انسانـــانـــو کـــې بـهـــتــر، هــغــه انسان وی
چې انسان ته یې خدمت کــې، ځان قربان وی
لوی الله هــم پــــه آدم بــــانــــدې، عــــاشق دی
چې عیان وی ، څـه حــاجـت یې، د بیان وی
د الله ، او د انـسـان مـیــنــه کې، ډوپ وی
بس انسان یې مـعــشوقــه اوهــم جانـان وی
چې انــسان وی لـــــه انسان نــــه، زېــــږېـــدلی
انسانی مینه یې روح وی، هم یـــې ځـــــان وی
انسانــــان کـــړی ، انسانــــانـــو سره، مــیــــــنه
یو بــل نــــه وژنـــی ، انسان پر انسان، ګران وی
چـې انسان لـــه منـــځــــه وړی دا انسان نه دی
یا به دیو ، یا ځـناور ، وحـشی حـیـوان وی
کــه انسان د انسانیــت پـــه لاره نــه ځــــی
بیا کیدای شی، اسرائــــیل او بــــودایـــان وی
د چــــوکـــیو غــلـــه، مــردار، شهیدان نه وی
که د حق په لار کــې مــړه شی، شـهیـــدان وی
کـــــه فــتوا پــر مسلـمــان ، د کـــفر وکـــــړی
دا مفتی به نـــو بــیا ،کـــلــه، مسلــمــان وی؟
مسلمان، د مـسـلــمـــان اســلامــــــی ورور وی
نه هــغـه چــــې: د بـــــــانـــډونو لاډران وی
د بانـډونـــو لاډران خـــو بــل څــوک نه وی
بس همدغـــه، د پـــــردیــــــو جــــاسوسان وی
تسپې لاس کې ، ځـان اصـــلی مسلمان بـولی
خو عمل کــې ، غــــاصـــبان او قــــاتـــلان وی
د انـــسان ویـــنـــــو تـــــه تــــږی ځـــنــاور وی
بې فرهنګــه شر غـــوښتونــکی، دوزخــیان وی
چې د خدای، رسول، دښمن ، حــرفوی غله وی
دوی به څــنـــګــه مسلــمــان او جــنتــیان وی؟
جنتــونــــو تـــــه خــــو هـــغـــه کسان درومی
چې عمل یې پـه حـــــدیــــثو او قـــــــرآن وی
د اصلــــی مــلا فــــــتوا تــــه بــــاور ورکړئ
هسې نــــه چـــې روزل شــوی وهـــــابیان وی
انسانـــــــــان د انسانــــانـــــو مــــعشوقې وی
انسانـــــان پـــــــــر انسانـــانـــو عــاشقان وی
ځینې ځینې انسانـان، د خـدای دښــمن شی
خدای ته شا کــړی ، پـــه ډالــرو مـینان وی
هغه څوک چـې د شـیـطان پـه لاره درومـــی
نه یې دین د مــحـمـد (ص) نه یې ایـمـان وی
د دینی عــالـم پــــه نــوم، تبـارز وکــــړی
اوږدې ږیـــرې یــې پــــرې ایښې ، یهودیان وی
خنځیرانو، پــــه اسلام لــــوبــې شروع کـــــړې
د اسلام نـــــارې وهــــــی، دوی خنــځیـران وی
تر هـــغې بـــه دا وطـــــن کـــــې ډز و ډوز وی
څو د ځمکې پر مـــخ نــــوم د پاکستان وی
نه مــړیـــږی، مـــدام خــــوری، د انسان غوښې
څیروونکی، د لکـــۍ والـه، زمـــــریــــان وی
زده کــــوونــکی دې هــــــم دا خــبـره واوری
ایــنــده ته چې پـام نــــه کـــــــوی نـــادان وی
دا سټایلونـــو کــې، ښکــلا نه شـتـه ځــوانانو
چې عـمـل د چـا وی ښکلی ، ښکلی ځـوان وی
د تعلـیم په ګاڼه ښکلــی کــــړئ ځـــانـــونــه!
بې تعلیمه کس بـه ځــــان پـــورې حـیران وی
سـبـقـونــــه زده کـــــوئ! درتــــه ضــــرور دی
شاګـــــــردان د سبــــا ورځـــې، استــادان وی
پـــه قـــلـــم، انـــقـــلاب راولــــئ، وطــــن کې
هیوادوال به مــــو ، جـــهان سره سـیـالان وی
چــې د عـلــــم سره، میـــنه لــــری، زړه کــې
دوی بــه واړه ، ډاکــــټران ، انجــــنیران وی
په ځانونو کې، د کار وړتیـــــا، پیــــدا کــړئ
اهــل کــــــار به، وزیــران او رهـبــران وی
کوم نظام کې، چې د عدل، څـلی ړنــګ شی
جنګ جګړې وی، په هیواد کې چــور تالان وی
چې احساس د چا ژوندی وی، همــت وکـــړی
دا به ټول عمـر کامـیاب، مـــرد مــیــــدان وی
زه “معلم” که کوم مـــلا او مــفـــتی نـــه یــم
خو چې نور ته، تیاره وایی ، جـــــاهــلان وی