گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » ملا نصرالدینی سوله اودسهیل شاهین تازه څرګندونی اودارګ د ویـــانــدویانـــو غبرګون !!
ملا نصرالدینی سوله اودسهیل شاهین تازه څرګندونی اودارګ د ویـــانــدویانـــو غبرګون !!

ملا نصرالدینی سوله اودسهیل شاهین تازه څرګندونی اودارګ د ویـــانــدویانـــو غبرګون !!

که څه هم په افغانستان کی رښتیانی  سولی(صلح)  ته درسید و هیله  اوهدف هغه مظلومانه هڅه  او ناڅرګند  ټکۍ دی چی هرڅوګ یی دخپلوکرکجنو موخو لپاره استعمالوی خو ددی ترڅنګ داوسنی نړۍ پرمختګونو اوپه  سیاسی  ټولنیز ژوند کی د وګړوچال چلند او کړووړو انسان ته دا توان ورپه برخه کړی دی چی د ننی  انسان ټولی موخی او هدفونه بربنډ او برملا کړی .

نوځکه خو که د افغانستان حکومت چی ځان د افغانستان د تاریخ په اوږده واټن کی له احمد شاه بابا نیولی د حامد کرزی تر دوری د اولس په لاس جوړشوی او له ملی مشروعیت څخه برخمن ګڼی او دواک پر سر پاته کیدل خپل مشروع حق بولی . خو ددی او د محمد اشرف غنی د حکومت د مشروعیت تر پو ښتنی لاندی د راوستو په هکله په قطر کی د طالبانو د تحریک یوه ویاند محمد سهیل شاهین  له اسوشتید خبری آژانس سره په یوه تازه مرکه کی ویلی دی چی د افغانستان حکومت روغه جوړه نه غواړی بلکه غواړی چی موږ ورته تسلیم شو

اوس پوښتنه داده چی ولی ښاغلی سهیل  شاهین چی دافغانستان تیر خونړی تاریخ یی تر مخ پروت دی پردی ټینګارکوی چی لومړی باید د افغانستان حکومت د استعفی اعلام  وکړی او وروسته د خبرواترو په ترځ کی دیوه نوی ټول شموله اسلامی حکومت چی د هیواد ټولی پرګنی او ډلی پکی ونډه ولری بنسټ کیښودل شی . او هلته به داېمی سوله راځی او موږ به د یوه ټول شموله حکومت کی د کار په موخه د تل لپاره وسله پر ځمکه ږدو . که څه هم  پاکستانی رسنیو چی د ښاغلی شاهین دغه څرګندونی او دراتلونکی ټول شموله اسلامی دولت ځینی بیلګی یی بیان کړی دی خو داسلام د مقدس دین روح او ماهیت او د طالبانو داسلامی تحریک څوکلنی واکمنی ته په کتو هیڅوګ باور نه شی کولای چی ګنی دوی به په رښتیاهم د اسلام د رحمانی او انسانی قرئت پر بنسټ دیوی ټول شموله اداری جوړولو ته غاړه کیږدی .

داځکه چی دیوی خوا د اسلام د مقدس دین څخه دطالبانوبرداشت پر تاؤ تریخوالی او دانسان دکرامت پر نظر کی نه نیولو ولاړ ؤ او بل لوری ته یی په ځانګړیو دلائیلو دا ټول عناصر او ډلی ټپلی چی اوس ورسره د ګډ حکومت د جوړولو موضوع را پورته کوی او داسی ګڼی چی ګنی په دوحه کی د بین الافغانی مذاکراتو په پایلو کی چی یونوی ګډ حکومت جوړیږی د هغی د پریکړوله مخی به واک نوی ګډ حکومت ته سپارل کیږی دا ټول هغه عناصراو قوتونه دی چی د طالبانولخواد« شراو فساد »عوامل شمیرل کیدل نو طبیعی خبره ده چی د طالبانو له خوا ګډ حکومت به هم د «شر اوفساد» له حکومت پرته بل څه نه وی .ترټولو مهمه یی داده چی د طالبانو دواکمنۍ په ټوله دوره کی دوی یوازی هغه څوګ منل او زغمل چی دوی تسلیم او وسله پر ځمکه کیږدی بل هیچاته د خپلو نږدی د مبارزی او جهاد مشرانو او ګوندونو  ته هم د آزاد تلاش او هڅو اجازه نه ورکول کیده . او همدغه د طالبانو رویه چی د ټولو اسلامی او بشری نورمونو سره په ټکر کی وه ددی سبب شوه چی ددوی پر وړاندی د اولس او افغان مسلمان ملت مقاؤمت را پورته شو . زموږ او نړی دټولو سیاسی او عقیدتی شنونکو پر باور اوس یوازی د طالبانو د راپرزیدو وروسته د  څو کالو پر تیریدو د سیمی او نړی د هیوادونو چی د طالبانو له غورځنګ څخه ملاتړ کوی د منافعو او ګټو ټکر راغلی دی نه داچی ګنی ولس واکی د نور و سره ګډ کار، دښځو حقوقو په ګډون نورزیاتره اسلامی  بشری حقونه په رسمیت پیژندل  او داسی نوردهغوی پراخلاقو او وجدان اوښتی وی او دتل لپاره به په هیواد کی دیوی دائیمی سول لپاره کارکوی .

نه داسی هیڅ بیلګی نه پر سترګو کیږی یوازی د هغوی د حامیانو او ملاتړ کونکو سیاستونه چی له سیاست او سیاسی مبارزی  څخه پرغلط تعبیراو برداشت ولاړدی چی په دی برداشت او تعبیر کی دائیمی دښمنان او دائیمی دوستان موجود نه دی یوازی دائیمی مادی  ګټی دی چی ددوستی او دښمنۍ معیار بللی شی نو ویلای شو چی که د طالبانو د واکمنی پر مهال د طالبانو د بهرنیو ملاتړو د مادی ګټو تقاضا داوه چی په افغانستان کی دی د طالبانو د مذهبی واکمنی په نوم د انسانی کرامت ضد جنایات تیوریزه او پر مذهبی توجیه سنبال کړی نو دشلو کالو په تیریدو یوازی د طالب واکمنی دسیاسی او اقتصادی ملاتړو ترمینځ د مادی ګټو توپیر را مینځ ته کړی دی چی کیدای شی دنن ورځی دښمنان سبا ورځی دوستان و ګڼل شی یوډیر تریخ تاریخی واقیعت چی د افغانستان او دزیاتره بشری ټولنو په تمدنی او کلتوری ژوند کی موجود دی هغه د سولی (صلحی ) په اړه یو غلط تعریف او تعبیر دی چی کله هم ددوه کورنیو ،قبیلو، قومونوپه معاصر تاریخ کی د هیوادونو ترمینځ شخړی را مینځ ته کیږی نو خواه نا خواه یی هر جوړ جاړۍ اود خوابدی له مینځه وړل چی ډیر ځله  دمساوات پرمادی معیارونو ترسره کیږید فولکلوریک تعبیر پر بنسټ سوله بللی شی . دا په داسی حال کی ده چی سوله نه یوازی د معنویت او انسانی ژوند د هم هغه لومړیو شیبو پرعدالت ولاړه مؤلفه  ده چی د باوراو ډاډ پرجوهرپه  انسانی ژوند کی ځانګړې ځای لری . چی امانوئل کانت Immanuel Kant د آلمان هیواد نامتو فیلسوف هم  په خپل اثر « تل پاتی سوله » Perpetual   PEACEکی سوله (صلح) د شپږو بنسټونو مجموعه ښودلی ده . چی یویی هم په اوسنی پیړۍ کی د د یوه ولسواک نظام چی پرآشتی ،عمومی امنیت او په ټولنه کی اقتصادی او فرهنګی ډاډ را مینځ ته کول دی د سولی لوی هرم بللی شی .لرغونی ادب پیژندونکی دپخوانیو پیړیو دیوه ادبی او طنزی سمبول ملا نصرالدین له قوله داسی حکایت کوی : دژمی په یوه شپه کی چی هوا سړه  او ملانصرالدین خپله ګرمه بړستن پر ځان را کاږلی وه ناڅاپه د کوڅی او کورونو له مینځه شور او زوږ را پورته شو د ملانصرالدین میرمنی چی دا شور او زوږ واورید نو سمدلاسه یی ملا نصرالدین له درانه خوبه راویښ کړ او ورته ویی ویل چی ته ولاړشه وګوره چی څه خبره ده ، ملا چی سترګی یی له خوبه ډکی ، ډکی کیدی پر میرمنه غږوکړ چی ته هم ویده شه اصلا زموږ یی پر څه چی څوګ دی او څه کوی ؟ میرمنی یی ورته په ځواب کی وویل چی داسی ده نو دا ګاونډی توب همسایه توب څه په درد خوړلی شی ؟ ملا چی پوه شو له میرمنی سره دا بګو ، مګو فائیده نلری نو خپله بړستن یی پر سر را کش او له ځانه یی تاؤ کړه او له کوره یی د کوڅی پر لور حرکت وکړګوری چی یوغل د کوم ګاونډی پرکور د غلی په موخه ورد ننه شوی ؤ خو ګاونډی را پورته شوی او غل تری د کوڅی په څنډه کی پټ شوی ؤ خو کله چی غل ګوری ګاونډیان یی خپلوکورونو ته په ننوتو دی او کوڅه له ګاونډیانو پاکه ده نو غل راؤوت او پر ملا نصرالدین  یی چی په ګرمه بړستن کی یی ځان را نغښتی دی نوله ځانه سره یی فکروکړ چی که د نوری غلا لپاره یی وخت پیدا نکړه  نوراشه دا دملا نصرالدین بړستن خو تری یوسه هغه ؤ چی په ملا ورمنډه  او بړستن یی تری راکش کړه او د صحرا پر لور په ګړندیتوب سره روان او دشپی په تیاره کی ورک  شو . خو کله چی ملا نصرالدین کورته راورسید او میرمنی یی تری ؤپوښتل چی څه خبره او پر څه باندی خلکو شوراوزوږ  کاوه ؟ نو ملا په نرم آواز د میرمنی په ځواب کی  وویل : هیڅ نه ؤ اصلأ ټول شور او ځوږ زما پر بړستن ؤ . میرمن یی هم چی ولیدل د ملا پر اوږو بړستن نه ښکاری نو چوپ او د ملا په دی کار یی وخندل .پورتنی له پند اوعبرته  ډک حکایت مو ددی لپاره بیان کړ چی د جګړی دواړه لوری د جګړی او وینی توئیدو عواقبو اوعوارضو ته په پام دنه کولو په صورت کی چی ددغه خونړۍ جګړی د اورتوکی څوګ دی او دهغوی په وړاندی دهغوی مسؤلیت څه دی ؟ یوازی په یوه کاذب مشروعیت او ددرواغو ترخونړی چتر لاندی ځان منتخب ؤلس مشر، د وسله والو قواؤ سرقوماندان بولی دومره ډیراشتباهات کوی چی د اشتباهاتو په خونړی سمندرکی یی د جګړی بل لوری هم یوازی پر افغانستان د نامشروعی واکدارۍ چی د څو څلویښت کلن ناورین دوه لسیزی د لویدیځی ؤلسواکې پر جعلی لیبل د بهرنیو ښکیلاکګرودبرچواو ډالروپر مټ ارګ ته رسول شوی او په سخاوتمندانه توګه اشتباهات ترسره کوی د همدغه سمندرپه خونړیو څپو کی د ماهیانو ښکارکوی او حیرانونکی ده چی دغه جنګیالی او ښکاریان ځانونه دتیرڅلویښت کلن خونړی تاریخ ساتونکی اود شریعت اوشرعی نظام پتنګان بولی نودهغوی کړه اووړه اوعملونه چی د سنګینواشتباهاتو ډک دی دوی دواړه اړخونه دیوی سِکی  دوه مخونه بولی . داځکه چی ددغه خونړی جګړی دواړه لوری ( دافغانستان اسلامی جمهوری دولت او د طالبانو د اسلامی غورځنګ په ګډون ټول وسله وال او بی وسلی مخالفین په افغانستان کی دعدالت پر بنسټ ولاړی سولی ( صلحی ) ته درسیدو په غرض  هیڅ ډول پروګرام او دلاری نقشه نلری . نوځکه خو ویلای شو چی یوازی شخړه دملانصرالدین پر بړستن ( تلتکه ) ده چی هر لوری په فردی او اجتماعی توګه ځان پر حق او مخالف لوری باطل بولی . اوس پکارده چی په دغه تیاره او له غباره ډکه هوا او فضأ کی دحل لاره هم ورپه ګوته شی . زموږ پر باور په افغانستان کی یوه رښتیانۍ سوله (صلحه ) هغه مهال را مینځ ته کیدای شی چی د عدالت پر بنسټ یوه دلاری داسی نقشه جوړه او د عملی کیدو شرائط یی په لاره واچول شی چی دټولنی ټول وګړی ، په هردین او مذهب چی وی او په هر قوم او قبیله پوری چی تړلی وی له هرډول امتیازاو توپیرته ځانونه ددغه خاوری اصلی وارثان ؤبولی . کنه نوتیروڅلویښت کلنو ترخو تجربو داوښودله چی له دی پرته به هره ناسته په هرنوم او هرچیرته چی وی پر ملا نصرالدینی بړستنی د شخړی د کمولو او یا ګړندی کولو په موخه وی چی د سولی (صلحی) له اصلی مفهوم او ماهیت سره لوی واټن لری

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا