گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » ټاکنـې او سـولــه !د حـالاتـو غــوښتـنه او ځمکنـی واقـعیـتونه !
ټاکنـې او سـولــه !د حـالاتـو   غــوښتـنه او ځمکنـی واقـعیـتونه !

ټاکنـې او سـولــه !د حـالاتـو غــوښتـنه او ځمکنـی واقـعیـتونه !

دنواندیشی یادونه : د الله پاک بی ساری فضل او مرحمت دی چی زموږ د هیواد ځوانانو او پیغلو ته یی ددی فرصت برابرکړیده چی د هیواد په دی حساس پړآؤ کی نه یوازی خپل ځانونه د تکامل او پیشرفت لوړو پوړیو ته رسوی بلکه د بشری نړی په ځانګړی توګه د اسلامی امت د لارښودنی په لاره کی ارزښتناکه قلمی اوچاپی آثارهم د یوه لوی امانت په توګه پریږدی.محترم نجیب الله جامع یو له هغو ځوانانودی چی په دی لاره کی ترخپله وسه هلی ځلی په کارآچولی دی اوپه خپل خوش باورانه صداقت  سره خپل قلمی جهاد پر مخ بیایی .خو ښاغلی نجیب الله جان جامع دیو چا حقوقی او حقیقی شخصیت څخه له مبالغی ډک تصویر ټولنی ته وړاندی کوی داسی تصویر چی هغه دفارسی ژبی د مشهور متــل ”  مدعی سُست گواه چُست !” مصداق جوړیږی . او دا د سیأ ست مدعیان او ددین پتنګان  چی کله هم   دخپل حقوقی او سیاسی دریځ په باب د ګران نجیب الله جامع له مبالغی او پر ضعیفو روایاتو ولاړ حکایات اوافسانی  واوری نو بیا له سمدلاسه اوم آسمان ته پورته کیږی اوځان دزمانی مهدی آخرالزمان بولی او د فنا فی الله له مقامه پرټوله  زمکه  دتسلط او غلبی خوبونه ګوری . ښاغلی جامع په لاندی لیکنه کی چی تر موږه رارسیدلی ده او ګران جامع صاحب ته د زړه له کومی درناوی په خاطر یی له تاسو سره هم شریکوو د طالبانو د اسلامی غورځنګ په هکله زیاته مبالغه شویده او ددی تر څنګ د افغانستان د مسلمان ملت د یوه مشهور قاتل او وژونکی جاسوس حنیف اتمر په مشری  دسولی او اعتدال په نوم چی کوم ټاکنیز ټیم  جوړشوی ؤهغه ترټولو قوی او له سیاسی وجاهته ډک ځواک بللی او ددی لپاره چی دهغه پاشل کیدل دخپلی ادعا لپاره چی ګنی افغانان لومړی سولی ته اړتیا لری  او ټاکنوته نه !

ښاغلی جامع د دغه ټاکنیز ټیم د نامتجانسه قوتونو پر یوځای کیدو او دپاشل کیدو په لاملونو  هیڅ شانی تبصره نه ده کړی خو ددی لپاره چی خپل تحلیل پر قوی او عینی مستنداتوولاړاو استوار وښائی نو ددغه ټیم پاشل کیدل یی د افغانانو لپاره دسولی د اړتیا ته په لومړیتوب  په ورکولو تعبیر کړی دی . خو د لمر په څیر هغه واقیعت چی ددغه ټیم د نسکوریدو لامل شویدی

دافغانانو سولی ته په ترجیح ورکولو نه دی ولاړ بلکه د نورولاملونوترڅنګ د غنیمتونو پر هغه ناروا ویش ولاړ دی چی په خواشینی سره باید وویل شی زموږ دټولنی په زورواکی کی له ورایه ښکاری . نواندیشی  چی دهیواد اوهیوادولو پر استقلال ،فکری آزادۍ ،ولسواکۍ اوټولنیزعدالت باورلری دغه لیکنه له ښاغلی نجیب الله جامع څخه په مننه ترتاسودرنولوستونکو دررسوو .

_____________________________________

تازه په یو نوی خبر کې ټایمز امریکایی مجله لیکلی چې خلیلزاد افغان مشرانو ، د ملګرو ملتونو، او ناټو مامورینو ته ویلی ،که چیرې د دوحې مذاکرات ناکامه شی امریکا به په غیرې مسوولانه توګه افغانستان پریږدی.مجله زیاتوی چې امریکایی چارواکو افغان مشرانو ته په خصوصی توګه ویلی چې د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره مناسبه موقع نه ده او باید د سولې تر ممکنې هوکړې انتظار وایستل شی.بل لور ته د تیرې سې شبنې په ورځ طالبانو په یوه ویناه پاڼه کی له ټولو افغانان وغوښتل چې د ټاکنو روان بهیر تحریم کړې او پر ټاکنیزو مبارزو کې له ګډون کولو څخه ډډه وکړې.طالبانو د سپټمبر د میاشتی انتخابات «قلابی» بللی وو او ټاکنې یی د سولې په وړاندی خنډ اود جګړې د دوام عامل.د دی سربېره ډېرې افغانان هم ټاکنې د حل پرځای یوې ۵ کلنی جګړې ته چمتوالی بولی او په یوه تازه غبرګون کې د ولسمشریزو ټاکنو مخکښ او ارګ ته چلینج نوماند ښاغلی حنیف اتمر هم د نورو ستونزو ترڅنګ روانې ټاکنی د سولې په وړاندی د خنډ او ځنډ په توګه یادې کړې او د ۱۳۹۸ کال د ولسمشریزو ټاکنو له سیالیو پر شاه شوی.د اتمر دغسی یو ناڅاپی په شاه کیدل د نورو دلایلو ترڅنګ د نوموړې د پیچلی او کاریځماتیک شخصیت له کبله نور هم د سولې او ټاکنو بحث پیچلی کوی او د ټایمز امریکایی مجلی هغه ګنګوسی ریښتیا کوی چې امریکایان حتمی وځی.ځکه اتمر د نورو نوماندانو په پرتله هغسی عادی سیاستوال نه ده چې یوازی د ارګ د نابرابرې سیالی له کبله په دومره اسانې میدان پریږدی، وډاریږی او هغه فعال کمپاین چې میاشتی ـ میاشتی یی په مرکزی، سهیل ختیځو او سهیل لویدیځو ولایتونو کې پر لاره اچولی وو د میلیونونو لګښتونو باوجوده داسی بی برخلیکه پریږدی.هغه چاره چې پر لویه کچه د ګډ حکومت مړ ژوانده سیاسی او ولسی مشروعیت ننګوی د بیلګې په توګه د افغانستان د جغرافیی له ۱۰۰ سلنې څخه چې ۴۵ سلنه یی د حکومت په واک کې ده، پدی ۴۵ سلنه جغرافیه کې هم د ټیفاه د یو شمیرنې په ویناه ۵۸ سلنه خلګ په ټاکنو کې له سره د برخی اخیستلو لپاره لیواله نه دی.

اوس په داسی یو مات او بی باوره حالت کې ټاکنې حل لاره بلل، یا د ټاکنو له لارې د افغان ولس د سیاسی ـ ملی زعامت د ترلاسه کولو کاذب شعارونه ورکول او د سولې په شان د یوه ملی بهیر په وړاندی درېدل پرته له جګړې ته چمتوالی او د سولې خلاف مانور څخه څه کېدای شی، په وینو او مرګونو کې به یو ولس څنګه ښیرازه شی او ایا بمونو هم کوم ملت په پښو درولی که یی درولای شوای نو دلته خو د نړۍ تر ټولو غټ غیری اټومی بمونه ( مور بم ) وکارول شو، نوی وسلی تمرین شوی، نوموتی جنرالان وازمویل شو او وحشی ـ شیطانی پالیسانی تجربه شوی مګر پایله یی شرمونکې ماتی او د امریکا او ناټو لخواه اوس یوازی پر سیاسی حل باور شو.د بیلګی په توګه د ناټو سرمنشی یانس سټولټنبرګ چې هیڅکله یی له زور، وحشت او ځناورګرې څخه کمی خبرې نه کولی وایی: چې موږ اوس په افغانستان کی د سولی واقعی چانس وینو. موږ د سولی ماملې ته تر بل هر وخت نژدې سوی یو او د امریکا ـ افغان جګړې یوازنې حل په سوله او خبرو اترو ( ډیپلوماسۍ ) کې ده.پر همدی بنسټ زموږ تاکید پر افغان لورو چې د ټاکنو پر بحث کې او پر ټاکنو باورمند افغان حکومت او واکمنو ډلو ته دا ده چې نور هیڅ داسی متحد په کور دننه، سیمه او نړېواله کچه درپاتی نه ده چې بیا پر هیڅ پانګونه وکړې، یوه ناپایه جګړه مخکې یوسی او د خپل ملت له غضب سره مخ شی.تاسو باید ومنې چې طالبانو د جګړې د ډګر په توګه د سیاست میدان هم وړې، هلته هغه هیوادونه چې یو وخت یی له طالبانو سره شدیده دښمنی او بی باورې لرلی اوس د عینی شرایطو په درک او د طالبانو د فعالی ډیپلوماسۍ له امله د هغوی سر پر اعتماد کې دی، د طالبانو اړیکی پراخی شوی او په کور دننه هم هغه سیاسی جهتونه چې دغه نظام ته یی لږ یا ډېر مشروعیت او قوت ورکاوو پر واکمن حکومت دومره بی باورې شوی چې ټولو یی له طالبانو سره بیا ـ بیا لیدنې کړې او له خبرو یی د یو ډول جوړجاړې څرکونه هم لیدل کیږی.د دی ټولو سربېره کله چې امریکایان چې ستاسو قوی ملاتړې او دوستان دی خپله مامله او جوړجاړې کړې، له طالبه د وتلو تضمین غواړې، له طالبه د امن وتلو پرمهال د سر ـ مال تضمین غواړې او تر ټوله مهمه کله چې امریکایان د خپل غرور، ځبرځواکې او وحشت څخه ډک تاریخ کې یی یوازی دوه یا درې ځله مسایل د خبرو له لارې حل کړې وی چې یوځل یی امریکا ـ افغان جګړه ده نو ایا هغوی له مات نه ګڼې او ایا دا د یو ځبرځواک د غرور او ماتی ګونډې وهل د یوه ستر ملت آرادې ته چې طالب رهبرې کړې نه ده.

نو بیا د دی ټولو سربیره مغرضانه مانورونه او مصنوعی حرکتونه په څه مانا؟بل لور ته په تیرو ۱۹ کلونو کې بیا ـ بیا ولسمشریزو، د ولسی جرګی او ولایتی شوراه ګانو ټاکنو یوه یی هم د دی ملت درد ته درمل پیدا نه کړل، نه یی اقتصادی ښیرازی راوړله، نه یی ملت یوموټی کړل، نه سترې اقتصادی پروژې چې زرګونه کارګران پکې بوخت وی او میلیونونه ډالر عواید ولری عملی شوی، د بی وزلۍ کرښی راکښته کول، د ملی بنسټونو ځان بساینه او سیاسی ټیکاو خو پریږده، حتا د میلیارډونو ډالرو پر وجود کې افغان امنیتی ځواکونه لا بیا هم په میاشتو ـ میاشتو بی تنخواه وی او موجود حکومت خو خپله د ولسمشر غنی یه ویناه د بهرنیانو له شتونه بغیر ۶ میاشتی نشی یاییدلی.نو دا هرڅه ترکله؟په کوم ارځښت اودکوم قیمت په بیه ایا د ورځی د ۳۰۰انسانانو وژل کېدل پوره نه ده.کومی لاسته راوړنې دیوملت دتاریخ دمسخی،دژوند دتالان اوپرخپلواکی دتاړاک پر بیه ارزې.نویوازې سوله کې حل اوخیر پروت ده یوازی سوله ده چې دولس لومړیتوب اودهرڅه ریښتونی بدیل کېدای شی.

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا