گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » تتسو ناکامــارو تــازه افغان شــوی جاپانــۍ په بی رحمۍ ووژل شو !
تتسو ناکامــارو تــازه افغان شــوی     جاپانــۍ په بی رحمۍ ووژل شو !

تتسو ناکامــارو تــازه افغان شــوی جاپانــۍ په بی رحمۍ ووژل شو !

د ننګرهار والی ویاند عطاء الله خوږیاڼی وایی، په دې ولایت کې د جاپانۍ مؤسسې مشر تېتسو ناکامورا چې نن سهار په یوه برید کې ټپی شوی و، مړشوی دی. د ښاغلی خوږیاڼی په خبره، نوموړی هغه مهال مړ شوی چې له ننګرهاره د بګرام روغتون ته لېږدول کېده. دده په خبره الوتکې ته د پورته کولو پرمهال یې ساه ورکړې.ډاکتر ناکامورا نږدې دوه لسیزې په ننګرهار کې د کانالونو، چیک ډیمونو، کرنې او نورو برخو کې خلکو ته له کوم سیاسی فعالیت پرته خدمت وکړ.ناکامورا شاړې دښتې ابادې، للمې یې خړوبې اود کرنیزې ودې لپاره یې زرګونه هکتاره ځمکې کرکېلې ته جوګه کړې.هغه د افغانانو فرهنګ اوکلتورته پوره درناوی درلود، پښتو ژبه یې زده کړه، دافغانانو په جاموملبس شو، د افغانیت تابعیت یې په افتخار ترلاسه کړ،

شپه او ورځ یې د دې هېواد ابادۍ او سوکالۍ لپاره خپلې هڅې لا زیاتې کړې.هغه تېره ورځ هم د اووه سوه زره ډالرو په لګښت د مروارید کانال رغونه پیل کړه؛ خو نن د دې هېواد ازلی او د سولی ضد دښمن له لوری په ترورییستی برید کې لومړی ټپی او وروسته یې ژوند له لاسه ورکړ. شنونکی وایی له کله نه چی په ګران هیواد افغانستان کی دسولی څرک را ښکاره شی نوددغه هیواد تاریخی دښمنان دسوله غوښتونکو په له مینځه وړلو اود وران اوجګړه ځپلی هیواد افغانستان دبیا رغونی دخواخوږوپه وژلوخپل دجنایاتو پیټۍ نورهم پسی و دروندکړی. نواندیشی د یوه آزاد اوبی پری منبرپه ټوګه دغه شانی اونوری ټولی وژنی په هرنوم او دهر چا لخواچی ترسره کیږی په کلکه سره غندواود افغانستان د سولی اوپرمختګ خوخوږوته د تسلیت مراتب وړاندی کوو

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا