گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » ثــمـر تــه رسیــدونـکــی بـاغ او طـالـبــانــو تــه د ســاتنـــې اړتیــا !
ثــمـر تــه رسیــدونـکــی بـاغ او طـالـبــانــو  تــه  د ســاتنـــې اړتیــا !

ثــمـر تــه رسیــدونـکــی بـاغ او طـالـبــانــو تــه د ســاتنـــې اړتیــا !

د نواندیشی  یادونه : ښاغلی عبدالسلام ضعیف د طالبانو په اسلامی نومی غورځنګ کی هغه  د کار او بیګار سړی دی چی په کابل کی د امریکائی نوی ښکیلاک او په غربی دنیا کی  د نړیوال اقتصادی آزاد بازار سره تړلی هیوادونو په من او سلوی خپل ژوند پر مخ بیایی . نواندیشی دیوه آزاد منبر په توګه د هغه عام درناوی او خواخوږی  له مخی چی ددغه هیواد د ټولو وګړو په ځانګړی توګه د لیکوالو او شنونکو سره یی لری نوځکه خو دداسی لیکوالو راز ، راز  لیکنی او شننې چی تر موږه رارسیږی په مینه او در ناوی سره خپرؤو خو په ورته وخت کی د ځان حق بولو چی د ځینو درنو لیکوالانو او څیړونکو پر لیکنو او شننو چی انسان او په ځانګړی توګه درنو  لیکوالانو ته پر حرمت او درناوی ولاړوی لنډه شانی  کره کتنه وکړو چی دادی د ګران لیکوال او سیاسی څیړونکی ملا عبدالسلام ضعیف صاحب پر د ” ثمر ته رسیدونکی باغ؛ طالبانو  ته  د ساتنې اړتیا ” تر سرلیک لاندی د یوی لیکنی پر سر  چی درانه لیکوال په ګران افغانستان کی اوسنی کړکیچ ته په کتنه یی لیکلی او تر موږه هم رارسیدلی ده څه ورزیات کړو . ښاغلی عبدالسلام ضعیف صاحب د خپلی لیکی په یوه برخه کی چی د ټولی لیکنی هنداره بللی شی داسی لیکی : زه د یو مسلمان او افغان په توګه غواړم او هیله لرم چې د رښتینی سولې شاهد و اوسم، د همدې له پاره زما لید لوری او حل لاره په لاندې ډول ده:څنګه چې په ۲۰۰۱ ز کال کې د طالبانو د اسلامی امارت نظام د لویدیځ زبرځواکو په اشر او د امریکا په مشرۍ د یوی سازشی او کاذبې داعیې په مدعی په زور ونړیدی، دا هغه حقیقت دی چې جنګ ور څخه سرچینه اخیستی ده، او د اور لمبې یې تر اوسه هم بیچاره او بې دفاع افغانان په یو او بل نامه سوزوی، لا هم دا لړۍ د امریکا په مشرۍ په خونړۍ توګه دوام لری، اړینه ده چې د همدغی سرچینې سره د اعتماد، حساب او قوی ضمانت په باور دا لړۍ ودریږی، تر څو دغه پړاو یو مثبت مرحلې ته رسیدلی نه وی، هیڅوک د هر ډول هڅو د نتیجو او بریا پایله نسی تضمینولای، … ښاغلی ضعیف صاحب چی ورته دطالبانو داسلامی امارت نظام ویلی دی او دهغی را نړول یی د لویدیځ زبر ځواکونو او امریکا یوه کاذبه او دروغجنه توطئه بللی ده اوپه ګران افغانستان کی اوسنی جګړه او داورلمبې یی دهغه را پرزولو لامل بللی دی پرافغانستان د طالبانو د واکمنی وړاندی او د طالبانو دواکمنی په مهال د ټولنی ځینی عینی واقیعتونه له سترګو غورځولی دی . اودا پوښتنه یی نه ده رامینځ ته کړی چی ولی دطالبانود امارت واکمنی که څه هم د افغانستان زیاتره برخه یی تر واک لاندی وه ونه توانید له دریو هیوادو لکه (پاکستان ، سعودی عربستان  اومتحد عربی اماراتو) پرته حتی دهغو هیوادونو له رسمی ملاتړهم ترلاسه کړی چی ګمان کیده د طالبانو غورځنګ دهغوی په مالی او راز، رازملاتړرا مینځ ته شوی دی ؟ کیدای شی د انسانانو په شخصی ژوندانه  کی ځینی داسی مؤلفی موجودی وی چی د یوی ټولنی د جوړښتونوسره نیغ په نیغ اړیکی ولری خو دسیاست اوحکومت دارۍ په ډګر کی مشروعیت اوؤلسی ملاتړهغه عوامل دی چی په هرحال  نړی والو ته دمنلو وړبللی شی . کیدای شی دنړی زیات شمیرهیوادونه د کوم هیواد له سیاسی،فرهنګی اواقتصادی اجندأ سره په کلکه مخالفت ولری خو داچی دحقوقی اومدنی  اصولوپربنسټ به دنړیوالوهمکاریو په موخه له خپل مخالف سره هم دهغه سیاسی اوملی مشروعیت پربنسټ چلند کوی چی په دغه دکلی په څیرنړی کی یی ورسره دګډچلند ژمنه کړی ده دطالبانو پرواکمنی د یرغل اوراپرزیدوعلت بایده دی چی دطالبانو د واکمنی  دسیاسی مشروعیت په ولسی ملاتړکی ولټول شی دا په داسی حال کی ده چی دطالبانو واکمنی که ښه وه او که بده ، نړیوالو ورسره دیوی مشروعی واکمنی په څیر چی د اولس له ملاتړه برخه منه وی چلند نه کاوه . او هغه د طالبانو په ظاهر ملاتړی هیوادونو هم  چی طالبانو ته یی په خپلو هیوادونو کی د افغانستان سیاسی نمائندګی یا سفارتونه په واک کی ورکړی ؤ د یوی په رسمیت  پیژندل شوی واکمنی چلند نه کاوه . چی ښه او څرګنده بیلګه یی د امریکا متحدو ایالاتو ته په اسلام آباد کی د طالبانود سیاسی استازی عبدالسلام ضعیف ورسپارل ؤ.که څه هم دددغه درنی لیکنی پرزیاتوبرخوڅه ورزیاتول پکاردی خودوخت دکموالی اونورونظریاتوته ددرناوی په موخه تری تیریږو .

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

زه کله هم د دې هڅه نه کوم چې د طالبانو په سیاسی لیدلوری کې ورګډ او یا ورباندی داسی انتقاد ونیسم چې زه په هغه انتقاد سره ځان ته د طالبانو سیاسی چارو کې د مداخلې حق ورکړم؛ ځکه زه اوس د هغه کاروان سره په سیاسی پریکړو کې، چې د ژوند په دغه حساس پړاو کې په کومه طریقه مزل کوی، ګډون او برخه نه لرم، او نه هم د طالبانو د هغو تګلارو څخه معلومات لرم چې د دغه مزل د لارې پیروی کوی. زه د هغه حساسیتونوڅخه پوره معلومات هم نه لرم چې د دغه اغزن پېچومی په وړاندې پراته دی، خو دا ویلی سم چې په رښتیا سره دا اوږده مبارزه ډیره ستونزمنه او پېچلی وه، او کابو کول یې ساده او اسانه کار نه دی.زه د دغه کاروان د یوه پخوانی غړی، د هیواد د خواخوږی او د سولی د یوه ملاتړی په توګه، هیواد او خلکو ته د خیر په نیت ځان مسؤل ګڼم چې حد اقل د خیر هغه خبره چې زه یې درک کولای سم، یا یې تجربه لرم، د مسؤلیت له درک سره یې هڅه وکړم، او کله نا کله که څوک وغواړی، زما د پوهې، تجربې او معلوماتو مطابق د خیر مشوره ور سره شریکه کړم.

زه د یو مسلمان او افغان په توګه غواړم او هیله لرم چې د رښتینی سولې شاهد و اوسم، د همدې له پاره زما لید لوری او حل لاره په لاندې ډول ده:څنګه چې په ۲۰۰۱ ز کال کې د طالبانو د اسلامی امارت نظام د لویدیځ زبرځواکو په اشر او د امریکا په مشرۍ د یوی سازشی او کاذبې داعیې په مدعی په زور ونړیدی، دا هغه حقیقت دی چې جنګ ور څخه سرچینه اخیستی ده، او د اور لمبې یې تر اوسه هم بیچاره او بې دفاع افغانان په یو او بل نامه سوزوی، لا هم دا لړۍ د امریکا په مشرۍ په خونړۍ توګه دوام لری، اړینه ده چې د همدغی سرچینې سره د اعتماد، حساب او قوی ضمانت په باور دا لړۍ ودریږی، تر څو دغه پړاو یو مثبت مرحلې ته رسیدلی نه وی، هیڅوک د هر ډول هڅو د نتیجو او بریا پایله نسی تضمینولای، په دغه مرحله کې امریکا او طالبان د مخامخ مذاکراتو نتیجه کې داعتماد او باورحالت ته، د قوی تضمین په لرلو سره دحل لارې په نښه کولای سی، دا د طالبانو حق دی چې دراتلونکی له پاره، ترڅو چې ملی اوسیاسی مرحلې ته په عملی توګه داخلیږی، دعدم مداخلت، د خنډونو دلیری کولو، د سیاسی ادرس په لرلواو رښتونی ملی اقتدارپه اړه ډاډ ترلاسه کړی، اوله هغه ورسته بیا په بشپړ ډاډ او قوت سره دوېمې مرحلې ته ور ننوزی.

طالبانو ته په کار ده چې دغه لوی هدف ته د رسیدو په لاره کې ځینی مرحلې په پام کې ونیسی:
الف: هغه مذاکراتی ډله چې مشرتابه ته د اعتماد وړ او د پوره صلاحیت لرونکی وی، هغوی ته د مشرتابه له خوا، په مذاکراتو کې سرې کرښې وټاکل سی، ځکه په هره مسئله او خبره کې مشوره او نه صلاحیت درلودل، دا رنګه پرته له دې مذاکراتی ډلې؛ د ځینو نورو غیر ضروری مشورې، هغه څه دی چې هم دریځ ته تاوان رسوی، هم پرمختګ ټکنی کوی او هم د مذاکراتو پروسه اوږدوی.

ب: په مذاکراتی ډله کې شاملو اعضاوو ته دی زمینه برابره سی چې د مذاکراتو ټاکلی ځای ته د خپلو کورنیو سره یو ځای ولاړ سی، ترڅو ذهناً ارام او پریکړې په پوره صلاحیت او سړو مغزو ، پرته د کوم چا او لوری د فشار او مداخلې وکولای سی.
ج: په اوله مرحله کې، تر څو طالبان او امریکا د تصویب مرحلې ته رسیږی، هیچا ته دې د مداخلی حق نه ورکول کیږی، تر څو مذاکرات په سم ډول او بریا سره پر مخ ولاړ او دسیمې هیوادونوله منفی رقابت څخه په امن کې پاته سی،ځکه ټوله سېمه اوپه ځانګړی ډول ګاونډی هیوادونه کوشش کوی چې په خپله ګټه دمذاکراتو له جریان څخه استفاده وکړی.

د: دا چې د هیواد په دننه او د باندی کې ټول هیواد وال منتظر او ځینې کسان د امریکایې او ناټو قواوو د وتلو وروسته د داخلی ناورین څخه اندیښنه لری، پکار ده چې د افغانی تفاهم سلسله چې د مسکو د غونډې څخه یې پېل سوی؛ بشپړه او دوامداره کړی، تر څو د خلکو اندیښنو ته جواب اود افغانانو خپلمنځی سیاسی جوړ جاړی ته لاره هواره سی.
پاملرنه:

ښه به دا وی که د ملکی تلفاتو، د بندیانو د ضرورتونو او انسانی حقونو له پاره، د پرمختیایې پروژو او ملی تأسیساتو د ساتنې، د روغتیایې اړتیاوو او نورو ملکی خدمتونو لپاره، هراړخیز او واکمن کمیسیون جوړ سوی وای، تر څو په یو ډول سره د جنګ سرې لمبې را کمې، اړمن او محروم خلک د خپلو حقونو څخه برخمن سی.همدارنګه ښه به وی که پر داسی طرحه فکر وسی چې د سیاسی قُوې مرکزیت په هیواد کې دننه ځای په ځای سی،که دا کارشونی سی،کیدای سی دغه کرونده (فصل)چې میوه یې تقریباً پخېدو ته ډیره نږدی سوې ده، دغیرمترقبه افتونو څخه په ښه طریقه سره خوندی وساتل سی.

پایله:
زه په دې عقیده یم چې اوس مهال د سولې او سیاسی نوښت ګین (توپ) د طالبانو خواته پروت دی، هیواد وال او نړیوال ټول ورته منتظر دی چې دوی به دا ګین څنګه خپل هدف (ګُول) ته ورسوې.
د طالبانو تر ټولو لویه بریا به دا وی چې په ډیر حکیمانه تدبیر سره هم راغلی یرغلګر له هیواده وباسی او هم د مظلومو افغانانو روانه او بهیدونکی وینه ودرول سی، که دغه هدف ته په تحمُل او ښه تدبیر سره ورسېدل، هم به یې د خپلې اوږدې او سختې مبارزې ثمره لاس ته راوړی وی او هم به یې تاریخی ویاړ د تل له پاره ساتلی وی. 
د سوکاله او خپلواک افغانستان په هیله

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا