گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » ستر خلک ځکه ستر اوسی چی!
ستر خلک ځکه ستر اوسی چی!

ستر خلک ځکه ستر اوسی چی!

د ایډیسن(Thomas Alva Edison) په هکله نړی پوهیږی چې بلب یا د بریښنا کڅوړه یې ایجاد کړې ده.کله چې له زرګونو ازموینو وروسته د بلب په جوړولو بریالی شو،نو د خپل دفتر ځوان کارکوونکې ته یې هغه بلب ورکړ،ترڅو یې وه ازمایی،خو هغه ځوان دومره ګنکس شو،چې بلب یې له لاسونو ولویدی او بلب یې مات کړ،ګرد راټول شوې ملګری حیران پاتې شول.په بله ورځ ایډیسن یو بل بلب راوړ او هماغه ځوان ته یې د ازموینې لپاره ورکړ،وروسته له ازموینې ملګرو ورڅخه وپوښتل چې ښاغلیه تاسو دغه بلب د ازموینې لپاره کوم بل کس ته هم ورکولی شو،تاسو ولې هغه ځوان ته یو ځل بیا ورکړ،چې پرون یې مات کړی و؟دغه مهال ایډیسن د یاداشت وړ خبره وکړه او په ځواب کې یې وویل چې ما د مات شوې بلب پر ځای د نوې بلب پر جوړولو ۲۴ ساعته تېر کړخو که نن ما یو ځل بیا د ازمایښت لپاره هماغه ځوان ته بلب نه وای ورکړی،نو ښایی پر ځان باندې باور یې د تل لپاره له لاسه ورکړی وای،کوم څه چې زه نه غواړم.ستر خلک په ظاهره کوچنیو خلکو ته هم پاملرنه کوی،نو ځکه ستر اوسی.

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا