د خدای ارته ځمکه د بشر په وینو سره ده، د وینو سیلابونه هره خوا په غرغنډو روان دی، انسان مَریې او غلام دی مرګ او ژوند یې د بادارانو په لاسونو کې دی.عزتونه د وخت په بازار کې لیلام شول، لوپټې او شملې پښو ته راولویدې، حیا او عزت د مرغۍ پۍ شوې.په نړیواله سطحه د تروریزم، قاچاق او فساد په نومونو پیژندل کیږو.
د مور وطن خرڅوونکی د وطن اصیل بچیان شول، ریښتینی خلک هتکړۍ په لاسونو کې شرنګوی او یا یې هډونه د ګور چینجی خوری.څوک وایی چې وطن اباد شــــو!؟ له تندې موژبې په خولو کې وچې شوې، زراعت خو په بـم ولـــه. هو وطن اباد شو! خودغټ خیټو لپاره، ولس له لوږې مری خو مشران او واکداران همداسې پړسیږی او پلنیږی.