گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » دیوه طالب پلوه ټویت په ځواب کی دتوماس نیکلسون ټویټری څپیړه!
دیوه طالب پلوه ټویت په ځواب کی دتوماس نیکلسون ټویټری څپیړه!

دیوه طالب پلوه ټویت په ځواب کی دتوماس نیکلسون ټویټری څپیړه!

که څه هم ټول پوهیږو او د طالبانو هوښیاری کړې هم په دی قانع دی چی د ۲۰۲۱ میلادی کال د آګست پر ۱۵ مه هغه مهال چی د پخواني مافیائی اداری مشر له کابله ؤوت او طالبانو د تالان او لوټمار څخه د مخنیوی په موخه کابل ته  وردننه شول نو وار په وار یی دقدرت او ثروت نشه په پوزو لګیده او دهغوی په وجود کی یی د پخوانیو دقدرت ددلالانوپه څیر  د دنګو دنګو ماڼیو ، محلونو او پالنګونو د هوس څپو باد د ایمان پرمنارونو راآلوت نو ارګ ماڼیو ته ننوتی  طالبان هم په مافیائی واک کی د پاته کیدو په اسره او هیله دیوه داسی دستاویزپه تکل کی شول چی و کولای شی څو ورځی دارګ د حرم سرای په پالنګونو کی جنتی حورو ته درسیدو اوږده او خواږه خوبونه تعبیر کاندی نو ترټولو آسانه او له واقیعت څخه برخمن خو معیوب او بیمار استدلال یی چی ګنی موږ شل کاله جهاد کړی دی او دری پنځوسو هیوادونو ته چی د امریکا په څیرد یوه لوی ابرځواک تر مشری لاندی  پر افغانستان راختلی ؤ موږ هغوی ته ماتی ورکړه دغه شانی له واقیعت او حقیقت څخه لیری نعرو سورو چی په تیر شل کلنه مافیاېی کړیو لخوا ورته هوا ورکړل شوی وه پر حالاتو دومره آغیزه وشیندله چی طالبانو هم ؤمنله چی ګنی رښتیا به هم داخبره رښتیا وی نو په همدغه غلطه محاسبه یی په یوازی ځان په واک کی د پاته کیدو او د ارګ په محلونواو ماڼیو  کی دطعام اوقیام  هڅی پیل کړی او له نورو سره د ګډ وطنی کار مؤلفه یی د عمومی عفوی په نوم په داسی چاړه ذبح کړه چی ګنی دوی باید خوشحاله وی چی ژوندی پاته شول او هغوی د عالیقدر امیرالمؤمنین له لوری ؤبښل شول . هوښیارانو ویلی  دی چی یو دروغ هلته له قوته برخمن وی چی دروغ ویونکی یی هم ؤمنی چی ګنی دا به رښتیاوی !!لنډه داچی د یولس میاشتو په تیریدو او د نړیوالو له لوری په وار وار ددوحی دتړون پر نه عملی  کولو د طالبانو له لوری څرګنده خلاف ورزی په وروستی ځل د ازبکستان په پلازمینه تاشکند کی د شلو هیوادونو په ګډون طالبانو ته هم بلنه ورکړل شوه ترڅو ددغه شانی ناغیړئ لاملونه پر ګوتو کړی او ووایی چی ولی یی هغه ټولی ژمنی چی د څوکالونو په مسلسلو ناستو کی دیوی معاهدی او تړون په توګه منلی وی تراوسه عملی کړی نه دی ؟که څه هم په دغه ناسته کی دطالبانوداستازی امیرخان متقی څرګندونی دتل په شانی په دروغو او دنړیوال دیپلوماتیک عرف پر خلاف ولاړی وی خود محمد جلال په نوم  په کورنیو چارو وزارت کی یوه رضا کاره چارواکی چی زیاتره له حقانی شبکی سره اړیکی او راشه درشه لری پخوا له دی چی دغه غونډه په رسمی توګه پای ته ورسیږی د خپل ټویټر له لاری داسی ولیکل : د تاشکند د کانفرانس تر اوسه یوه مهمه خبر دا ده چې د امریکا په ګډون ټولو ګډون کوونکو هېوادونو او سازمانونوپه خپلو ویناووکې د افغان حکومت اصطلاح کارولې. اوسنی نظام یو حقیقت دی چې نور یې څوک له پامه نه شي غورځولی. د پېژندنې لومړنی پړاو پیل شوی دی……چی ددغه ټویټری لیکنی په ځواب کی د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استاز توماس نکلاسن چې د تاشکند په غونډه کې یې ګډون کړی  ؤ د طالبی خواخوږی محمد جلال د ټویټ په ځواب کی ولیکل چې افغانستان کې دا مهال یو په رسمیت منل شوی حکومت نشته. ستاسو خبره  په حقیقت کې غلطه  ده . اروپايي ټولنې په ښکاره ویلي چې افغانستان په رسمیت پیژندل شوی حکومت نه لري. ما هم په دوامداره توګه “حکومت” یا “حقیقت چارواکو” ته نه بلکې “طالبانو” ته اشاره کړې. اوریدل او پوهیدل  یو لوی مهارت دی ښاغلی جلاله !

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا