گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » راځه راځه دخوشحالو اختره !
راځه راځه دخوشحالو اختره !

راځه راځه دخوشحالو اختره !

راځه راځه دخوشحالو اختره

اختره تا لره سلام می دی

دآزادې دغه پیغام می دی

دآرمانونو خوشحالیوامیدو اختره

راځه راځه د خوشحالو اختره !

ملت له دغه ظلم خلاص کړه نور

دجاسوسانو ښیکلاک خلاص کړه نور

وږئ ولس دلوږې خلاص کړه نور

دبی کورانو کور ودان کړه نور

بربنډ ملت مو په تن پت کړه نور

ناروغ ولس موصحت یاب کړه نور

کلی بانډې مو را سمسورې کړه

ویر اوسلګئ له مونږه هیری کړه

دافغانستان په سردرو او چمنو کی بیا

دخوشحا لی او دجشنونو څراغونه بل کړه

تپه تیاره او توره شپه ختمه کړه

دستمونو لمن ټوله کړه…….چی

دلته په وچو سبیرو دشتو کی خواران نه وی

وږی نهر په تن پربنډ خوار او پریشان نه وی

مونږ د ستم په اور سیزلی یو دوی

دستمونو لړئ ختمه کړه

چی مو بیا پیغلې په نکریزو کړی لاسونه ښکلی

ځوانانو مو واغوندی جامې داخترونو ښکلی

چی خوشحالی او خندا ګانی راشی

سترګې مو تورې په رانجو کړه

که ،نه، نو،ورشه ته هغوته چی دګلو،ګلستان کی اوسی

ورشه هغوته چی آزاد ځمګه او آسمان کی اوسی

اختره مونږ کره دمینې لوی سوغات شته دی

دلته سپرلی دلته اختر دلته برات شته دی

زړونه خوشحاله روح آرام اوښه حیات شته دی

مونږ نن پوهیږو په خندا اوخوشحالو اختره

چی آزادی راشی وطن ته خوب خندا شی پیدا

چی خپلواکې مو په نصیب شو نو جشنونه شته دی

په ډیره مینه یوه بل ته تبریکونه شته دی

کال په کال څه ، چی هره ورځ مو اخترونه شته دی

اختره تالره سلام می دی

دآزادې دغه پیغام می دی

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا