گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » راځئ بهرنیو ځواکونو ته نه ووایو!
راځئ بهرنیو ځواکونو ته نه ووایو!

راځئ بهرنیو ځواکونو ته نه ووایو!

له نن د ( سپټمبر ۱۱ ) څخه پوره ۱۷ کاله وړاندی پر همدې ورځ د امریکا د ښکېلاکی غرور او زبرځواکۍ پر سیاسی او اقتصادی سمبولونو یو ناڅاپی ولی له مخکې وړاندی طرحه شوی او ډیزاین شوی بریدونه وشولو، دا د نړېوالۍ سوداګرې غبرګ برجونه ولو، چې د امریکا په نیویارک ښار کې پراته ولو او په اصطلاح د غرب ضدی ترهګرو د موخو ښکار شول.

له دی سره جوخت  امریکا پر افغانستان او عراق مخامخ یرغل وکړ، دلته یې د بی پولی ترهګرې په پلمه د خپل کسات داسی وحشیانه او کرایی لښکرې رامارش کړی چې په لسهاو ځله یې تر هولوکاسټ ډېر او په سلګونه برابره یې د سپټمبر تر یوولسمی زیات کرغیړن، له وحشته ډک او د انسانیت پر خلاف جنایتونه او ویجاړونې وکړلې.زموږ په غرونو، رغونو، کلیو او ښارونو کې یې د ترهګرې، القاعده او طالب په نومونو د ټولو نړېوالو اصولو، معیارونو، د جینوا د پرېکړو او د ویستفالی نظم او په ځانګړې ډول زموږ د اسلامی او ملی ارزښتونو خلاف په سلګونو زره انسانان یې قتل عام کړل،

د هغوی انسانی کرامت، ملی حرمت او اسلامی عزت ته یې سپکاوی وکړل، دلته یې هر هغه څوک ( سپین ږیری، ښځه، ځوان او ماشوم ) وځورول، ویې ټکول، زېندان ته یې واچول او بلااخره ویې وژل چې وایې ږیره یې لرله، لونګی یې تړله او یا پر پښتو ژبه یې خبرې کولې.

د دوی د تروریزم خلاف جګړې  په دوام کې د امریکا د نظر وړ په وژل شویو دښمنانو کې زموږ د عزیزآباد د کلی هغه شپږ میاشتنی ماشومان هم دی چې تراوسه یې د مور له غېږې پرته نوره نړۍ نه وه لیدلې، هغه زوم او ناوې هم شامل دی چې د واده په ورځ د ړندو بمباریو قربانی شول، هغه میندې او پلرونه هم دی چې د خپل کلی او کور له چاپېریاله د باندې یې نور هېڅ نه پېژندل.دا لا څه چې په کال ۲۰۰۹ کې د امریکا د وخت مرستیال ولسمشر جوبایډن چې هغه مهال سناتور وو کابل ته په داسې وخت کې راغی چې په هغو ورځو کې په پکتیکا کې د یوې کورنۍ څو تنه چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل وو امریکایی عسکرو په وحشی سپیو داړلی او شهیدان کړی وو، ولسمشر کرزی د دې شکایت جوبایډن ته وکړل.

هغه په ځواب په ډېر غرور او بی شرمې ورته ویلی وو :څوک چې زموږ خروړو سپیانو داړلی وی خامخا ترهګر دی!!له دی وراخوا د دی هېواد په ساره او اوږد، ختېځ او لوېدیځ کې د ناټو سوله ساتو ځواکونو دا تېر ۱۷ کلونه یوازی افغانان د خوند، غچ، د جګړې  د دوام او د خپلو وحشتونو د اشباح لپاره وژلی، ټکولی او حتا په مرګ یې هم ورته سپکاوی کړی.دا ځکه د دوی عسکر یوازی ترهګر وژنی او د ترهګر اوصاف چې دوی یې وژنی ( ږیره، لونګی، پښتو ژبه او له خپلواکی سره مینه ده ) دا په هر افغان کې شتون لری.بل لور ته د ترهګری دغه جګړه چې د سپټمبر د ۱۱ له خیالی او او طرحه شوی پیښی څخه سرچینه اخلی

په لوی لاس او ښکاره ډول سره مسلمان وژنه او د اسلامی امت په وړاندی د هغې صلیبی جګړې، برخه ده چې ولسمشر بوش یې یادونه کړی، دهغه دښمن په وړاندی جګړه ده چې ساموئل هانټینګټون پرې رساله ولیکله، کولن پاول یې جغرافیه او نخشه رسم کړله، هنری کسینجر تشریح او ډک چینی ورته له رمزفیلډ سره امکانات او عملی وسائل برابر کړل.دوی د غاصب صهیونیسټی اسرائیلی رژیم له پاره د ستراتیژیکو نفوذی سیمو د رامنځته کولو او د اسلامی نړۍ د ممکنه اتحاد او فشار څخه د خلاصون په موخه له افریقا تر اسیا لومړی اسلامی حکومتونه ونړول، بیا یې هلته متحد ملتونه په آولنیزه کچه مات کړل او په پای کې یې د هغوی د جغرافیوی – سیاسی ویشلو او پاشلو په موخه د خپلمنځو اختلافونو نغارې وغږولی، کوم چې د تجزیه په برخه کې عملی بېلګه  یې سهیلی سوډان او د عراق خودمختاره کردستان ده.دا ټول څکه او د دی له پاره چې له یو لوری یې اسلام او اسلامی امت ته مذهبی ضربه ورکړی او دیته صریحا نهم صلیبی جګړه هم ویلی شو، په سیاسی او اقتصادی کچه هغه اهداف چې امریکا په ټوله کې غواړی د خپل دغه ناروا او کرغېړن شتون څخه یې په سیمه او نړۍ کې لاسته راوړی عبارت دی له :

لومړی : د اسرائیلو دفاع او د ستر اسرائیل جوړول.

دویم : د اسیا او په خاص کرده د اسلامی نړۍ پر طبیعی زیرمو تیلو، غازو، ګران ارځښتو سرچینو لکه یورانیمو، لیتیمو او لویو لارو واکمنی.

دریم : د خپلو سیمه ایزو ملاتړو په مرسته د روسیې، چین او نورو د دوی په اصطلاح خپلسریو ځواکونو کنترول او د هغوی د پرمختګ مخنیوی او په وړاندی یېخنډونو جوړول، د کوم څه چې د امریکا پخوانی ولسمشر اوباما په ۲۰۱۲ کال کې په جاپان کې وویل چې مونو له چین او روسیې سره د نیمې پیړۍ مساله لرو، یا په تازه هغه کې د ټرمپ اقتصادی بندیزونه چې چینی ولسمشر په صراحت هغه هر اړخیزه اقتصادی جګړه وبلله.ولې اوس د خیالی او طرحه شوی د سپټمبر له ۱۱ د ۱۷ کالو په تېریدو د افغانستان او زموږ په محور سیمی حالات خورا بدل شوی، نور د دوی د سپیانو داړونکې ترهګر نه بلکی د عزت او د دی خاوری د آزادی با غروره مخکښان دی، نور د  یا ګور او یا زېندان منطق پڅ شوی، هغوی چې د بی ۵۲ په زور ویل چې : تر دغه غټ، غټ بمونه پرې واچوی کم رنګه شوی او مسخه شوی دی، امریکا د سریښو په یو ګړنګ او د پیښو په یو دلدل کې راګېر دی، د افغان – امریکا جګړې بحث اوس د افغانانو ترمنځ د بهرنیانو پر خلاف د اجماع پر لور یو ګام ده چې د تېر کوچنی اختر اوربند او هلته د دواړو افغان لوریو څخه پردې ټېنګار چې د ستونزو جرړه بهرنیان دی مطلقا د هغو افغانانو چې فکر یې کړل او ویل به یې چې که امریکا نه وی نو د دوی هغه خیالی افغانستان هم نشته یا هغوی چې لکه د پخوانی ملی امنیت مشر امرالله صالح چې ویل یې : چې مونږ باید د امریکا او وزیرستان ترمنځ یو انتخاب وکړو او هغه هم امریکا غلط، پردیپاله او مختورن وختل.اوس مونږ د سپټمبر ۱۱ د اکټوبر د ۷ پر اساس داسی مهال غندو چې امریکا هسې ځانته د خټی پوزې ښودل له لاری غواړی ځان له سیمی او ګران افغانستانه ټول کړی اوس افغان – امریکا جګړه دویته د خپل تاریخ په یو له اوږدو او له ماتی او شرمه ډکې هغې اوښتی.دا ځکه تر دې دمخه روسانو هم دا نه ګڼله چې په افغانستان کې به ماتېږی، تر روسانو دمخه انګریزانو هم دا نه ده ګڼلې او همداسې نور ډېرو متجاوزینو او مستکبرینو؛ خو خداى ټول دلته مات کړل او د انقلاب د شاعر استاد فضل ولی ناګار په وینا:

«دلته سر هر مکناټڼ د وخت خوړلى»

هغوی چې د امریکایی ځواکونو له وتلو سره تر ۲۰۱۴ کاله وړاندی دغه خبره مطرح کوله چې که امریکا نه وی نو افغانستان نشته اوس ۲۰۱۴ هم تېر شوی، د دوی د دوستی او د پاکستان او ایران په څېر له درواغجنو بلاګانو څخه د ویرولو استدلال هم پوچ وخوت، د داعش په څېر په نویو ډرامو کې د خپل نامشروع دوام رازونه یې هم افشا شوی، د دغه خوشباوروحقانیت، له ولس اوهېواد سره دوفاژمنه یې خالی وختله اوبلااخره زمانی اومکانی

شرایطو په ټوله کې نور غوره منطق د دوی په وتلو کې او دوی ته په ( نه ) ویلو کې ګڼې.بنآ نور باید افغانان د خپل برخلیک په اړه خپله مسوولانه فکر وکړی، خپل هېواد د پردیو پر ځاى پخپلو مټو ورغوی، داځکه یو ملت هېڅکله د پردیو په مټ د نیکمرغی لاره نه دی وهلی، پردی کټ تر نیمو شپو دی،

تاریخ هغه ملتونو لیکلی چې پخپلو مټو یې زور راوستی وی بل لور ته امریکا چې څومره زموږ په هېواد کې پاتې کېږی هومره به مو ولس پاشلى، له غروره لویدلى، له ارزښتونو او معنوی ځواکه محروم اوبې برخې کېږی.نوکه غواړوچې بی پته،بی هویته، نشو،تاریخ مو مسخه نشی،ارزښتونه مو سپک نشی او ولس موذلیل نودا نن د سپټمبرپه ۱۱ د افغان وژنی په ۱۷ کال راځئ یوځل بیا دامریکا ښکیلاکې، نارواه، ظالمانه او یلغارې شتون ته ( نه ) ووایو.

د یو آزاد، خپلواکه او واحد افغانستان په لور

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا