گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » شـــخص خـــو زه یم او اداره مـــو هم دسولې پیغـــام راډیــو !
شـــخص خـــو زه یم او اداره   مـــو هم دسولې پیغـــام راډیــو !

شـــخص خـــو زه یم او اداره مـــو هم دسولې پیغـــام راډیــو !

یادونه : د ننګرهار والی میاخیل صیب د سولې پیغام راډیو د پیج پر یوه پوسټ، پر خپل وال تبصره کړې ده.غواړو پر پوسټ یې وړه شانتې تبصره هم وکړو.د میاخیل صیب د پوسټ اصلی خبرې داسې دی:

“خفه کیږو به نه. زه د دې سرویو په هدف پوه نشوم چې دا ځینې اشخاص او ادارې څه غواړی، او زمونږ مقایسه کول په څه منظور دی؟ ولې مونږ سره مقایسه کیږو، ولې نور سره نه مقایسه کیږی؟ فکر کوم یو څه شخیصت وژنې راز یې هم تر شا دی، چې ځینې مونږ توهین کړی”

موږ تاسو (څلور والیان) د سیاسی طرز تفکر، قیافې، سلیقو، علایقو او شخصی لوړ او ځوړ  تر مخې نه سره مقایسه کوو بلکې په دې سره غواړو د ښې حکومتولۍ د تطبیق او تحقق څرنګوالی او د پر مختګ، توسعې او خدماتو د عرضې کچه و ارزوو.تاسو ځکه یادوو چې په ولایتونو کې د دې چارې لمړۍ درجه مسسولین یئ.له دې کاره زموږ بل هدف دا هم دی، هر هغه چا چې  د ښې حکومتولۍ لپاره غوره کار کړی وی او په پرمختګ، توسعې او نورو برخو کې نسبتآ بریالی وی، چې لا وهڅیږی او نورو مسوولو چارواکو ته هم دا اشاره و رسیږی چې د ښې حکومتولۍ د تطبیق او تحقق په کار کې لا نورو هڅو او فعالتونو ته اړتیا شته.د ښې حکومتولۍ یو اصل دا دی، هغه څه چې د ولس لپاره تر سره کیږی او یا د ولس د اړتیاو او غوښتنو پر اساس تر سره کیږی، ولس حق لری چې په اړه یې نظر ورکړی او د حکومت پر کړنو د نظارت حق هم لری.له سروې څخه زموږ هدف همدا دی، نو ځکه دلته ګویا د شخصیت وژنې او توهین پوښتنې ته ځای نه پیدا کیږی.موږ د ښې حکومتولۍ د تطبیق او تحقق په کار کې یوازې د میاخیل صیب او دریو نورو والیانو د کړنو ارزونه نه کوو بلکې موږ د مسوولو چارواکو د هاند و هڅو خبره کړې او واضح کړې مو ده چې دا یوه لړۍ ده او له ښه نیته مو دا لړۍ له تاسو څلورو والی صیبانو را پیل کړې ده.

موږ د میاخیل صیب په وینا د”فلانی ښه دی، فلانی بد دی” خبره نه کوو، بیاځلې واضح کوو چې د ښې حکومتولۍ په تطبیق او تحقق کې د مسوولو چارواکو په حیث ستاسو (والی صیبانو) پر ونډې او د کړنو پر موثریت د عامو نظریاتو اظهارته زمینه برابروو.دا کار یوازې ستاسو نه، بلکې د نورو مسوولو چارواکو په خیر هم دی او د رسنیو یومهم رسالت اومسوولیت هم همدا دی چې د ښې حکومتولۍ د تطبیق، تحقق، تعمیم او ترویج لپاره عامه ذهنیت ته استقامت ورکړی.په پای کې د ننګرهاروالی میاخیل صیب څخه تمه لروچې زموږله پوسټ به سؤتعبیرنه کوی.

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا