گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » پردیوته سوالونه خپلوته اورونه؟
پردیوته سوالونه خپلوته اورونه؟

پردیوته سوالونه خپلوته اورونه؟

زه د انسانانو ترمنځ د مشترکاتو د لټون لپاره د هڅو په ضرورت باور لرم. مسلمان راته ورور ښکاری خو غیر مسلم سره د انسانیت او ګډو ګټو پربنسټ تعامل او معامله د ژوند اړتیا ګڼم. د انسانی مرستو په اغیزمنتوب او ارزښت باندې هم پوهیږم، خو هغه مهال په پردیو باندی حساب نکوم چې خبره زمونږ د خپل کور جوړولو ته راورسیږی. هر څوک خپل کور جوړوی او هر شخص د خپل کور او هیواد د جوړولو دنده پرغاړه لری.د اوږدو جګړو، مهاجرتونو، د فرصتونو او د ملی مشرتابه نشتون، د چارواکو فساد، د هیواد په سرچینو ناتار او د مرستو په نوم د غربی نړئ له سپکاوی ډک چلن زمونږ ولس په خپل ځان خپل حکومت او خپلو مشرانو باندی د اړتیا په مهال د حساب کولو پرځاى پردیو خیراتونو ته په سترګې نیولو معتاد وګرزول. دلته هر څوک داسې فکر کوی چې کوم پردى به راځی، مونږ ته به هیواد جوړوی او دغه مو ورباندی حق ده. نه نه، داسې نه ده. مونږ به خپل کورونه په خپله جوړوو او په خپله به پریکړه کوو چې کور څه ډول جوړ کړو. که مونږ خپل کور ورانوو نو پردی به یې ولې راته جوړوی؟شل کاله وړاندې دلته د دریم ځل لپاره  پردی وسلوال ځواکونه راغلل. دا داسې پردی وه چې د پیسو په زور او نورو اقتصادی وړتیاو پرمټ په نړئ حکومت کوی. لا یې د طلسم ماتولو او رقابت لپاره څوک شتون نلری. مونږ  اوریدلی وه چې په لویدیز کې دومره عدالت شتون لری چې له حیوان سره په ظلم کولو باندې تیرى کونکی ته سزا ورکول کېږی، خو دلته مو ولیدل چې همدغه د عدالت او بشری حقونو مخکښان زمونږ په ځورولو، تنګولو ربړولو او وژلو باندی نه مړیدل. کیداى شی لامل داوی چې مونږ ورته پردی یو او په غرب حیوانات یې خپل دی. بله دا چې مونږ خپله هم یو بل وژنو نو هغوى به هم راباندې د وژلو چل زده کاوه.مونږ باید هیر نکړو چې د ناتو ځواکونه زمونږ د هیواد او ټولنې جوړولو ته نه بلکې د خپلو هیوادونو د خوندیتوب لپاره راغلی وه. غوښتل یې خپل دښمن د هغوى خاورې ته له ورتلو وړاندې دلته ووژنی. هغوى ته د هرهغه چا د وژلو اجازه وه  چې ورته دښمن ښکاره کیده.متأسفانه چې اوس زمونږ په هیواد کې پردی که دښمن وی، نوو رته نرمه خندا، دهغوى احترام او د ادب په چوکاټ کې ورسره خبره کول، د لوړ تمدن او تهذیب نښه ګڼل کېږی او خپلو ته له قهره ریږدیدل، سخته خبره کول، که خبره یې نه منله، نو ورباندې وار کول د شهامت غیرت او شجاعت نښې ګڼو. په دوه اړخیزه چلن کې دغه ډول تضاد زمونږ د بدبختی لاملونه دی.د افغانانو هغه ځانګړتیاوې، هغه د جرګو مرکو پریکړو ناغو او مشورو سپیڅلی دودونه چې له نورو تمدنونو څخه د افغانانو د امتیاز نښې ګڼل کېدې د تیرو څو لسیزو جګړو په دوران کې  د خپلو پردیپالو مشرانو لخوا په ټولیزه توګه له منځه یوړل شول.پخوا به که د قومونو، کلیو او سیمې د خلکو ترمنځ سخته جګړه ونښته، یوه تورسرې ښځه به د دواړو خواو ترمنځ ودریده. پلو (د ټکری یوه څنډه) به یې ونیوه. کوم پیر سید او یا بل  روحانی شخصیت به منځته راغى. غږ به یې وکړ چې سنګرونه خالی کړئ. دواړو خواو به سنګرونه خالی کړل. تیږه به کیښودل شوه. د پریکړې تر اعلان پورې به چا خبره هم نشواى کولاى. ښځه ماشوم سپین ږیرى حتى که سخت دښمن سره به ښځه روانه وه، نو د ښځې د احترام لپاره دښمن هم چا نه واژه. له وژل کیدو وروسته به د دښمن په جسد څادر اچول کیده چې مرغان له مړی څخه سترګې نه وباسی. که به کوم دښمن په پورتنیو مواردو باندی عمل ونکړ سخت بې غیرته بلل کیده او د سولې په مهال به یې پور ډیر لوړ وه.سولې ته د کبرجن او یا زورور دښمن رضا کول به د هغه کور ته د قران کریم په وړلو، له بی پرې مشرانو سره د عذر لپاره د ښځو، یا د کوم منل شوی روحانی شخصیت په بیولو او یا هم په ناڅاپی توګه د مطلق ناخبری په حال دښمن د تورسرې د ټکری پیڅکه په غوټه کولو اسانه کیدله.اوس د تیرو څلورو لسیزو په دوران کې هغه دودونه عمداً له منځه لاړل او ځاى یې د ځنګل قانون ونیوه. نه په ښځو صرفه کیږی نه ماشومان خوندی دی نه سپین ږیری مصئونیت لری نه هم نور سپیڅلی دودنه را پاتې شول. تعجب ده نیول شوى دښمن په ډیره بې رحمانه توګه وژنو او ویدیو یې خپروو. اخر له مونږ څخه څه جوړ شو؟حکومت او حکومت پلوی سیاستوال مو ترهغو پورې پردی خپل محسنان ګڼی په افغانستان کې د واشینګټن د دفاع خبره کول ویاړ ګڼی او په واک کې د پاتې کېدو د حمایت په برخه کې ورته عذرونه او زارئ کوی. د تیرو شلو کالونو د لاسته راوړنو د خوندیتوب په بانه امریکا ته د پاتې کېدو او یا هم په بله اصطلاح د مسئولانه وتلو مشورې ورکوی زمونږ د نیمګړتیاو وروستۍ څرګنده بیلګه داده چې طالبان له امریکا سره په اتلسو میاشتو خبرو کې نهایی هوکړې ته ورسیدل خو له خپلو وروڼو سره داده تقریباً اتلسو میاشتو کې لا تراوسه هم مذاکرات نه دی پیل شوی.

حکومتی لورى تر هرچا زیاته ستونځه له طالبانو سره لری او طالبانو جګړو ته زور ورکړى او  ارګ ته د ننوتلو سرټمبه توب یې ملاتړلې ده.خلاصه داده چې د خلیلزاد په مشرۍ له طالبانو سره د مذاکراتو په درشل کې د لیک شویو بیځایه ژمنو رانیولې د امریکا لوړپوړو چارواکو متزلزلې څرګندونې، د کابل د هوایی ډګر د ساتلو مسئله او په دې وروستیو کې د ناتو عمومی منشی تر اظهاراتو پورې چې د افغانستان د رڼا راتلونکې په تړاو ډاډه نه ده، داسې ښکاری چې امریکا یوازې د خپل ولس د غولولو لپاره داسې څرګندونې کوی چې له حقائقو سره سمون نه خوری.  مونږ خپله سره وژنو او خپله خپل هېواد ورانوو د سولی لپاره په قیمت نه جوړیږو. د یو بل وژل په ویاړلې لهجه اعلانوو. د سولې لپاره غونډې جوړولاى شو شعارونه ورکولاى شو خبرې کولاى شو، خو قربانی نه ورکوو. ولسمشر د هوا په نیلی سپور ده. د ځمکې په مخ په خورا تیزی سره رامنځته کیدونکی بدلونونه نه وینی. هره ورځ د څو ولسوالیو د سقوط خبرونه خپریږی، خو نوموړئ طالبانو ته مخاطِب کیږی وایی چې؛ که سوله ونکړی سخت به وځپل شی او حکومت د هیڅ ډول نوښت په فکر کې نه ده.
طالبان کاذب غرور نیولی دی. فکر کوی چې په جګړه ارګ ته رسیدلى شی خو دومره دقیقه محاسبه نشی کولاى چې د ارګ نیول، د نظام پاشل او حکومت کول توپیرونه لری. دریم قوت هم له لاسته راغلی فرصت څخه په ګټه اخیستنې وارخطایی جوړولاى او په نظام کې ګډوډی جوړولاى شى چې پړه به یې تر ډیره حده د طالبانو په غاړه وی زیان به یې ټول هېواد ته رسیږی.هیڅ پردى زمونږ د هیواد جوړولو ته نه ده راغلې او نه هم څوک مونږ ته هیواد جوړوی. اوس دار او مدار تعامل او معاملې جوړول او رغول راکړه او ورکړه مرسته او پور د دوه اړخیزو ګټو په چوکاټ کې کیږی. مونږ درنې قیمتی ډیرې زیرمې، جیوپولیتیک او جیواکانومیک امکانات لرو چې د دوه اړخیزو ګټو پربنسټ په اقتصادی علمی او تخنیکی برخو کې د نړئ له خورا بډایه هېوادونو سره معاملې وکړو، په هسکه غاړه د عزت او وقار ژوند  وکړو او خیرات غوښتل پریږدو. البته دا هر څه هغه وخت ممکن کیږی چې مونږ لکه د پخوا په شان په خپلمنځی جګړو کې د بوختیاوو پرځاى خپلو ستونځو ته په خپله د حل لارې پیدا کړو، له مخالف ورور سره مشترکات ولټوو، له جګړو څخه سوله مقدسه وګڼو، له نړیوالو او خپلو وروڼو سره په سوله کې د سولې همغږى او همکاری په فضا کې د ژوند کولو لارې چارې ولټوو.

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا