گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » قطر ته لیږل شوی پلاوی له طالبانوسره سولی ته ژمن نه دی !
قطر ته لیږل شوی پلاوی له  طالبانوسره سولی ته ژمن نه دی !

قطر ته لیږل شوی پلاوی له طالبانوسره سولی ته ژمن نه دی !

د حرکت انقلاب اسلامی افغانستان ګوند رهبر ښاغلی مولوی عبدالحکیم منیب نن په یوه لویه غونډه کې د سولې د خبرو اترو پر دواړو لوریو غږ وکړ چې باید د سولې د ټینګښت لپاره قربانی ورکړی. دا غونډه چې د ۱۳۹۹ کال د تلې په دریمه د پنجشنبې په ورځ په کابل ښار کې د شاوخوا ۳۵۰۰ تنو په ګډون جوړه شوه؛ د هیواد دینی علما، جهادی مشران، مخور سپین ږیری ،د ولس استازی، د پوهنتون استادان، رسنۍ، خویندې او ځوانان پکې راټول شوی ول.غونډه د قاری میرویس اکاخېل لخوا د قران کریم د مبارکو ایتونو په تلاوت پیل شوه او ښاغلی مولوی روح الله هوتک د ناستې موضوع حاضرینو ته روښانه کړه. ورپسې ښاغلی شیخ سلطان عادل بېګ د غونډې د پیل وینا لپاره را وغوښتل شو، نوموړی په جهاد کې د علماوو ونډه او قربانی وستایله، خو پر حکومت یې نیوکه وکړه چې د علماوو پر حقونو یې خیټه  اچولې او دا کار نور د زغملو نه دی.
تر ده روسته ښاغلی مولوی یادګار ته نوبت ورکړ شو، هغه هم پر حکومت نیوکه دا وه چې علما په هره مرحله کې د حکومت لخوا محروم پرېښودل شوی او باید ځواب یې ووایی. نوموړی زیاتوی چې حکومت په واقعی ډول تر اوسه داسې څوک نه دی مجازات کړی چې هغوی اسلامی او ملی ارزښتونو ته توهین کړی دی. د غونډې په ترڅ کې د حرکت یو شمیر ځوانانو هم خبرې وکړې، د ټولو تمرکز او ټینګار دا و، چې حکومت باید خپلو ژمنو ته پابند پاتې شی او د ملت خصوصاً د علماوو حقوقو او غوښتنو ته درناوی او توجه وکړی.

د حرکت انقلاب اسلامی افغانستان رهبر ښاغلی عبدالحکیم منیب په خپل وار سره د ګډونوالو احساسات او ویناوو ته درناوی وښود او د ټولو د خبرو په تأیید یې په ډاګه کړه چې حرکت د تلپاتې او واقعی سولې غوښتونکی دی. ښاغلی ټینګار وکړ چې د سولې او بسیاینې لپاره لومړنی شرط سوله ده، خو د دغه شرط پوره کېدو لپاره قربانی حتمی ده. نوموړی د سولې په اړه د حکومت لخوا قطر ته تللی پلاوی وغانده او ویې ویل چې په هیڅ ډول د افغان ملت استازیتوب نه شی کولای. نوموړی د سولې په برخه کې د مذهبی اختلاف په اړه په ډاګه وویل چې موږ نه غواړو حنفی فقه د بل مذهب پر پلویانو تحمیل کړو، نو د همدې لپاره پر یوه واقعی او هر اړخیزه سوله باوری یوو.ښاغلی منیب اسلامی نظام ته په اشاره پر حکومت نیوکه وکړه چې د افغانستان په اساسی قانون کې د اسلام ځایګی بیخی روښانه دی، خو حکومت یې د نافذیدو په برخه کې پاتې راغلی. نوموړی پر دغه مکلفیت د ټینګار په پار وویل چې ولسمشر غنی باید د لوړې مراسمو کې خپل سوګند ته ژمن پاتې شی او تر ټولو مخکې دې پخپله په صورت او سیرت پر اسلام ځان سمبال کړی. هغه د افغان وګړو او په تېره د کابل ښاریانو د امنیت په برخه کې حکومت پاتې وباله او زیاته یې کړه چې د فحشا، ظلم، قتل او فساد د مخنیوی پر ځای حکومت د هغو ملاتړ کوی.  ښاغلی منیب له خلکو وغوښتل چې د دغسې حکومت د اصلاح غږ اوچتول واجب دی، د نوموړی په وینا، که چېرې په اصلاح ونه شوه، بیا یې استعفاء  ته اړ ویستل حتمی دی او ملت باید د اسلامی او ملی ارزښتونو د ساتلو او پاللو لپاره راپاڅېږی.ښاغلی منیب په هیواد کې مذهبی، قومی او ژبنی تعصبونو ته په اشارې وویل، حکومت مکلف دی چې یوه اسلامی ورورګلوی او ټولنیز ژوند ته زمینه برابره کړی او د یادو تعصبونو مخه ونیسی. د نوموړی په وینا، حرکت انقلاب اسلامی په خپله تګلاره او سیاست کې د هر راز تبعیض او تعصب مخالف دی او په دې اړه ورته هره شومه اراده او اقدام د منلو نه دی. د حرکت مشر له حکومت نه وغوښتل چې باید د یاد ګوند غوښتنو او د علماوو حقونو ته په منلو قایل شی، ګنې بیا به د هیڅ ډول پلمې فرصت هم پیدا نشی. ښاغلی منیب د ټینګار په دود پر حکومت غږ وکړ چې ملت ټپی او ځورېدلی دی، خو دومره بې جرأته نه دی چې ستا د ظلم او بې قانونۍ پر وړاندې ونشی درېدلای. په دې اړه هغه د جهادی مشرانو نومونه یاد کړل او ټینګار یې وکړ چې علما او مجاهدین باید سره یو شی او حکومت له خپلو دغو شومو او ناروا موخو څخه را وګرځوی.په پای کې د حرکت انقلاب اسلامی افغانستان ګوند د سیاسی کمیټې ریئس ښاغلی عبدالوحید وحید لخوا پرېکړه‌لیک واورول شو او په اختتامیه دعا سره غونډه پای ته ورسیده.

ضروری یادونه : ددغه خبر په چمتوکولو کی د حرکت انقلاب اسلامی مردم افغانستان له رسمی پاڼی http://www.harakat.org  څخه هم په مننه سره ګټه آخستل شوی ده

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا