گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » راځئ چې څو شیبې رښتیا ووایو
راځئ چې څو شیبې رښتیا ووایو

راځئ چې څو شیبې رښتیا ووایو

انـــقــلابــــونــــه ، سیلابــونــه تــېــر شول

ډېـــر کـــړاوونــه ، پـــړاوونـــه تــېــر شول

خلـق و پرچـم، نـه پــوهېدل  نـــاکــام شول

خپل منځ کې هم، نه جوړیدل  ناکــام شول

ځــان او جـــهــان یــې، پــېژنـــدلـــئ نــه ؤ

ګـونــد یــې لـــه خــلکــو، راوتـــلـــئ نـــه ؤ

ګوندی مشران یې، ډېــر مــغـــرور کسان وو

افـــغـــان ټـــولنـــه کـــې، مـنـفـور کسان وو

د ګونـد صــفوف یـــې هـــم، ساده خلک وو

خـو ځینې ، ځــینې یـــې، لـــوده خـــلک وو

بس یـــو نـــاڅـــاپـــه، پــه قدرت کې راغلل

د ولــسونـــو، پــــــه نــــفـــــرت کـــې راغلل

نیت یــې صــفــا ؤ ، پــه کــار نـه پوهـېــدل

تـــر شلـــو پــورې، پــه شمار نـــه پـــوهېدل

آخـــېر تسلیم شول ، د نــجــیــب پـه خوښه

بس په عېشونــــو ، عیشرتـــونــــو کـــې دی

د شنو ډالـــرو، پـــه خـــونـــدونـــو کـــې دی

لوڼـــې ، زامــــن ، فـــــامـــیل، بـهر تـــه لیږی

څـوک امــــریکا ، څـــوک پېـښــور تــــه لیږی

امــــریـــکـــایـــان راغـــلل، پــــوځــونو سره

هــــم د ټـــانـــګـــونـــــو او جـــازونــــو سره

د طالــبــانـــو جــــوړ نظام یــــې وران کـــــړ

د پنجـابیانو جـــوړ، اســـلام یـــې وران کــــړ

طــالــبــان لاړل، پنجـــابیان یې خوښ کـــړل

پنجابـیــان ورغـلل ، روسان یې خوښ کـــړل

یـــو عـــجـــیـــبـــه شـانـتـه، حـــالـــت راغلئ

پــــدې مــظـلــوم، افـــغـــان مــلــت راغــلــئ

سړی حـیران شـی ، چـې:  دا څـــه روان دی؟

ښکـاری ، د تـــور پـنـجـاب، پـــه زړه روان دی

پـــوهـــیـږو نـــه ، د طـــالـــبـــانــــو واک و ؟

که د تـور مـــخـــو، پـنـجـــابـــیانـــو واک و ؟

خېر ، چــې د هـــر چا واک ؤ؟ واک بــه یـې ؤ

د ای. اېس. ای. د مــــټـو، ځــــواک بـــه یـې ؤ

خــو ، دا فــسـاد او دا جـــــنګـونـــــه، نـــه وو

دا سـتـمــیـان او سقـاویــــان، هـــــم نـــــه وو

لــه هــــــرې ســوړې، یــــو ښــامــــار راوووت

هم یې پچیان او هــــم یــــې پــــلار، راوووت

له څـرمـښکــیــو نـــــه، مــــاران جـــــوړ شوی

اوس لــه پـــــردیــــو ، بـــاداران جـــــوړ شویچــــیچـــل ، داړل او ژوبـــلـــول، شــروع دی

نــیـــول ، تــــړل او قـــتــلــــول، شــروع دی

نــــه اسلامیت ، نــــه افـغــانــیـت پــاتې شو

نـــــه شـرافــــت ، نـــــه انسانـیـت پـاتې شو

په خپل وطــن کـې، بــــې وطنه ګـــــرځـــــو

هم په مـدفن کـې ، بـــــې کـفـنه ګـــــرځـــــو

 نه په جهان کې، څـــــه عـــــزت لــــرو مـــوږ

نه په هیواد کې ، خـــپل دولـــــت لــرو مـــوږ

بـس، پــردی راغلل ، زولانه یـــــې کـــــړلـــــو

مـــوږ کوربانه وو ، میلمانه یـــــې کـــــړلـــــو

تر څو چې: یـــو پـــر بــل ، بـخــیل اوسـیـږو

د ژوند تــــر پـــــایــــه بـه ، ذلـــیـل اوسـیـږو

دا ذلالــت بــــه وی او مـــــوږه بـــــــه یـــــو

دا خـــجـــالت بــــه وی او مــــوږه بــــه یــو

مـعـلـمـه! داسې زنـــــده ګــی، مـــــه غــواړه!

د خــارجــیانــــو بـنده ګـــــی، مـــــه غــواړه!

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا