مال راته غوږشه ! غورې دا ډول دی چې؛
د سولې عالی شورا هروخت تمه لری چې بین الافغانی مذاکرات به ژر پیل شی.طالبان وایی له حکومت سره خبرې نه کوو او بهرنی ځواکونه دې له افغانستان څخه د وتلو مهال ویش اعلان کړی.حکومت پلوی وایی، موقت حکومت د منلو نه ده.
خلیلزاد وایی، په څلورو مادو یوځای هوکړه اړینه ده.حکومت وایی طالبان خبرو ته تیار کړئ!طالبان وایی، د بهرنیوځواکونو په وتلواود افغانستان خاوره د نورو په خلاف نه کارولو په سرهوکړه شوې ده.
حکومت وایی، د تیرو دوو لسیزو لاس ته راوړنې دې خوندی شی.طالبان وایی کابل حکومت بیواکه او لاس پوڅئ ده.حکومت وایی طالبان د پاکستان په ولقه کې دی.دربې دادی چې د جګړې هره خوا خپله خره چوخوی. په خپلو غوښتنو تأکید کوی. سوله لاهم راته لرې ښکاری او په جګړه کې افغانان وژل کیږی.