گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » قاری ته په تراویحوکی دختم قران په مناسبت دتحفی ورکولو د علـــماؤ شـــرعی فتــوی !
قاری ته په تراویحوکی دختم قران په مناسبت دتحفی ورکولو د علـــماؤ شـــرعی فتــوی !

قاری ته په تراویحوکی دختم قران په مناسبت دتحفی ورکولو د علـــماؤ شـــرعی فتــوی !

د نواندیشی یادونه : که څه هم موږ په داسی پرمختللی نړی کی ژوند کوو چی بنیادم د ژوندانه په هر ډګر او ټولو برخو کی د یوی پرمختللی  دلاری هغه ډول نقشی ته اړتیا لری چی د انسانی  ژوندانه ټولی اړتیاوی یی پوره کړی . له بده مرغه چی له ډیرو پخوا زمانو راهیسی داسلام دمقدس دین اجتهادی او عقلانی  اړیکه د ژوندانه له ګرځنده څرخ سره پری شویده او د بنیادم او ټولنی د ورځینی ژوند د اقتصادی نظام په ګډون  ټولی برخی د وخت د حاکمو نظامونو په خوښه او غوښتنه تنظیم شوی دی . او د اسلام د مقدس دین هغه امیل چی د یَا أَیُّهَا الَّذِینَ آمَنُوا ادْخُلُوا فِی السِّلْمِ کَافَّهً وَلَا تَتَّبِعُوا خُطُوَاتِ الشَّیْطَانِ إِنَّهُ لَکُمْ عَدُوٌّ مُبِینٌ په بڼه د ټول بشریت لپاره وړاندی شوی ؤ د تل لپاره څیری شو په داسی حال کی چی د اسلام مقدس دین د ټول بشریت لپاره یوه داسی دلاری نقشه ده چی یوه څنډه یی بایده دی چی دبلی څنډی سره سمون ولری کنه نو د انسانی او ټولنیز پرمختګ په لاره کی به پرهمدغو برخو قضاوت داسلام ددښمنانو لپاره د ناوړه تبلیغاتو سبب وګرځی . په همدی اړه زموږ ګران  همکار او ورور الحاج حکیم ګل چه په اقتصادی علومو کی یی زده کړی ترسره کړیدی د روژی په مبارکه میاشت کی د قرآن پاک پر ختم د قاری لخوا څه تر لاسه کولو یی د فقهی د یوه نامتو مفتی فتوی د خپریدو په نیت رالیږلی  ده چی د نواندیشی تربیون  یی له ګران ورور الحاج حکیم ګل څخه په مننه د نواندیشی له یادونی سره یو ځای تر تاسو دررسوی .

_____

_______

سوال:جناب مفتی صاحب:پوښتنه داده چې په روژه کې کله چې قاری قرآن ختم په تراویحو کې وکړی نو خلک ورته په خوښۍ سره یو څۀ تحفه ورکوی لکه روپئ، جوړه کالی، وغیره آیادا ورکؤل جائز دی او که نه؟او آخیستونکی او ورکوونکی لپاره خو به ګناه نه وی؟آخیستونکی ته آخیستل او ورکونکی ته ورکؤل جائز دی او که نه؟او قاری قران او اورېدونکوته ثواب ورکؤل کېږی که دا روپئ یې ورکړې او که نه؟

المستفتی:جناب محترم محــمـد عــــــمــر صاحب

باسمه سبحانه وتـــعـــالی :الجواب وباللّٰه التوفیق: قطعاً ناجائز او حرام دې/جناب محترم ستاسو سوال څو جزؤنه لری لاندې ترتیب وار ذکر دی.(۱)په تراویحوکې قرآنآوروَلو باندې اجرت آخیستل او ورکؤل قطعاً ناجائزاوحرام ده. لهذا حافظ صاحب اوسامع ته روپی یا جوړا وغیرہ ورکؤلو لپاره چندۀ ورکؤل هم جائز نه دی.

(۲) دغه سې آخیستلو او ورکؤلو والا دواړه ګناه ګار دی .

(۳)او د قرآن شریف په آوروَلو باندې هیچاته هم ثواب نه ورکؤل کېږی۔

(۴)په خوښۍ سره وی او که په زور سره وی ناجائز دی.او د دستور اود رواج مطابق حافظ ته چې څۀ ورکولی کېږی هغه هم شرعی طریقه باندې جائز نه دی دې وجې نه حافظ صاحب ته معلومه وی چې ماته خو یو څۀ راکؤل کېږی او د مقتدیانو په زړونو کې همدا خبره ګرځی چې د تللو په وخت کې به حافظ صاحب ته یو څۀ ورکوؤ، لهذا دا هم دِ ’’المعروف کالمشروط‘‘ لاندې د داخلېدو په نوم نذرانه ورکول دی،په حقیقت کې دا اجرت دې چې کوم جائز نه دې.او دغه سې حافظ صاحب ته ورکؤلو لپاره چنده کؤل،او په چنده کې زور دباؤ نه کار آخیستل جائز نه دی.بهر حال خوشحالی سره ورکؤل او یا دزور له وجې په دواړو حالاتو کې ورکول جائز نه دی۔ (مستفاد: ایضاح المسائل/ ۲۷، شامی کتاب الإجارۃ، باب الإجارۃ الفاسدۃ، زکریا ۹/ ۷۶، کراچی ۶/ ۵۵قاری ته په اجرت آخیستلو سره قرآن آوروَل او مقتدیانو ته په اجرت ورکولو سره آورېدل جائز نه دی.

دې وجې نه بلا اجرت آخیستلو والا قاری، حافظ لټؤل پکاردې،ځکه چې دقرآن تلاوت ددنیا دحصول لپاره جائز نه دې،فلهذا آخیستونکی او ورکوونکی دواړه ګناه ګار دی.که چېرې بلا اجرت والا قاری، حافظ نه پیدا کېده نو په امام پسې په وړو سورتونو باندې تراویح کؤل پکاردی.البته که کوم کس مستقل د امامت فرائض سرته رسوی او قاری د قرآن هم وی او هغه قرآن واوروی، او د ختم په وخت کې څه خرابی نشته،که دسې قاری ته چ څۀ ورکړل دې وجې چې د هغه دقرآن آورولو سره څه تعلق نشته بلکه هغه مستقل امام ده.(مستفاد: فتاوی رحیمیہ، قدیم ۴/ ۴۲۷، جدید زکریا ۶/ ۲۴۳).إن القراء ۃ لشیء من الدنیا لا تجوز، وأن الآخذ والمعطی آثمان؛ لأن ذلک یشبه الاستئجار علی القراء ۃ، ونفس الاستئجار علیها لایجوز، فکذا ما أشبه۔ (شامی، باب قضاء الفوائت، مطلب فی بطلان الوصیۃ بالختمات والتهالیل، کراچی ۲/ ۷۳، زکریا ۲/ ۵۳۴).(مستفاد: احسن الفتاوی ۳/ ۵۱۴، فتاوی محمودیہ، قدیم ۱۴/ ۳۲۲، جدید ڈابھیل ۱۷/ ۶۴، فتاوی دارالعلوم ۴/ ۲۶۳، امداد الفتاوی، زکریا ۱/ ۴۸۴، کفایت المفتی ۳/ ۳۶۳، جدید زکریا ۳/ ۴۰۹، جدید زکریا مطول ۱۱/ ۵۳۶، ایضاح المسائل/ ۲۶-۲۵).

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا