کاسه شته !کنه نو هغه څوګ چی د قدرت اوثروت پرګدې د پاته کیدو په موخه د هیچا که میرمنی دی که ماشومان پروا نلری اود هرچا دوژلو پړه پر غاړه آخلی نوڅنګه به دهغه ماشوم په فکر کی وی چی په طبیعی توګه د یوی طبیعی حادثی ښکار شوی او یوه ژورڅاه ته ورلویدلی دی ؟

پوښتنه داده چی آیاپه زابل ولایت کی کوم بهرنی په وسلوسنبال دښمن زموږ پرملی  حریم تجاؤز او یرغل کړی ؤ چی په پایلو کی یی د طالبانو د امارت لوړ پوړی نظامی او امنیتی چارواکی د خاوری څخه ددفاع په موخه هغه ولایت ته سفرکړی ؤ او دادی په بریالیتوب سره بیرته دافغانستان مرکزکابل ته راستانه شول ؟ اویا یی هم د نوی اوعصری تکنالوژی څخه په ګټه آخیستو کی چی کیدای شوای څو ساعته به یی دوام کړی اوپه څاه کی لویدلی  ماشوم ته  به یی نجات ورکړی ؤ او دڅو ساعتونو له عملیاتو وروسته به د افغانستان پلازمینی کابل ته راستون شوې ؤ چی د څاه ته لویدلی ماشوم عملیاتو وښودله چی د ماشوم د خلاصون په موخه د پخوانیو زمانو له تاکتیکونو او روشونو استفاده کیده او پر دغو عملیاتو هم تر دوه شپو زیات وخت تیر شو .دا په داسی حال کی ده چی دحقانی ډلی او د خلیفه سراج الدین حقانی ویاند قاری سعید خوستی څه موده وړاندی د طالبانو په وژنو او بریدونو کی که څه هم د ملکی تلفاتو او وژنو پړه پر پخوانې اداری واچوله خو د خپلو خبرو په یوه برخه کی یی وویل : ما تاسو ته واضیحه کړه چی په استشهادی بریدونو کی په هغه کچه تلفات ملکیانو ته چی په هغه وخت کی به ځینو رسنیو اعلانول …هغه دروغ وختل او حقیقت یی نه درلود …خو له دی وړانی یو څوګ چی په حقانی شبکه پوریی یی اړه درلوده پر کابل بانک دبرید په ترځ کی چی بی ګناه ماشومان اوښځی یی په په شهادت رسول وایی چی هغه به د بی ګناهانو له وژلو خوند آخیست

موږ په داسی حال کی چی د کوچنی حیدرجان پرمړینه اود شهادت په غمرازې کی د زابل له میړنی او لس او د افغانستان د جګړه ځپلو پرګنیوسره ځانون شریک بولو ، زابل ته د ددغه مظلوم ماشوم د نجات په موخه د طالبانو د امارت د لوړ پوړوامنیتی اونظامی  چارواکو سفر د افغانستان او افغانانو دکړاؤونو او دردونو څخه د بیوزلو  افغانانو او نړیوالو فکر او ذهن ته د انحراف ور کولو په موخه ګڼو . لوی خدای ج دی کوچنی حیدر جان ته چی څو ورځی یی په نا میدی سره د څاه په تورتم کی تیری کړی او بالاخره په مظلومانه ډول په شهادت ورسید همدا شان هغو ټولو د افغانستان په ګوټ ګوټ کی غیرتمندو پیغلو او نارینه ؤ ته چی پر افغانستان د حقانی شبکی د واکمنۍ  په تورو زندانونو کی شپی سبا کوی اویاهم ددغه توری ورځی د پای ته رسیدو په هیله د الله اکبرناری او  چیغی اوباسی  مقاؤمت ورپه برخه کړی

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا