گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » دطالبانود ویاندڅرګندونی اود موقت حکــومت دجــوړیـدو شـــایعـه !
دطالبانود ویاندڅرګندونی اود موقت حکــومت دجــوړیـدو شـــایعـه !

دطالبانود ویاندڅرګندونی اود موقت حکــومت دجــوړیـدو شـــایعـه !

د طالبانو انلائن ویاند ملا ذبیح الله مجاهد چه ځان د افغانی طالب جنګیالیو ویاند بولی نن افغانی رسانیو ته یوه اعلامیه ورولیږله چی په هغی کی یی د طالبانو او د زلمی خلیل زاد په مشری د امریکا د بهرنیو چارو په وزارت کی د سولی سلا کار دی ټول هغه څه چی ګنی طالبانو له خلیل زاد سره په امریکا کی د میشته افغان سپین ږیری دکتر عبدالستار سیرت چی ویل کیږی دغه افغان مخور سپین روبی  کالونه کالونه د عربستان د رابطه عالم اسلامی غړیتوب لری او د همدغه په ظاهر خیریه سازمان څخه هره میاشت دچایو او ګوړی پیسی ترلاسه کوی په کلکه رد کړی .

که څه هم زلمی خلیل زاد د یوه مطبوعاتی کنفرانس په ترځ کی چی تیره ورځ یی په کابل کی د امریکا په سفارت کی ترسره کړ یوازی دومره وویل چی په افغانستان کی د سولی راتګ ته خوشبین دی او له طالبانو سره په دغه ځل ملاقات کی دطالبانو له لوری د هرات پخوانی والی خیرالله خیرخواه او د طالبانو لوی درستیز ملا فاضل هم ګډون درلود .

خو د شائعاتو په ناولی  بازار کی چی دلته یی ځمکه اوآسمان آخیستی او لړلی دی او هره شائیعه یوه بیه لری نو ځکه خو ځینو په ځان مینواو مغرضو سیاستوالو خپل بوټان او جامی له بکسونو را وه ایستل او یوځل بیا یی د ستار سیرت په مشرتابه د ۲۰۰۱ کال د موقت حکومت خوبونه ولیدل او نیغ په نیغه د افواهاتو اوشائعاتو ترشاودریدل اودغه ناولی شایعات یی په ۲۱پیړی کی دځینو مطبوعاتو په مټو چی ددوی لخوا ورسره کمک اومرسته کیږی ددغه افواهاتو د رښتیا کیدو تکل وکړ.

فیس بک چی دافغانستان په څیر وروسته پاته ټولنه کی ورڅخه د مشروعیت لپاره کارآخیستل کیږی ددغه شائعاتو او افواهاتو په لومړی لیکه کی شمیرل کیږی خو ځینو ځواکمنو چی د تصویری او نورو راز راز مطبوعاتو ته لاس رسې موندلی دی ددغه شائعاتو په رښتیاکولو کی لویه ونډه آخیستی ده . خو په افغانستان کی د موقت حکومت  دجوړیدو اویاهم د لوی جرګی درابللو په پروژه کی پخوانی د استخارو لاس پوڅی حامد کرزی لومړی شمیره تورن بللی شی  چی په هره بیه چی کیدای شی یوځل بیا د واک پر ګډی کینی . داچی خلیل زاد څوګ دی ؟

او آیا په افغانستان کی ددغه شانی لویو بدلونونو درا وستو چی د اتلسو کالو په تیریدو او دنړیوالی ټولنی دسلګونه میلیاردډالروپه بایللولوبه له سره پیل شی آیاخلیل زاداویاهم یوازی دامریکا متحده ایالات ددی توان لری که یه داهغه څه دی چی بایددافغانستان د جکړه ځپلی اوبیوزلی ټولنی روڼاندی یی په پام کی ونیسی خوکه مالګه خوسا نه وی.!!

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا