گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » سیاسی مشارکت که مادی حمایت؟
سیاسی مشارکت که مادی حمایت؟

سیاسی مشارکت که مادی حمایت؟

هو! مونږ په تیرو دواړه دوره ولسمشریزو ټاکنو کې د غنی ملاتړ کړئ ده. غنی هغه مهال هم تشې او ستونځې درلودې او اوس یې هم لری. عینی شرائطو او ځمکنیو حقایقو ته په کتو مونږ متاسفانه داسې بدیل نه درلود او لا یې هم نلرو چې له غنی څخه خلاص شوی واى، ورباندی نسبی ولسی اجماع راغلی واى او هم نیمه نیم ښوره قانونی غوښتنې هم پوره شوې واى. په رسنیو، د ټاکنیز کمپاین په رسمی ناستو او ولسی غونډو کې مو هم مکرراً ویلی دی چې مونږ هغه ملت یو چې د ښه او بد ترمنځ د ښه د غوراوی امکانات نلرو، بلکې د بد او بدتر ترمنځ د بد انتخاب ته مجبور یو ترڅو د بدتر د مشرتابه مخه ونیسو. مونږ پښیمانه نه یو. پوهیدو چې بله لاره نلرو. د شخصی درنښت، فکری او ملی ارزښتونو ته د ژمنتیا په تله کې عبدالله عبدالله له غنی څخه په مراتبو بهتر ګڼو، خو له عبدالله عبدالله سره ملو مشرانو د افغانستان لپاره داسې پلانونه، تګلارې او ارادې درلودې چې د غنی په پرتله نه یوازې د فساد او جګړو د پراختیا لامل ګرزیدلی، بلکې د هیواد لوړو ملی ګټو ته یې هم زیان رساوه.

ولسمشر غنی ته مو مخکی هم ویلی دی او اوس هم ورته وایو چې په هغو مسائلو مواردو تګلارو او کړنو کې درسره مله یو چې له دینی او ملی ارزښتونو سره په ټکر کې نه وی. غره ته ختل ستونځه نه خلاصوی او جګړه د حل لاره نه ده، خو د داسې کړنو او تګلارو پلوی دې قطعاً نه کوو چې دینی او ملی پولې شاته پریږدئ، بلکې مخالفت یې کوو. مونږ ته د کورنیو جګړو په مهال د کابل او هیواد جنګی حالت یاد ده. مونږ ته د چاراسیا، بالاحصار، چنداول، کوته سنګی او خیرخانې د حکومتونو پولې یاد دی. مونږ ته د کابل په سرکونو او کوڅو کې د خپلمینځی جګړو له امله د ولس چیغې فریاد او واویلا اوس هم په غوږونو کې ځوږ جوړوی. نو ځکه بیا هم وایو چې له ړنګ نظام او نسکور حکومت څخه بد او فاسد حکومت په مراتبو ښه ده.سیاست هر وخت د سمون او بدلون په موخه خپل تکاملی پړاوونه وهی او همدغه پړاوونه د انتقادونو او وړاندیزونو د څیړنو او ارزونو په پایله کې شونتیا مومی. فکر نه کوم چې اوس هم د ستالین او یا هم د بریژنیف دوره وی چې د حقائقو په راسپړلو هم کوم منتقد د جرم او جنایت مرتکب وګڼل شی. هغه څه چې حکومت یې د مختلفو ګوندونو، بیلا بیلو فکری بهیرونو، ټولنیزو بنسټونو او شخصیتونو په توګه په یو محور راټول کړی وه، معتقدات، ملی ګټې، ولسواکی او له اساسی قانون څخه د مشروع دفاع اصل ده.په سیاست کې ملګرتیا د اشر په معنا نه ده، بلکې د مشارکت په تله کې تلل کیږی.مونږ د مشارکت په مفهوم هم پوهیږو او په سیاسی مشارکت کې د شریکانو په ستونځو او نیمګړتیاوو ډیر وخت سترګې پتوو، ځکه چې زمونږ بنسټیزه موخه د هیواد او ولسی ګټو خوندیتوب ده. مونږ له ژور فکر، کره ارزونو او اوږدو بحثونو وروسته له نظام څخه د حمایت کولو پریکړه کړې ده او لا هم دوام ورکوو، خو زمونږ ملګرتیا د ړوند تقلید مفهوم نه لری. مونږ له دې سره سره چې طوعاً و کرهاً د پورتنیو موخو لپاره د نظام پلوی کړې ده او لا یې هم کوو خو دا حمایت قطعاً داسې نه ده چې مونږ د حکومت هغه پریکړې چې د کعبې پرځاى مو ترکستان ته رسوی او نیمګړئ مدیریت هم توجیه کړو. د مشروعیت لپاره یې بیځایه استدلال وکړو او نیمګړتیاوې یې مثبتې لاس ته راوړنې وانګیرو. نه داسې نه ده. مونږ په سیاست کې سپین چک چاته هم نه ورکوو او نه هم د چا ړوند تقلید کوو. ړانده مقلدین یوازې د پیژنکلوی، تربورولی، ژبې او سمت په نوم له ارزونې شننې او څیړنې پرته په پټو سترګو د مشرانو ترشا ولاړ وی.د پیو مجنونان هغه دی چې په لوړ پوست د ګمارنې په بدل کې د کوم مشر تر شا ولاړ وی. نور هیڅ ډول فکری او معنوی لومړیتوبونه او موخې نلری. لکه نن سبا د غنی لخوا پخوانی شړل شوی چارواکی چې تر پرونه یې ورته بابا ویل د زرکلن او سل کلن کیدو دعا یې ورته کوله، خو نن ورته ښکنځل کوی.بله ډله د ویښو پلویانو ده. دا هغه خلک دی چې د ستونځو او مسائلو په هکله درک او درد لری. ملګرتیا او مخالفت یې د معتقداتو، ولس، هیواد، خاورې او ملی ګټو د خوندیتوب پر بنسټ وی.ړانده مقلدین لکه څاروی هر وخت په خپل مشر پسې روان وی. د پیو مجنونانو ته چې شیدې نه رسیږی، نو عقدې یې په سر واخلی. ښکنځل کوی او چیغې وهی. ویښ پلویان د مشرانو د تکراری انحرافاتو په صورت کې غږ پورته کوی مشرته وایی چې لاره سمه کړی خو د مصلحتونو په موخه احساساتی غبرګون نه کوی.

د ولسمشر غنی انحرافات مکرر شول. داسې ښکاری چې د سمون وړتیا یې له لاسه ورکړی او یا هم نه غواړی سمون راوړی.په معتقداتو ملنډې وهل کېږی ملی ارزښتونه مو وننګول شول او ملی بنسټونه مو بدنام شو. بیکاری ځوانان د نشو لوری ته یوړل. پانګه وال له هیواد څخه تېښتې ته اړ شوی دی. ټاکنو مو په نړئ کې د رسوائی له امله د ملت سرونه ښکته کړل، ایران روسیه او چین له امریکا سره په افغانستان کې دغره وهی. پاکستان له هند سره د کشمیر شخړه کابل کې لمانځی او له پردیو سره امنیتی تړونونه بې ګټی پاتې دی.ولسمشر غنی د کمپائن په مهال ژمنې کولې چې داځل ځان ته د پخوا په شان داسې خلک له ځان سره نه ملګری کوی چې پلانونو ته یې چیلکونه واچوی. نوموړی داهم وویل چې په قانون معامله نه کوی او دا ځل سهامی شرکت نه جوړوی. د فساد په وړاندې به سخت کوټلی او هدفی ګامونه اخلی.لیکن که د عمل په ډګر کې د نوموړی کړنې درته ترسیم کړم، نو په قانون، ولسی ژمنو او د بیچاره ولس په ووټونو باندې یې بیا دوهم ځل لپاره سودا وکړه!سهامی شرکت یې جوړ کړ او بیرته له هغو خلکو سره بیا هم یو ځاى شو چې نوموړی ورته چیلک اچونکی خطاب کاوه.د فساد د مخنیوی په برخه کې د ولسمشر د کړنو ریکارد ددغې شومې پدیدې د کمولو په موخه د نوموړی ژمنې او قانونی مسئولیت ته ژمنتیا تر پوښتنو لاندې راوړی.

د فساد د مخنیوی په برخه کې د نوموړی ننداره ایزې او علامتی کړنې د هغه په لمن باندی هغه تور داغونه نشی پاکولاى چې په ملی او نړیواله کچه له دوهم ځل ولسمشر کیدو وروسته ورباندی لګیدلی دی.که یې نور هر څه ومنو چې چپلکونه وه ستونځه وه او نوموړئ نه خبریده، نو دا خو قطعاً د منلو نه ده چې ولسمشر په ارګ کې هم له شته اخلاقی او مالی فساد څخه ناخبره وه. هغه په هرڅه باندی خبر شو. سلاکارانو یې چیغې وکړې او نړیوالو خبری اژانسونو په ارګ کې له شته فساد څخه پرده پورته کړه.د ارګ سپیڅلتیا چټله شوه. د خلکو کور داسې بدنام شو چې زما قلم ژبه او ګوتې د هغو شرموونکو او ننګونکو کیسو د بیان وس او تاب نلری.ولسمشرغنی څه فکر کوی چې دغه ملت به د اخلاقی فساد په هکله د نوموړی د پخوانی سلاکار جنرال احمدزى تورونه او د بی بی سی راپورونه هیر کړی؟ایا دا هم د چیلک اچونکو پروپاګنډ وه؟ ایا د دغه هېواد په ځانګړې توګه د ارګ تقدس ساتل د نوموړی له دندو څخه نه وه؟ ایا ولسمشر د هغې بدنامی په تړاو د عمل په ډګر کومه ملموسه کړنه راته ښودلاى شی چې له ژمنو سره سره یې د ټاکنیز کمپائن په مهال د پراخ مالی فساد په تړاو له خبریدو وروسته کړې وې؟

غنی خو “حساب غواړو او حساب ورکوو” د ټاکنیز شعار په توګه وکاراوه خو ولس واقعاً حساب غواړی او نوموړئ یې یقیناً نشی ورکولاى.که نور هم وغږیږو نو د ولسمشرئ له دوهم ځل لوړې وروسته د غنی د ناوړه ناروا مبهمو او مشکوکو کړنو له امله په نوموړی او د هغه په حکومت باندې د ولس د بی باوری کچه تر اسمان پورې ورسیده. غنی پخوانی مفسدین لانور هم په لوړو پوستونو باندې وګمارل او هغوى یې نور هم ونازول. یوې تلپاتی سولې ته د رسیدو لپاره یې نه یوازی ملى او سیاسی اجماع ته د رسیدو لپاره هڅه ونکړه بلکې ورځ تربلې یې دغه پروسه پیچلې کړه. کله د بندیانو ستونځه کله د استعفأ خبرې او کله د موقت حکومت په هکله مبهم دریز ولس نور هم ناهیلئ کړئ ده. د غنی لخوا د یوه داسې مجهول الهویت شخص چې ویل کېږی لبنانی او متاسفانه د نوموړی د میرمنې وراره ده د افغانستان بانک د د ریئس په توګه ګمارل او د بانک له پخوانیو چارواکو سره د هغه ناوړه چلن، له هغه وروسته د ځینو رسنیو په حواله د څلور ساعتونو لپاره د افغانستان بانک د بریښنا پرچاوی او د څارنیز سیستم (نظارتی کامرو) له کاره لویدل او په دغه ټولو جریاناتو باندې د غنی او د ارګ مرموزه چوپتیا د ابهاماتو او شکونو ګراف لاهم لوړ کړ او نور دغه ناورین ځپلی ولس او کړیدلی ملت ته د زغم وړ نه ده.

مونږ د ملی ګټو د خوندیتوب، سمون او بدلون په موخه په مختلفو ډولونو او مختلفو لارو هڅه وکړه خو نتیجه یې ورنکړه. کیداى شی زمونږ په هڅو کې به نیمګړتیاو شتون درلوده، خو زمونږ په باور ولسمشر د دوهم ځل ولسمشرئ د لوړې له مراسمو وروسته ځان مطلق العنان ګڼی او د هیچا، هیڅ ډول مشورو ته غوږ نه نیسی.حکومت او طالبان باید پوه شی چې بین الافغانی جګړه قطعاً په هیڅ ډول د منلو وړ حل لاره نه ده. په افغانستان کې د واک د انحصار فارمولا د چلن وړ نه ده. هغوى دې کله هم هڅه نه کوی چې په یوازې سر د نورو خواو له اغیزمن ګډون پرته حکومت وکړی. په افغانستان کې نه د طالبانو امارتی طرز او نه هم د وارده شوې دیموکراسی نسخه د چلن وړ ده. د زعامت او واک ته درسېدلو ستونځه د ټاکنو د یو منل شوی سیسټم د رائجولو په صورت کې د حل یوازنئ لاره ده. اوس چې د غنی حکومت د نوموړی د نیمګړتیاو له امله کاواکه شوئ ده. ښه به داوی چې ولسمشر اوس په واک کې د پاتې کېدو د بیځایه هلو ځلو پرځاى له خپلو متحدینو او د ذیدخله نړیوالو هیوادونو له مشرانو سره د مشورو په پایله کې له طالبانو سره د سولې د تړون لپاره د یوه میکانېزم له لاری د موقت حکومت جوړولو ته داسې لاره هواره کړی چې لږترلږه نظام له ړنګون او نسکوریدو څخه خوندی شی او د نوموړی دحکومت د باعزته پای ته رسیدل هم یقینی کړى.دغه ډول میکانېزم د افغانستان د ننه د ملګرو ملتونو له چتر او د امنیت شورا د پنځو واړو دائمی غړو تر څارنې لاندې د ممثلې لویې جرګې په جوړښت کې تحقق موندلاى شی.د دغې جرګې د غړیو د غوراوى لپاره یوه لاره داده چې حکومت او طالبان دواړه خواوې په مساوی توګه د ولایتونو، قومونو سمتونو، قشرونو، جنسیت او ژبو ترمنځ د اړین انډول ساتلو په اساس داسې خلک راولی چې اوسنى شرائط تحلیل کړاى شی په حساسیتونو باندې بلدیت او د سولې په اهمیت او ضرورت باندې علم ولری.دریمه ډله چې همدغه وړتیاوې ولری باید د افغانستان له هرې ولسوالی څخه یو شخص د سیاسی ګوندونو لخوا د غې ممثلې لویې جرګې کې د غړیو په توګه ګډون وکړی. حکومتی لورئ د طالبانو اسلامی تحریک او دریم ځواک د ګوندونو د غړیو شمیر برابر، مواصفات یې باید دقیق وکتل شی. هره ډله د موقت ولسمشر د چوکئ لپاره لس لس اشخاص نوماند او هیڅ ډله خپل نوماند ته رأیه نه ورکوی، بلکې د بلې ډلې نوماند ته ووټ ورکوی. موقت حکومت به د سولې د هوکړې د تطبیق او ازادو ټولټاکنو ته د روڼ تاکنیز سیستم او ټاکنو سرته رسولو دنده ولری. ولسمشر کابینه او والیان به د نوماندئ حق نلری. دغه یوازې یو وړاندیز چې سمون او بدلون پکې راتلاى شی.په اخر کې د لوى اختر د مبارکو ورځو په مناسبت د طالبانو لخوا درې ورځنی اور بند په نیک شګون نیسو او له رب الجلیل څخه رمونږ په هیواد کې د تلپاتی سولې لپاره لاسونه لپه کوم. و ما ذالک على الله بعزیز.

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا