گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » دیبرالاینزاودطالبانـــو له لــوری دنجونودمکتبونوپریـــکړه !
دیبرالاینزاودطالبانـــو له لــوری دنجونودمکتبونوپریـــکړه !

دیبرالاینزاودطالبانـــو له لــوری دنجونودمکتبونوپریـــکړه !

افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو دسرمنشي ځانګړې استازې دیبرا لاینز  نن په رسمي ډول په افغانستان کې دملګرو ملتونو ژوره اندیښنه او ناهیلي دشپږمو ټولګیو نه پورته نجونو پر مخ د ښوونځیو بند پاتې کیدو په تړاو د دوی د مشرتابه دپریکړې له امله ورسوله.په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازې په خپل لیک کې مولوي امیرخان متقي ته ویلي، چې دا پریکړه اعتماد له منځه وړي او د طالبانو له مشرتابه څخه يې وغوښتل چې ښوونې اوروزنې ته د ټولو نجونو او هلکانو لاسرسی تضمین کړي. میرمن لاینزچې د یوناما مشره هم ده ټینګار وکړ چې ښوونې او روزنې ته لاسرسی یو اساسي بشري حق دی او له بحران څخه دافغانسان د وتلو او د ټولنیز پیوند درامنځ ته کولو لپاره اړین دی.دیاولو وړده چی د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د استازی دیبرالاینز له هغه ځایه چی افغانستان د عمران خان لخوا د رالیږلی وایسرا او امیر المؤمنین منصور احمد خان او دهغه په سترګونه لیدونکی ځواک له لوری  اداره کیږی نو پکار نه ده چی له یوه دروغجن د حقانی شبکی تر سیوری لاندی د بهرنیو اړیکو د مسؤل امیر خان متقی څخه د ښځو د حقوقو او نجونو د تعلیم او نورو څه په برخه کی غوښتنه وشی . او یا هم ورسره معامله وکړی

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا