لاړ که مې نظر شی زه به ستا لارې ته ګورمه
را دې شـی اجـل خـو د وفــا لارې ته ګــورمه
څو به مـې نـظـر کـوی مـزل په حجـابونو کې
څـو به دې د خلـکو نه په غـلا لارې ته ګـورمه
ستړی یم د خپل فکر تر کوره رسیدای نه شم
وړی یـم د چـا ورکـې سـودا ، لارې ته ګـورمـه
پټ رانه منزل دی د رسـمـونو په ګـردونو کـې
ستا په لـوری ځـم خـو د دنیـا لارې ته ګـورمه
نه پـریږدی اعـظـمـه د یـادونو مـحـفلـونه مـې
مخکې مخکې ځمه خو په شا لارې ته ګورمـه