گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » راځئ!په مشترکاتوسره راټـول شو.
راځئ!په مشترکاتوسره راټـول شو.

راځئ!په مشترکاتوسره راټـول شو.

د ځان غوښتنې او د واک غوښتنې حرص څو لسیزې وخت را باندی واړاوه، د نورو د سلبولو او ځان د هر امتیاز لپاره د اهل ګڼلو په شومې پدیدې مو خپلواکی او ملی وقار بایلودل. ډیر مو په یو او بل نوم باندې سره ووژل، د خپلو میندو غیږې مو تشې کړې، د خپلو خویندو د اوربل ګلان مو ورژول. ډېر مو له هیواد څخه وشړل، ډېر مو ځانونو ته سپېڅلی عنوانونه ورکړل او مخالف لورئ مو په چټلو نومونو یاد کړل، خپل هېوادوال مو پردیو خیراتونو ته کینول، خو هیڅ مو ترې جوړ نکړل. د حیرت خبره ده چې په تیرو څه دپاسه څلورو لسیزو کې مو هیڅ ډول نظام جوړ نکړاى شو.د دغې پاکې خاورې  ښکلا مو د باروتو په لمبو پیکه کړه. د دغه ستر ملت غرور مو مات کړ، ددغه ستر ولس ویاړونه مو د دښمنانو په پښو کې لیلام کړ او د دغه هېواد بچیان مو د پردیو په دروازو کې د سوالګرو په شان ودرول. خپل وروڼه مو د خپلې مورکئ له ګرمې غیږې څخه د پردیو  خاورې ته د پناه لپاره اړ ایستل.له خپلې خاورې سره مو د ژمنتیا کچه دومره ټکنۍ ده چې که احیاناً بل څوک یې غیږې ته سوکالی راوړی، ښکلا ورکړی او یا هم موږ خپلې خاورې ته په راتلو د امتیازاتو مالکان ګرزو،  نو بیا ورته له خورا ګرمو شعارونو او ترانو سره راځو. که په پردئ خاوره مو ساه وزی، نو د تابوت راوړلو لپاره هم د وصیت کولو لپاره تیارى نیسو.موږ که هرڅومره ووایو چې د ختیځو او لویدیځو یرغلګرو د ککریو ماتونکی یو، خو داهم واقعیت دى چې موږ له نړۍ سره د سیالی په منډه کې ناکام شوی یو، موږ د پرمختګونو په سفر کې ډیر وروسته پاتې شوی یو. موږ د ساینس او تخنیک په برخه کې لاس ته راوړنې نلرو، موږ له پوهې او رڼاګانو څخه نفرت کوو. زموږ پوهنتونو ته قلفونه پراته دی. موږ لاهم پریکړه نه ده کړې چې د نجونو لپاره ښونځی ته تلل روا او که ناروا دى، زموږ په آند ماتو شویو هیوادونو ته عذر کوو چې موږ وپیژنی. موږ دښمن ته د خیرات لپاره کچکول نیولى دى، نو موږ به څنګه له نړیوالو سره د پرمختګونو په منډه کې برخه واخلو؟پیاوړى ځواک هغه مهال جوړیږی کله چې واړه واړه تیت او پاشلی قوتونه په یوه ملی اجندا سره راټول شی. دا هغه شهامت دى چې موږ یې متأسفانه نلرو. موږ ټول افغانان یو مطلق اکثریت مسلمانان د جغرافیې د دغې ټوټې چې افغانستان نومیږی وګړی یو او په دغه خاوره د یو بل ترڅنګ ژوند کوو. که دغه هېواد جوړول او د دغه ستر ملت د ویاړونو شمله هسکه غواړو نو اړتیا نشته چې د پښتون تاجک هزاره ازبک، ځوان، زوړ، نر او ښځې په نوم ځانونه سره وویشو. که مو وکړاى شو افغان ته ویاړ واخلو، نو ټول ګټونکی یو خو که مو د قوم، سمت، ژبې او جنس په نوم امتیاز وغوښت، نو ستونځه جوړه شوه، د غلطیو تسلسل ته مو لاره پرانسته، غبرګونونه مو را وپارول او تعصب ته مو هوا ورکړه.راځئ هغه  سوژې کارول پریږدو چې د افغان ملت ترمنځ د بیلتون، پاشلتیا او مقابل اړخ د غبرګون لامل ګرزی. د هاغه ګوند او دغه ګوند پرځاى د عامو افغانانو د حقونو لپاره مبارزې ته ملا وتړو، د ښځو او سړیو، ځوانانو او زړو د حقونو لپاره د نومونو له یادولو پرته د زده کړو، کار، عزت او وقار غوښتنې هوډ وکړو. د طالب، مجاهد، قوم، ژبې، ولایت او سمت ته د امتیازاتو غوښتلو پر ځاى افغان ته په درنه سترګه وګورو د حقونو لپاره یې په مبارزه لاس پورې کړو. که مو دغه تګلاره خپله کړاى شوه، نو ټول به ګټونکی او سپیڅلی یو، خو که سره وویشل شو، نو متاسفانه لکه د اوس په شان ټول به بایلونکی یو.موږ نور  هغو چټیاتو ته وخت نه لرو چې یو بل و رټو، له یو بل څخه د انتقام اخیستلو خبره وکړو، یو اړخ ځان اصیل او بل لورئ غلام وګڼو، ځانونه راته د خپلواکی اتلان او پریښتې ښکاری او مخالفین د فاسدانو، پردیو غلامانو او مزدورانو خطاب وکړو. یوه ډله ځانونو ته  سپیڅلی القاب وکاروو او نور راته ټول جنایتکاران ښکاره شی، واک خپل میراثی حق او دغه دروند هیواد د ځان شخصی ملکیت وګڼو.د شرم خبره ده چې پرون مو یوې ډلې د واک  لپاره د جګړو او فساد له امله د ملی غرور سرونه ښکته کړی وو او نن بله ډله له ملت او نړیوالو سره په خپلو ژمنو باندی دعمل نه کولو له امله په څلور لاره کې حیران ولاړ دی. نه مخته د لارې ایستلو وړتیا لری او نه هم شاته د تلو امکانات شته.د ماضی څیړل زموږ ترمنځ په مناقشه نه ارزی. ماضی مو دومره کنډوونه او موړونه لری چې په بشپړه توګه ارزول یې کلونه وخت غواړی، خو موږ په داسې وضعیت کې قرار نلرو چې ماضی تربحث لاندې ونیسو. موږ مجبور یو مخته وګورو. د راتلونکی غم وکړو او د مصیبتونو له ګرداب څخه د هیواد د نجات لپاره ملاوتړو.هیواد مو وران شو، مرستو راټولولو ته مجبور شو، د یتیمانو کونډو معیوبینو او معلولینو لښکرې مو د اوږو بار شوې، پولې مو ونړیدې، اوردو مو دړې وړې شوه، بنسټونه مو نسکور شول، اقتصاد مو له منځه لاړ او زموږ د جګړو ګټه چا ته ورسیده؟موږ که په تیرو پسې وګرزوی، نو اصلی موخې ترلاسه کول راڅخه پاتې کېږی. موږ د مشترکاتو لټون او د همدغه اصل پربنسټ مخکې تلو ته اړتیا لرو. موږ ملی یووالی ته اړ یو موږ د یو بل منلو زغملو درنښت او عزت کولو ته ضرورت لرو. موږ که دومره ومنو چې موږ ټول سپیڅلی نه یو او مخالف اړخ ټول چټل نه دى، هر یوه په ماضی کې غلطیانې کړی دی او د راتلونکی لپاره یې د توجیه کولو پرځاى د نه تکرارولو ژمنه وکړو، بس خبره جوړه ده.

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا