گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » طالبان :په ننګرهارکی پرانعکاس تـــلویزیون بریـــد زموږ کــارنــدی
طالبان :په ننګرهارکی پرانعکاس تـــلویزیون بریـــد زموږ کــارنــدی

طالبان :په ننګرهارکی پرانعکاس تـــلویزیون بریـــد زموږ کــارنــدی

نن مازیګر شااوخوا څلورنیمې بجې د جلال اباد ښار لومړۍ ناحیې اړوند د بنګړیوالانو کوڅې ته څېرمه عرب پلازې مخې ته نامعلومه کسانو د انعکاس راډیو ټلویزیون د دوبلې څانګې درې ښځینه کارکوونکې په ډزو شهیدې کړی دی.عینی شاهدانو د خپلو لیدنو په هکله  وویل، یو تن وسله وال د تفنګچې په وسیله د انعکاس راډیو تلویزیون دوه تنه ښځینه  کارکوونکې د بنګړیوالانو کوڅې مخ ته او د انعکاس راډیو تلویزیون یوه بله کارکوونکې د جلال اباد ښار څلورمې ناحیې اړوند قصبې سیمه کې په ډزو شهیدانې کړی دی. وسله وال له سیمې تېښتېدلی دی.

د ننګرهار حوزوی روغتون چارواکو ویلی دی چی  روغتون ته درې مړی او یوه ژوبله مېرمن ور وړل شوې.د انعکاس په نامه د یوه خصوصی تلوېزیون مسئول زلمی وویل، په دغو بریدونو کې یې درې کارکونکې وژل شوې دی.نوموړی زیاته کړه، دا مېرمنې یې د دوبلې برخې کارکونکې وې چې له کار وروسته کور ته پر لار وې.ننګرهار کې امنیتی سرچینو هم منلې ده چې په دوه پېښو کې د انعکاس درې کارکونکې وژلې شوې دی او یوه بله مېرمن ژوبله ده . که څه هم دننګرهار په ولایت کی دداعش یا تش په نوم د اسلامی دولت په نوم وسله وال وژونکی  په رڼا ورځ د خبر یالانو په ځانګړی توګه ددغه برخی ښځینه کارکونکی نیغ په نیغه په نښه شوی دی خوارګ او  دافغانستان نور امنیتی برخی طالبانو ته ددغه شانی بریدونو ګوته نیسی لکه همدا نن چی د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ په یوه اعلامیه کې ویلی، ولسمشر محمد اشرف غنی دا برید غندلی او له اسلامی او افغانی ارزښتونو سره یې په ټکر کې بللی.اعلامیه کې د ولسمشر غنی له قوله راغلی چې طالبان په دا ډول بریدونو او د وېرې فضا رامنځته کولو سره نشی کولی چې د جمهوریت او تېرو شلو کالو لاسته راوړنو دفاع لپاره پورته شوی غږ چوپ کړی.خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپله ټوېټر پانه لیکلی چې جلال اباد کې ترسره شوی برید په دوی پورې اړه نه لری.تر دی وړاندی هم د نوموړی تلویزیونی شبکی یوه تکړه ویانده ملاله  میوند چی دداعش ډلی لخوا یی د وژنو پړه په غاړه آخستل شوی وه او تردی چی د افغانستان حکومت دملالی میوند او د الیاس داعی د وژونکو د نیو خبر هم ورکړی ؤ خو تراوسه یی برخلیک څرګند نه شونواندیشی تربیون چی عدالت اوآزادې د انسان مسلم حق بولی دا او په هره بڼه انسان وژنه غندی دغه پیښه هم په کلکه سره نه یوازی غندو بلکه له ټولو آزادی غوښتونکو څخه په کلکه غواړو چی هر شانی او په هر نوم او بهانه له انسان وژنی لاس واخلی او پریږدی چی انسان د خپل چاپیریال او ارزشونو  په تقاضا خپل برخلیک وټاکی

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا