گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » د راډیو دنړیوالې ورځې په پلمه سولې پیغام راډیو انکشاف کړی
د راډیو دنړیوالې ورځې په پلمه     سولې پیغام راډیو انکشاف کړی

د راډیو دنړیوالې ورځې په پلمه سولې پیغام راډیو انکشاف کړی

د سولې پیغام راډیو ۱۷ کاله مخکې (٢٠٠٣ میلادی کال په نیمایی کې) په لومړی ځل په خوست کې د سولې پیغام راډیو په  نوم خپلواکه ناپییلی راډیو جوړه  او تاسیس شوه. د سولې پیغام راډیو په تاسیس سره د خوست او د خوست خوا اوشاسیمو اوسیدونکو په لومړی ځل پر اف ام  څپه چې تر دې وړاندې یی د شڼا یا د شور موج باله دراډیو غږ واوریده.سولې پیغام راډیو په خپل وار سره د خلکو پر سیاسی، ټولنیز ،اقتصادی او فرهنګی  ژوندانه ژور اغیز وکړ، خلکو له سولې پیغام راډیو سره زړونه وتړل او دا راډیو یی خپله راډیو وبلله.د راډیو.د تاسیس پرمهال د بیلابیلو دولتی اونادولتی ادارو،قومی مشرانو،دینی عالمانو، ځوانانو، ښځو،دوکاندارانو، سوداګرو، زده کوونکو،

ښوونکو، بزګرانو، کسبګرو، او د ټولنې د بیلا بیلو ډلو او قشرونو لخوا  په سلګونو او زرګونو  د مبارکۍ لیکلی پیغامونه راډیو ته را ورسیدل.سولې پیغام راډیو د خوست او خوا و شا سیمو اوسیدونکی، دولتی مامورین، ځوانان او … له بیان ازادۍ سره اشنا کړل، داسې ډیر ځله شوې چې سولې پیغام راډیو کوم انتقادی خبرو ګزارش او یا خپرونه نشر کړی دی، خلک یې حیران کړی، دوی فکر کاوه چې د دا ډول راپورونو په خپرولو سره به د راډیو مسوول او خبریالان حکومت بندیان کړی او حکومت هم په وار وار غبرګون ښودلی، پر راډیو یې فشار راوړی چې د انتقادی او پر حقاقو ولاړو راپورونو او خپرونو له خپریدا ډډه وکړو خو موږ ورسره د قانون په چوکاټ کې منطقی بحثونه کړی او دوی مو په افغانستان کې د نوې راټوکیدلې ولسواکۍ له اساساتو او بیان ازادۍ له حقه خبر کړی اوپه ډیرو مواردو کې مو قناعت ورکړی. سولې پیغام راډیو د خپلو ببلابیلو خپرونو له لارې د خلکو سیاسی، ملی او معنوی شعور وغوړاوه، خلک یی د ډیرو مهمو ستونزو په حل کې د تصمیم نیولو جوګه کړل او په سلوک کې تغیر راغی.سولې پیغام راډیو په درست افغانستان کې پنځمه او د جنوب شرق زون په شپږو ولایتونو کې لومړنۍ خپلواکه خصوصی راډیو ده چې د منظم او مسلکی بزنس پلان په درلودلو سره یې نه یوازې له رکود او سکوته ځان ساتلی بلکې تداوم او انکشاف یې هم کړی او خوست کې یې نورو ډیرو خصوصی راډیوګانو ته د تاسیس زمینه برابره کړه.سولې پیغام راډیو په تخنیکی برخه کې له یوې وړې سټوډیو او ورکوټی ۵۰ W ترانسمیتر او د ۱۵ مترو په لوړوالی پایې څخه دا مهال ۲۰۰۰ W ترانسمیتر، ۶۰ متره پایې، په کابل او خوست کې د ۶ مجهزو سټوډیوګانو او نورو سټنډرډ وسایلو پورې انکشاف کړی دی.

د سولې پیغام راډیو اوریدونکی له ۸۰۰۰۰ (اتیا زره) څخه ۸۰۰۰۰۰۰ (اته میلیونه) ته رسیدلی دی، دا مهال د سولې پیغام راډیو نشرات په ټول خوست، د پکتیا او پکتیکا ولایتونو په زیات شمیر ولسوالیو، کابل، پروان، کاپیسا، میدان وردګواو لوګر کې اوریدل کیږی.د سولې پیغام راډیو مدیریتی او رهبری ډلې او کارمندانو په بیلابیلو برخو کې، هم د راډیو د ننه د کار په جریان کې ډیرې تجربې تر لاسه کړې دی او هم مرکز کابل کې په لسګونو ورکشاپونو کې روزل شوی دی.د سولې پیغام راډیو ټول پرسونل د نشراتو په بیلابیلو برخو لکه تعلیمی، سیاسی، ټولنیزو، فرهنګی، هنری، سپورت او نورو برخو کې د خبر، ګزارش، ګردیو میزونو، مرکو، مناظرو (ډبټ) او نورو بیلابیلو فارمټونو کې ښه تجربه تر لاسه کړې ده. سولې پیغام راډیو د ژورنالیزم په برخه کې د ځوانانو د روزنې کافی تجربه لری چې د فعالیت له پیله تر دې دمه یې تر سلو (۱۰۰) زیات ځوانان د ژورنالیزم په برخه کې روزلی دی چې دا مهال له محلی، ملی او نړیوالورسنیواواژانسونو سره په کاربوخت دی اوښه ځلیدلی دی.

سولې پیغام راډیو د مارکټنګ په برخه کې هم کافی تجربه لری چې په تیرو ۱۶ کلونو کې یې نه یوازې دا چې راډیو خودکفا کړې، تداوم یې ورکړی بلکې انکشاف یې هم ورکړی دی.سولې پیغام راډیو د خپلې تجربې او ابتکار په کارولو سره د مارکټنګ غیر عنعنوی لارې هم تجربه کړې او د عوایدو د ترلاسه کولو لپاره یې په کار اچولې دی.سولې پیغام راډیو په بیلابیلو برخو کې، د پروژو د ښه تطبیق تجربه هم ترلاسه کړې او ټولې هغه پروژې چې په تیرو ۱۶ کلونو کې راډیو ته ورکړل شوی یا یې په داوطلبۍ کې ګټلې دی په ښه شان تطبیق کړې دی او د مشتری او ډونر رضایت یې حاصل کړی دی.سولې پیغام راډیو د اعلاناتو د پر وخت نشر او د پروژو د ښه تطبیق له امله څو څو ځلې د مشتریانواوډونرانوله خوا په ستاینلیکونواوایوارډونوهم ستایل شوې ده.

سولې پیغام راډیو  د افغانستان د خپلواکو راډیوګانو د انجمن غړیتوب لری  او د راډیو مسوول د یاد انجمن انتخابی مرستیال دی.سولې پیغام راډیو د نړۍ د کمونیټی او محلی راډیوګانو اتحادیې (AMARC) په غړیتوب هم تر لاسه کړی دی.سولې پیغام راډیو د افغانستان په ټولو ولایتونو کې تر (۱۰۰) زیاتو راډیو ګانو سره د همکارۍ او ګډ غږ لپاره همغږی ایجاد کړې ده.سولې پیغام راډیو په دې هڅه کې ده چې خپل نشرات د افغانستان ټولو لویو ښارونو ته هم وغځوی.

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا