گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » ستراتیژیکه ناکامی که دپوستین بدلون ،څنګه اوولی ترسره شول ؟
ستراتیژیکه ناکامی که دپوستین بدلون ،څنګه اوولی ترسره شول ؟

ستراتیژیکه ناکامی که دپوستین بدلون ،څنګه اوولی ترسره شول ؟

امریکایانو په خورا کبر او غرور  پر افغانستان یرغل وکړ، خو بیرته شرمنده ووتل. د” ترهګرۍ ضد جګړې”  تر عنوان لاندې جنګ کې د ستراتیژیکې ناکامی له امله د متحده ایالاتو جنګی جنون وځپل شو او د قطر له تړون څخه هیڅ ذیدخله اړخ افغانان او نړئ راضی نه ښکاریږی. زلمی خلیلزاد  یو افغان نژاد امریکایی دیپلومات دى چې له ډیرې مودې راهیسې د واشنګټن په افغان پالیسی کې  ښکېل دى او متنازع جنجالی څېره پیژندل کیږی. په افغانستان باندې د امریکا د یرغل په مهال د بن په لمړۍ غونډه کې یې د افغانستان دولت په جوړولو او جنګسالارانو ته د واک په سپارلو کې خورا مهم رول درلوده . د اساسی قانون له جوړولو څخه رانیولې د ولسمشرۍ سیسټم تر رامینځته کولو پورې ټولو مسائلو کې ښکېل وو.

نوموړى د امریکایی او افغانی سیاستوالو په غولولو کې ښه تجربه او مهارت لری، خپلو شخصی ګټو ته په کار کولو او حتى د امریکا تر ګټو هم خپلو ګټو ته په لومړیتوب ورکولو تورن دى.ولسمشر غنی په مبهم حالت کې ساتل ګواښونه له ځانه سره درلودل. نوموړی ته په زغرده ویل اړین وو چې  تر مشرتابه لاندې یې سوله ناشونې ده، خو خلیلزاد نوموړئ د یأس او امید ترمنځ ساته. موږ   له ډیرو سیاسی مشرانو سره په ناستو کې دغه نظر شریک کړى دى چې د خلیلزاد تر مشرتابه لاندی له طالبانو سره د امریکا مذاکراتی ټیم  د افغانستان د حکومتی اړخ په منزوی کولو داسې غلطی وکړه چې یا به فاجعه رامنځته کوی او یا هم د جګړو یوه بله لړۍ پیل کیږی.لامل یې هم داده چې حکومتی خوا به د هوکړه لیک د مادو د عملی کولو په تړاو ځان مجبور او مکلف نه ګڼی. ولسمشر غنی په هیڅ ډول د واک پریښودلو ته تیار نه وو. له خلیلزاد سره په خبرو کې کله هم ولسمشر غنی په زغرده او یا هم کنایتاً د سولې په موخه له واک څخه د تیریدو خبره نه ده کړې.

حتى د افغانانو ترمنځ په ناستو کې هم پخوانی ولسمشر غنی له واک څخه تیرېدل د نجیب د اشتباه تکرار بللى وو او دغه کار یې د نه منلو ګڼلى وو.امریکا او د هغوى د مذاکراتی ټیم مشر خلیلزاد له طالبانو سره په هوکړه لیک منلې وه چې، د بین الافغانی مذاکراتو په ترڅ کې د راتلونکی حکومت غټه برخه به طالب لوری ته ورکول کېږی او دغه ډله به پکې عمده رول ولری؛ نو پوښتنه دا ده چې امریکا او د هغوى مطلقاً ناکام یا غولوونکى ټیم ولې د غنی د سخت غبرګون اټکل ونشو کړاى؟ ایا هغوى د غنی د لا تر دې هم د سخت غبرګون انتظار نه کاوو؟ که ځواب منفی وی نو د خلیلزاد په ګډون د ټول ټیم غړی یې باید امریکا ته د ستر شرم اړولو له امله سملاسی مستعفی شوى واى او که ځواب مثبت وی، نو هغوى د ولسمشر غنی د منفی غبرګون په پایله کې د بشری ناورین د مخنیوی لپاره کوم ګامونه پورته کړل؟زه پخوانی ولسمشر غنی ته قطعاً برائت نه ورکوم. نوموړی باید حتماً د امریکا او طالبانو له مذاکراتی بهیر څخه د بهر پاتې کېدو په مهال غبرګون ښودلى واى، ددغه عمل مخالفت یې کړى واى او نړئ یې په زغرده د راتلونکو خطرناکو پایلو د مسئولیت نه منلو خبره کړې واى.  بله دا چې نوموړی باید د خپلو مفسدو ملګرو د خبرو منلو پر ځاى د ارګ میشتو سلاکارانو او امنیتی بنسټونو د ژمنتیا او وفاداری په تړاو په واقعیتونو ولاړه دقیقه محاسبه هم له ځانه سره درلوداى. که له شدید خطر سره مخ هم واى، نو د ماضی ژمنو ته یې باید فکر کړى واى چې په چیغو چیغو به یې ویل “دا مې کور او دا مې ګور دى”مګر بیا هم وایم چې که نوموړى د امریکا او طالبانو ترمنځ د خبرو یو اړخ نه وو، نو مسئولیتونه او مکلفیتونه یې هم محدودیږی. نوموړی څه مکلفیت او کوم ډول مسئولیت  درلوده چې له واک څخه د لاس په سر کیدو په ګډون په داسې هوکړه لیک کې شامل هر څه ومنی چې نوموړئ  نه د همدغه تړون برخه وو او نه هم ورسره سلا او مشوره شوې وه؟داسمه ده چې د اشرف غنی حکومت د هر اړخیز او په لوړې کچې مالی او اداری فساد کې د ښکېلتیا ، د جنګسالارانو او زورواکانو لخوا په مطلق ډول یرغمل شوې اداره، د ولس په هیلو باندې د سترګو پټولو له امله د واټن جوړیدو او له ټولو مهم داچې د ارګ میشتو لخوا  په واک باندې د منګولو خښولو له امله نړیواله ټولنه دې نتیجې ته رسیدلې وه چې له دغه ګرداب څخه د نجات لپاره یې په هر ممکنه لاره باندی فکر وکړی. نړئ او ولس له طالبانو سره د سولې له کولو او د یوه بې پرې موقت ولسمشر تر ریاست لاندی د ګډ حکومت له جوړولو پرته په نور هر څه باور بایللى وو. د ولسمشر غنی حکومت عملاً وجود نه درلوده. له نیم زیات افغانستان طالبانو تر ولکې لاندې وو او باقی حکومت د زورواکانو په اشارو چلیده.مګر د حیرانتیا خبره ده چې خلیلزاد له شرموونکې ستراتیژیکې ناکامی او له سپکاوی ډکې ننګوونکى هوکړې سره سره په کوم حقوقی او اخلاقی استدلال پخوانى ولسمشر غنی له کابل څخه د تېښتې له امله د اوسنی ترینګلی سیاسی وضعیت په تړاو پړ ګڼی؟

اصلاً خبره داده چې امریکا په ټولیزه توګه او خلیلزاد په ځانګړی ډول نه ارزښتونه پیژنی نه معیارونه لری، نه اخلاقی پولې لری او نه ژمنو باندی د عمل کولو تاریخ لری.موږ ته خو د اوسنی وخیم سیاسی صورت حال سره د مخ کیدو څرک هغه مهال لګیده چې امریکا په قطر کې له طالبانو سره خبرې پیل او حکومت یې له دغه بهیر څخه بهر کړ. که یو پر بل باندې د پړې اچولو لوبه پریږدو او منل شوی اخلاقی کوډونه بنسټ وګرزوو، نو دقیقاً پوهیږو چې د خلیلزاد په مشرئ امریکایی ټیم او په ټولیزه توګه امریکا باید د اوسنی ناورین مسئولیت ومنی.ما ته دقیقاً یاد دی چې له یوه امریکایی دیپلومات سره مې د خبرو په مهال د قطرله هوکړې څخه د افغانستان د حکومت د بهر ساتلو په پایله کې د ولسمشر غنی لخوا په ممکنه  انتقامی عمل باندې د لاس پورې کولو له امله د  بشری فاجعې خبره شریکه کړه، نو دهغه ځواب یقیناً داسې وو لکه چې هغه د دغه ناورین په راتلو باندی پوهیده. ما ته یې په ځواب کې داسې مجهول الفاظ وکارول؛” د موقت حکومت جوړولو او د ولسمشر غنی د واک پریښودلو په برخه کې په زغرده خبره کول یقیناً ریسکونه لری، نو موږ باید په دغه هکله نهایتاً محتاط واوسو”هغه مهال ما دغه خبره داسې وګڼله چې امریکا ته د ممکنه ناورین په تړاومعلومات اود مخنیوی لپاره یې پلانونه هم لری ځکه خو دغه دیپلومات زما د نظر په تړاو نه غواړی په زغرده هغه پلان راسره شریک کړی چې هغوى یې لرى. مګر اوس پوهیږم چې هغوى له وضعیت څخه سم تحلیل نه درلوده اویا هم د اوسنى ناورین د پلان یوه برخه وو چې نه یې غوښتل زما خبره مهمه وګڼی.لنډه دا چې د تېر نظام د نسکورېدو علائم موجود وودحکومت ختمېدل حتمی وو،خو پوښتنه دا ده هغه څه چې پېښ شوفاجعه وه که اړتیا؟مهندسې وه که انسانی غلطی؟اوکه لیوه دپسه پوستین واغوست؟ امریکا اوزموږ ټول کورنی اړخونه بدنام او ناکام شول. هغوى به خپلې غلطیانې وارزوی اوکه لکه د مخکې په شان پړه به یو پربل اچوی؟دا او داسې ډېرې پوښتنې لا نه دی ځواب شوې او ډیرمعلومات لاهم پټ پاتې دی! راتلونکى وخت او تاریخ به د هرې پوښتنې لپاره ځواب ووایی خو انتظار اړین دى.

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا