گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » راتلونــکی بین الافغانی ناستی او د ســـتونزو د حل دلاری نقشــــه !
راتلونــکی بین الافغانی ناستی او د ســـتونزو د حل دلاری نقشــــه !

راتلونــکی بین الافغانی ناستی او د ســـتونزو د حل دلاری نقشــــه !

مونږ د حقائقو په هنداره کې خپلو ستونځو ته له کتلو او ژور تحلیل څخه وروسته باید ومنو چې حکومت او طالبان دواړه لوری عینی واقعیتونه دی. دریزونه لرى، تګلارې لری، غوښتنې لری، مشروع او غیر مشروع اړخونه او کړنې لری. که څوک د کوم اړخ اغیزمنتوب او په تولنه کې د هغه پراخ او ژور نقش نفى کوی او یا هم د کوم اړخ د محوه کولو، یا بی اهمیته کولو هڅه کوی، زمونږ په آند سهوه کوی او لمر په ګوتو پټوی.

داهم منو چې دواړه خواوې اړتیاوې لری، ستونځې، تشې او نیمګړتیاوې لری. پردی محسنان او مرستندویان لری. هغوى یې اړتیاوې پوره کوی او تشې یې د ضعف د نقاطو په توګه کاروی.لیکن په زغرده وایو چې یوه خوا هم غلام، لاسپوڅئ او نانځکه نه ده. متأسفانه او بدبختانه زمونږ ټولنیزه ستونځه داده چې حکومت او طالبان دواړه لوری منفی خو څه کوئ، آن د مثبت انتقاد اوریدلو زغم هم نلری.

که څه هم د دواړو خواو د غبرګون کچه او نوعیت توپیر لری، خو دواړه خواوې خپل منتقدین د مخالفینو په نوم لړکې حسابوی. مونږ د هغو خلکو منطق او دریز نه تأییدوو چې په یو طرفه جاده روان دی. د حکومت لورئ سپین چرګان له هرې تشې نیمګړتیا او منفی اړخ څخه مبرأاومنزه ګڼی،یاهم طالبان پریښتې اوپه پټو سترګود تقلید او تأیید وړګڼی. نه داسې قطعاً نه ده.راځئ، ازادخپلواک او بی پرې قضاوت وکړو. هغه دا چې دلته روانه بدبخته ځپونکی او ځورونکی جګړه کورنی او بهرنی ابعاد لری. یقیناً به له حقائقو څخه لرې نه وی چې، که په مختصرډول روانه جګړه د بهرنیو اړخونو لپاره داسې در وپیژنو؛

۱- د ځمکې په دغه جیوستراتیژیک جیو پولیتیک اوجیواکنامیک اهمیت درلودونکی ټوټه کې د پاته کیدلو لپاره د پلمو لټولو جګړه!

۲- زمونږ له سرشارو اوبواو نورومعدنی زیرمو څخه د وړیا ګټې اخیستلو او یا هم غلا کولو جګړه!

۳- په دغه خاوره د خپل دښمن د ځپلو جګړه!

۴- د خپلو خوسا او بی کیفیته تولیداتو د پلورلو لپاره د مارکیټ موندلو جګړه

۵- ستراتیژیک ژوروالی ته د رسیدلو جګړه!

د ؤلس لپاره؛

۱- د خپلو بچیانو د غوښو او هډوکو د ټوټو را ټولولو جګړه!

۲- په چوکونو او واټونو کې د افغانانو د وینو مینځلو جګړه!

۳- په هدیرو او کنډوالو باندې د هیواد د بدلولو جګړه!

۴- د خپل ورور د وژلو او د خپل کور ورانولو جګړه!

۵- واک ته د زو رواکانو د رسولو او یا هم په واک کی د هغوی د پاتی کیدلو جګړه!

۶- د فساد غصب زورواکی او له قانون څخه د معافیت کلتور د ترویجولو جګړه!

۷- د جیبونو ډکولو او بلډینګونو جوړولو جګړه!او بالاخره یوه پېچلې او مرموزه جګړه چې پیل یې معلوم خو د پاى څرک یې نه لګیږی.نو مجبوراً حرکت انقلاب اسلامی د جګړې دواړو خواوو ته د دینی مقدساتو او پراخو ملی ګټو د درک په رڼا کې په لاندې توګه وړاندیز کوی؛

۱- دواړه خواوې باید دسیاسی واک ترلاسه کولو مسئله د دزور ، نسکورولو، فشار ، توطئی ، قتل او ترور پر ځای د دینی او ملی ارزښتونو په رڼا کې ولس ته د رجوع، اهلیت ، وړتیاو، صداقت ، ابتکار او نوښت له لارې حل او فصل کړی.

۲- باید ومنو چې په تیرو څو لسیزو کې د حذف، ترور، یو نه منلو او د یو بل په وړاندې د تورونو لګولو تګلارو معکوسې پایلې درلودلی دی. اوس مجبوراً باید ټول افغانان د ژبې، سمت، قوم او فکری استقامت په نظر کې نیولو پرته، د یوه واحد او متحد افغانستان لپاره د ګډو ارزښتونو، ګډو ګټو په موخه، د دغه ګډ کور د پرمختګ، خپلواکی ازادی سوکالی، اسلامی نظام او له پردیو څخه د نجات لپاره د ګډې مبارزې، یو بل منلو او په دغه ګډ کور په ګډه توګه د اوسیدو چل او هنر زده کړو.۳-, د مذاکراتو نور پړاوونه باید چی د پردیو هیوادونو به پنځه ستوریزو ماڼیو پردیو میلمه پالو پردی نوښت او پردیو لګښتونو پرځاى د افغانستان په خاوره د افغانانو په کوربتوب، افغانی دود په مرسته، د افغانی ډوډئ په خوړلو او افغانی میلمه پالنې په روحیه تر سره شی.

۴- دواړه خواوې په تکراری ډول دخپلو غوښتنو دمــطرح کولو پرځاى باید سولــه د مصالحې،یاهـــــم (Reconciliation) په مفهوم واخلی چې د ایثارزغم اوقربانی اصل پکې محسوس مشهود اوملموس وی.د سولې په تړاو د غونډو په ترکیب کې باید د ژبو، قومونو ټولنو، سیاسی بهیرونو او تشریفاتی اړخونو ورهاخوا سولې د ژمنتیا، ملی ګټو ته د ایثار اوهیوادنئ مینې ته د لیوالتیا بنسټیز اصلونه معیار وګرزی.

۵- طالب اوحکومت مشرتابه یو بل ته مزدور ګوډاګى اجیرلاسپوڅی مرتد اوداسې نورسپک سپور نومونه کارول پریږدی.د وخت حساسیت،د ستونځو په پیچلتیا اود پردیو په مکرونو فریبونو باندې سرونه خلاص کړی.

۶- لکه څنګه چې په سر کې مو د دواړو خواوو اغیزمنتوب نقش او اهمیت په ګوته کړ، نو دواړه خواوې باید د دوه اړخیزو ګډو ګټو او ایمانی فراست په کارولو په جرئت شجاعت او شهامت د یوبل د منلو زغم قربانی او تحمل څخه په ګټه اخیستنې د مذاکراتو میز ته راشی، خپلې ټولې غوښتنې سره شریکې کړی او یوه جامع هوکړې ته لاره هواره کړی.

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا