گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » سولې ته کار،دګـران وطــــن اقتصادی تحـــرک یقینی کـــوی !
سولې ته کار،دګـران وطــــن اقتصادی تحـــرک یقینی کـــوی !

سولې ته کار،دګـران وطــــن اقتصادی تحـــرک یقینی کـــوی !

ترکمنستان وروسته له هغه چې په ۱۹۹۱ زکال کې یې خپلواکی ترلاسه کړه، نو د دې هېواد ولسمشر صفر مراد نیازوف د مثبت ناپیلتوب د سیاست په غوره کولو سره له سیمې او په ځانګړې توګه افغانستان سره ښې اړیکی رامنځته کړې.د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د تاریخی، نږدو او باورمندو اړیکو تاریخ د طالبانو د واکمنۍ پرمهال د سویلی اسیا د چټک اقتصادی تحرک د ګازو له پروژی پیل شوی.طالبانو له مرکزی اسیا څخه سویلی اسیا ته د ترکمنستان د ګازو د نل لیکی د غځولو په موخه په ۱۹۹۷ ز کال کې امریکا ته سفرونه وکړل، ولی د امریکا ټکر محوره، حساسیت پارونکو او شیطانی سیاستونو له امله دل هڅې یو څه پیکه شوی، او د دې دواړو ملتونو ګډی هیلۍ له هغه ترننه نیمه خواه پاتی وی.کیسه داسی وه چې د ګازو د سپړلو او استخراج ۲ شرکتونه چې یو یې امریکایی یونیکال کمپنۍ او بله ارجنټاینی د بریډاس کمپنۍ وه، له ترکمنستان څخه د افغانستان له لارې سویلی اسیا ته د ګازو نل لیکی د غځولو پروژی ته نوماند ول.طالبانو او د ترکمنستان حکومت له هر اړخه بریډاس کمپنۍ مناسبه وبلله، ولی امریکا مرکزی اسیا کې د لاسوهنی او د راتلونکو کې پدې سیمه کې د شرارتونو د پارولو په موخه د ځای موندلو په لټه او د روسیې د کلابندولو په پاره یونیکال کمپنۍ ته د دې پروژی د سپارلو په موخه فشارونه راوړل، ستونزی یې رامنځته کړلی او په پایله کې که څه هم پدې بهیر کې پراخ پرمختګونه وشول، طالبانو له ترکمنستان سره په ۱۹۹۸ ز کال کې د ټاپی هوکړه هم لاسلیک کړه، ولی په طالبانو د امریکا له لوری پرلپسی بندیزونو او په افغانستان د امریکا له یرغل سره دا بهیر په ټپه ودرېده.وروسته له هغه پدې بهیر کې پرمختګونه وشول، په ۲۰۱۰ ز کال کې هند ورزیات شو او اوس یې د رسمیت ترڅنګ د بیلابېلی نوری پروژی هم فعالی او د دې ترڅنګ په یوشمیر برخو کې یې عملی کارونه هم روان دې.د دې پروژی له پرمختګ سره به کاری فرصتونه پراخ شی، افغانستان به د لومړی ځل لپاره د سیمی او نړۍ د لیږد رالیږد په یوه اسانه، ارزانه او لنډه لاره بدل شی، د وچی سوداګرۍ به ورسره وغوړیږی، سیمه اییز اقتصادی تحرک به پراخ کړې، په امنیت، سوکالۍ او د سون او ټیکنالوجی په برخه کې به د افغانستان لپاره د صنعتی غوړېدو نوی پیل وی او تر ټولو مهمه د سولې، آمن، اقتصادی تړلتیا او سیمه اییزی ډیپلوماسۍ د غوړېدا په برخه کې به د مرکزی اسیا، سویلی اسیا او په ټوله کې د اسیا او اروپا د بندو لارو په بیا غوړولو کې به لوی رول ولوبوی.ولی د دی ټولو باوجوده ترڅو چې د سولې روانې هڅې چټکی او بریالۍ نه شی، پدې برخه کې ټولی هڅې یوازی هیلۍ پاتی کېدای شی، هغه چې پدې اړوند د ملی مصالحی د عالی شورا له مشر ډاکتر عبدالله عبدالله سره په تازه کتنه کې د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر رشید مرادوف دا اندېښنه پرځای دی چې ویلی دې، چې د سیمې په کچه د ټولو لویو او ګډو پروژو بریالیتوب لکه کاسا یک هزار او ټاپی په افغانستان کې د سولې او آمن په روانو هڅو او پدې برخه کې په مهمو پریکړو او چټکو پرمختګونو پورې تړلی ده.په همدی موخه د اندخوی-آقینې د وسپنې پټلۍ، د ۵۰۰ کیلو ولټ برېښنا د لین ترمیم، له شبرغان تر مزار شریف ښار پورې د برېښنا لین او همدا راز له ترکمنستان څخه د راغلی نوری فایبر پرانیستل په څیر د دریو سترو پروژو د پیل خوښی دې ټول ولس ته بختوره وی، او هیله لرو چې د سولې روانې هڅې چې د ګران افغانستان تاریخی ثبات، عزتمندی او له ګړنګ ځخه ژغورنه ورپورې تړلی ژر تر ژره پایله ورکړی او افغانستان د ښې سبا پر لور خپل تاریخی یون یوځل بیا پیل کړې.

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا