گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » د ګوانتنامو ساتونکی هولـدبروکس څنګه مسلمان،مصطفی عبدالله شو؟
د ګوانتنامو ساتونکی هولـدبروکس   څنګه مسلمان،مصطفی عبدالله شو؟

د ګوانتنامو ساتونکی هولـدبروکس څنګه مسلمان،مصطفی عبدالله شو؟

تیری هولدبروکس د ګوانتنامو د کرغیړن زندان یو تن ساتونکی وه. ګوانتنامو هغه بدنام زندان دی چې د ازادۍ او بشردوستۍ د سالارهیواد امریکا لخوا اداره کیږی، او بندیانو ته په کې رنګارنګ شکنجې او ډول ډول تعذیبونه ورکول کیږی.هولدبروکس ته دخپلو مشرانولخواامرشوی وه چې بندیان ترخپلې وسې پوری ترتعذیب لاندې وساتی.مشرانو به یې همیشه دزندانساتونکی پوهول اوله غوږوبه یې ورتیروله چې دګوانتنامو بندیان دځمکې پرمخ ترټولوشریراوخطرناک خلک دی،دوی دبن لادن لپاره کارکویاو چې په کوم ځای کې یې درباندې لاس بر شی په وژلو مو صرفه نه کوی.خو له دې هر څه سره به هولدبروکس له بندیانو سره ښه چلند کاوه او پر هغوی د تعذیب د کمولو کوښښ به یې کاوه. له همدې کبله د بندیانو ترمینځ د (نرم زړی ساتونکی) په نامه مشهور شو،خو دده ملګرو به بیا دا کار یو ډول خیانت باله.د ګوانتنامو په زندان کې د هولدبروکس لپاره تر ټولو ډیره زړه راښکونکې او جالبه ننداره دا وه چې د ورځې به د بندیانو پر شونډو همیشه موسکا غوړیدلی وه او د شپې به یې د الله (ج) ذکر او عبادت کاوه. اما ملحد هولدبروکس به له خپلو ملګرو سره شپه په شرابو او فحشاوو تیروله. یوه شپه یې له یو بندی سره خبرې اترې کولې، بندی د ۵۹۰ شمیرې لرونکی او د المغرب اوسیدونکی وه او احمد الراشدی نومیده. له بندی سره تر خبرو او بنډار وروسته هولدبروکس له یو حیرانونکی حالت سره مخامخ شو، ځکه چې د لومړی ځل لپاره یې اسلام په رښتینی او حقیقی معنی وپیژانده، نه هغه اسلام چې امریکا یې نوم تحریف او بدنام کړی او بیا دوی ته ورپیژندلی وه.هولدبروکس ته رښتینی اسلام ډیرخوند ورکړ،وروسته له دې به هره شپه د احمد خوا ته ورتلو او ددې پرځای چې شپه له ملګرو سره په عیاشۍ او فحاشۍ تیره کړی له احمد څخه به یې د اسلام په باره کې معلومات ترلاسه کول.هولدبروکس یو شمیر اسلامی کتابونه پیدا کړل او هغه به یې مطالعه کول، یوه ورځ یې یو قلم او د کاغذ یوه کوچنۍ ټوټه له ځان سره واخیستل او د اوسپنیزو پنجرو په یو سوری کې یې احمد ته ورکړل، له احمد یې غوښتنه وکړه چې د شهادت کلمه پرې په انګلیسی حروفو ولیکلی، او لږه شیبه وروسته د ګوانتنامو د زندان له مینځه په اوچت اواز د مبارکې کلمې زمزمې پورته شوې.

هولدبروکس خپل نوم په (مصطفی عبدالله) بدل کړ، او د ګډا، نڅا، عیاشۍ او فحاشۍ ژوند یې په لمانځه او د قرآن کریم په تلاوت بدل کړ.نوموړی په ۲۰۰۵ کال کې د امریکا له پوځ څخه ځان راوویست او اوس په یو اسلامی مرکز کې د مشاور په توګه دنده ترسره کوی.مصطفی عبدالله وایی چې ما اسلام قبول کړ، او د امریکا په پوځ کې مې دنده پریښوده، خو د تعذیب او شکنجو هغه خاطرې او یادونه چې ما په ګوانتنامو کې لیدلی، تر اوسه مې سخت ځوروی، نه مې له یاده اوځی او نه یې هیرولی شم.

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا