د شهیدانو په ټرپ ویکټ جوړ شوی ټورنمنټ اوله لوبه کې خوست اېګلز کرکټ کلب د روشن کرکټ کلب ته دوستانه ماتې ورکړه،ټاس په خپله د خوست اېګلز کرکټ کلب لوبډلمشر وګاټه د توپ وهنې پریکړه وکړه.خوست اېګلز کرکټ کلب په ټاکلو ۱۸ اورونو کې ۱۹۸ منډې جوړې کړې او روشن لوبډلې ته یې د ۱۹۹ منډو هدف وټاکه.د توپ وهنې برخه کې:
افسر منګل: ۵۴
فرمان فدا: ۲۲
فرهاد منګل: ۲۶
کوثر خان: ۲۷
هدایت الله: ۱۰
کوثر خان: ۲۷
اکرم قانع: ۲۳
زاهد باران: ۶
ورپسې روشن کرکټ کلب لوبغاړو توپ وهنه پیل کړه چې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو یې تر ۱۳۰ پورې منډې ترسره کړې،لوبه د خوست اېګلز په ګټه تمامه شوه.د خوست ایګلز له لوری د توپ اچونې برخه کې:
فرمان فدا: ۴
اکرم قانع: ۲
ابراهیم ځلاند، آصف هلال، کوثر خان او زاهد باران یو، یولوبغاړی وسواځوه . فرمان فدا د۲۲منډو تر څنګ د څلورو مخکښو ویکټو په ترلاسه کولوسره د لوبې غوره لوبغاړی اعلان شو.د خوست ایګلز کرکټ کلب مینوالو او لوبغاړو ته د مبارک وی.