گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » شهیدان اودارگ انلائن خواخوږې!
شهیدان اودارگ انلائن خواخوږې!

شهیدان اودارگ انلائن خواخوږې!

که څه هم ویل شوی او ټاکل شوی وه  چی د وسله وال پوځ اعلی سرقوماندان او دافغانستان منتخب ولسمشر!!! به په خپل مبارک حضور سره  په خوست کی د ورستیو شهیدانو په ځانګړی توګه د بی ، بی ، سی زړور خبریال ځوان شهید احمدشاه د فاتحی مراسموته  لا درنښت وربښی .

خو هیڅوګ پوه نه شول چی  ولی ښاغلی محمد اشرف غنی په دغو مراسمو کی  ګډون ونکړ او د خپل یو درځن تنخواه خوړونکو سلاکارانو په لیږلو یی خپله مبارکه وینا په انلائین توګه چی دخوست والی ښاغلی پوهندوی حکم خان حبیبی یی د تلفن دستګاه په لاس کی نیولی وه خپله  خواخوږې ګډون والواو د پیښووارثانو ته ورسوله.خو کتونکی وایی چه دادخوستوالوپرنرم مزاج او د چارواکو په لافو شافو باور کول دی چی اوس یی شهیدانود غمرازی مراسم هم په انلائن ډول ترسره کیږی نواندیشی هم دغه او هرشانی او په هر نوم انسان وژنه په کلکه غندی او د خوست ولایت د مقام د مطبوعاتی دفتراو د ملی رادیو تلویزیون او د هغی د خبریا ل محترم عجب نور څخه په زیاته مننه یی تر تاسو دررسوی .

جلالتماب ولسمشر په خوست کې د وروستۍ پېښې د شهیدانو له وارثینو او ټپیانو سره د تسلیت مراتب شریک کړل:په خوست کې د تېرې یکشنبې ورځې پېښې د شهیدانو د فاتحې، قرآن عظیم الشان ختم او د تعزیت مراسم ترسره چې په دغو مراسمو کې د خوست والی پوهندوی حکم خان حبیبی تر څنګ د ولسمشر یو شمېر سلاکار وزیرانو،د ولسی جرګې استازې اغلې ساهره شریف، د نظامی او ملکی ادارو مسولینو، د شهیدانو د کورنیو غړو او علماکرامو ګډوون کړی و.

په پیل کې د قران عظیم الشان مبارک ختم ترسره شو او د خوست وروستیو پېښو شهیدانو ته د جنت الفردوس او کورنیو ته یې د جمیل صبر دعاګانې وشوې.خوست والی په خپلې وینا کې ځان د وروستیو پېښو د شهیدانو له کورنیو سره شریک وباله او دا پېښې یې په کلکو ټکو وغندلې.ده وویل چې په جوماتونو برید په اسلامی مقدساتو برید دی او په دا ډول پېښو سره به دوښمن خپلو شومو موخو ته ونه رسیږی بلکې په دې سره به ولس ویښ او د دین او خاورې دوښمن په وړاندې کلک ولاړ دی.خوست والی وویل چې ټولو امنیتی او کشفی اورګانونو ته لارښوونه شوې چې د مقدسو ځایونو او د ټاکنو د مرکزونو امنیت لا خوندی کړی.په دې مراسمو کې د وروستۍ پېښې د شهیدانو وارثینو او ګډونوالو ته جلالتماب ولسمشر محمد اشرف غنی د ټلیفون له لارې په خپله وینا کې د شهید احمدشاه او د ورستۍ پېښې شهیدانو کورنیو، د خوست ولسونو او د شهیدانو وارثینو ته د تسلیت مراتب وړاندې کړل .

جلالتماب ولسمشر د خوست د ورستۍ پېښې شهیدان د وطن او ولسواکۍ شهیدان وبلل او ویې ویل چې د ولسونو قربانۍ به ضایع نه شی او د ټاکنو له لارې به یو بشپړ ولسواک نظام رامنځ ته کیږی.ښاغلی ولسمشر د خوست د ورستیو پېښو په اړه خوست والی ته یو شمېر هدایات وکړل ، چې د خوست والی لخوا ترې مننه او ډاډ ورکړل شو چې هدایات به یې تطبیق او د پېښې عاملین به د افغانستان له قوانینو سره سم په سزا رسیږی .همداشان خوست والی په دې ښار کې نوی جوړیدونکی منار د شهیدانو په نوم ونموه او اړونده کمیسیون ته یې لارښوونه وکړه چې په دې اړه قانونی اقدام وکړی.

همداشان په دې مراسمو کې د شخړو د هواری په برخه کې د ولسمشر سلاکار وزیر ښاغلی اسد الله فلاح او د ولسې جرګې استازې ساهره شریف وویل چې یوالی اړین دی او ټول باید د سولې د راوستو او د جګړو د پای ته رسیدو لپاره باید په ګډه هڅه وکړو.د شهیدانو د وارثینو او ټپیانو په استازیتوب حاجی جلندرشاه وویل چې ولس به د خپلو ملی او اسلامی ارزښتونو لپاره قربانی ورکوی او تل به له ولایتی ادارې، خپل نظام او خلکو ملاتړ کوی.

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا