گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » تش شعارونه که دعمل پاک ډګر؟
تش شعارونه که دعمل پاک ډګر؟

تش شعارونه که دعمل پاک ډګر؟

یادداشت نواندیشی : چنانچه میدانید تربیون نواندیشی از همان آغازفعالیت انتشارتی خویش  با داشتن اندیشه های آزادی بخش و عدالت خواهانه به مثابه منبر آزاده گان و عدالت خواهان افغانستان و جهان  آغاز به کارانتشاراتی  نموده است چنانچه  این هدف والای انسانی و ملی در دستــه ای از اهداف و هویت که درنخستین صفحه این تربـــیون تــحت عنـــوان ” ما چه می خواهیم ؟متذکر شده ایم البته باید گفت ما کسانی هستیم که در اقصای جهان من جمله افغانستان مجروح پراگنده میباشیم طبیعی است که با گزینش  استراتیژیی واحد برای خوشبختی و تعالی انسان شیوه های گوناگون و حتی پیچیده ای را برای رسیدن به این آرمان ملی وانسانی برمی گزینیم که بسیاری از عزیزان همکار این پایگاه در نهضت ها ، احزاب و دسته های گوناگون با انگیزه ها و دلائیل مختلف  بسیج شده اند که بدون شک  این مؤلفه  در جهان کنونی بویژه در جامعه جنگ زده افغانستان یک شیوه نو برای حصول اهداف استراتیژیک عقیدتی میباشد.آخیرأ یکی ازهمکاران  بسیارعزیز تربیون نواندیشی به نشانی ما متنی را فرستاده است که گویایی هویت حزب حرکت انقلاب اسلامی مردم افغانستان بوده و غالبأ درتهیه ونوشتن این متن نیزهمکار بزرگوار ما نقش داشته است .که لزومأ به دلیل تبعیت ازعقل جمعی اعضأ رهبریی یک حزب سیاسی و فرهنگی موافقت با تمامی مواد و مفرادات ازآن  نه تنها از سوی یک رسانه انتشاراتی ضرورنیست بلکه حتی دربسیاری موارد با آنچه که به عنوان یک شخصیت فردی مصلحت می داند نه میتواند بر منبرحزبی وتشکیلاتی ازآن به دفاع برخیزد. لهذا تربیون نواندیشی نیزعلی الرغم آنکه با بسیاری مفردات آن مخالفت ندارد اما باتوجه به پیچیده گی شیوه های استعمار که پس ازسقوط بلاک سوسیالیستی روسیه با اسلوب های مافیائی وترویج اقتصاد لبرال در جهان بویژه درکشورماافغانستان اعمال می گردد بابرخی قسمت های آن که متعلق با مشروعیت ملی درجامعه است موافق نه میباشیم

____________________________

د یوه سیاسی او مذهبی داسې خوځښت ( د افغانستان د خلکو د اسلامی انقلاب حرکت)په توګه مو چې جرړې یې د هیواد په لرې پرتو سیمو کې د ښاری سیمو په پرتله ډیرې او پیاوړی دی د موجوده حکومت تشې او نیمګړتیاوې وینو او د خپلو شته امکاناتو په چوکاټ کې مو حکومت ته د شکوو، ګیلو، سلا او مشورو په چوکاټ کې تر مشرانو رسولې دی، خو داچې په سیاسی ډګر کې مو ولې د حکومت په وړاندی سنګر نه دی نیولئ ځکه چې سوله مونږ ته د نورو مسائلو په پرتله د افضلیت او ارجحیت مقام لری. سوله زمونږ د ولس لپاره د اکسیجن حیثیت لری.مونږ د ولسی جرګې او ولسمشریزو ټولټاکنو کې ولیدل چې هیچا او هیڅ ټاکنیز ټکټ په ټاکنو کې په زور زر ګواښ او د کمیسیونونو د چارواکو د تطمیع کولو له لارې هیڅ ډول سپما ونکړه. دغه سپیڅلی پروسه همدغو خلکو هم بدنامه کړه څوک چې اوس په ټاکنو کې د تقلب او درغلئ چیغې وهی. مونږ پوهیږو او خبر یو چې په ارګ او سپیدار کې څه ډول سیاسی فضأ حاکمه ده.

مونږ د سپیدار مشرانو ته هم ویلی دی چې راځئ د قومی سمتی او ژبنی سیاست پرځاى پاک ستره سپیڅلئ ملی سیاست وکړو. راځئ د جهاد په نوم، د قوم سمت ژبې او مذهب په نوم د پوستونو وېش او امتیازات ترلاسه کول نه، بلکې د سیاست له لارې دینی مقدساتو ته د چوپړتیا لاره ونیسو. راځئ د ښه روښانه راتلونکې او د یوه ازاد خپلواک او پرمختللی هیواد لپاره د “نه منم” او “موازی حکومت جوړوم”سرټمبه تګلارو پرځای په نظام او سیستم کې داسې مثبت بدلون او سمون راوړو چې د درغلئ مرتکبین او پردی دښمنان پکې د جعل تزویر تقلب او تخطی فرصت او امکانات پیدا نه کړاى شی.

له مونږ سره د هغو ناخوالو په تړاو درد او درک شته چې له ارګ نیولې بیا د ښاروالی او پولیسو تر مأموریت پورې زمونږ ملی شتمنئ او د ولس جیبونه څه ډول لوټل کیږی. مونږ څو څو ځله له مشرانو سره د د ولس د کور (ارګ) د بدنامولو او د ملت په دغه سپیڅلی کور کې له ملی ارزښتونو او دینی لارښوونو سره مطلقاً په ټکر کې کړنو او د هغوی له خورا زیاتو او خطرناکو منفی اغېزو په تړاو له مشرانو سره خبرې کړې دی، خو متاسفانه چې کله هم د سمون او بدلون په موخه زمونږ نوښت سلا او مشورو ته د عمل بڼه نه ده ورکړل شوې.

په دولتی ادارو کې فساد د سرطانی غودو په شان د ملت وینه زبېښی. دا واقعیت ده چې په حکومتی ادارو کې د فساد په وړاندې په ځانګړې توګه د سترو تړونونو په برخه کې د شفافیت او سمون په هکله یو څه لاسته راوړنې هم ولرى خو هغه څه چې د ملت او حکومت ترمنځ واټن زیاتوی هغه د فساد هغه برخه ده چې چارواکی یې په ناروا توګه له ولس څخه اخلی.که دلته روانه جګړه د خلکو وینه تویوی، نو دلته روان فساد هم د خلکو وینه زبیښی. که دلته روانه جګړه ختمول د حکومت د وس خبره نه ده، نو دلته روان ادارې فساد کمول خو د حکومت اساسی دنده اوشونئ کار ده.داسې کره شواهد شتون لری چې له اداری فساد سره د مبارزې په موخه جوړې شوې ادارې په خپله په فساد کې ښکیل دی، ځکه چې د دغې شومې پدیدې د مخنیوی لپاره اړینه اراده وجود نلری.

زمونږ مقدس دین حق تر حقدار پورې د رسولو، کار اهل کار ته د سپارلو او د رشوتونو په تړاو ارزښتمنې لارښونې لری. د حکومت لخوا د فساد د مخنیوی دنده پاکو او سپیڅلو دولتی بنسټونو ته له سپارلو سربېره دینی حلقې په ځانګړې توګه محراب او منبر ته باید په دغه تړاو د خورا اغیزمن او مضبوط رول لوبولو دنده ولری. د ژور خفګان او تأسف مقام ده چې حکومتی چارواکی په علماو امامانو او خطیبانو باندی په ولسونو کې د ژورو ریښو درلودلو له امله د خپلو ګټو لپاره د مرستې غږ کولاى شی خو کله یې هم دومره زحمت نه ده ایستلئ چې په لرې پرتو سیمو کې کلیو او بانډو کې له نظام څخه د دفاع او د سولې د پلوی کولو له امله دینی حلقاتو ته د متوجه شدیدو امنیتی ګواښونو په تړاو درک او یا هم درد ولری.زمونږ روان دینی او ملی خوځښت چې د غړیو مطلق اکثریت یې دینی علما او قومی مشران جوړوی په لرې پرتو سیمو کې د دینی او قومی مشرانو په توګه د هیڅ ډول امتیاز ترلاسه کولو او امنیتی اسانتیاو پرته له نظام څخه مشروع دفاع او د سولې په پلوی خپل ټولنیز حیثیت، محراب او منبر کاروی او دغه مبارزه د مادی امتیازاتو ترلاسه کولو لپاره نه، بلکې د دینی ارشاداتو، ملی ګټو د تحقق او د یوه منل شوی اسلامی ولسواک نظام لپاره کوی. په دغه حقه مبارزه کې زمونږ د ګوندی غړیو شهادتونه او سرښندنې مشهودې، زمونږ د زرین تاریخ د پاڼو په سینه کې خوندی او د خپل ولس په ذهنونو کې ثبت دی.د پورتنیو ستونځو په تړاو د دروند دینی او ملی مسئولیت د درد او درک له امله د هیواد د تاریخ په دغو حساسو شیبو کې د ولس او هېواد د روښانه راتلونکی په موخه غواړو د هیواد سیاسی اوجنګی زعامت قسماً ترخې په اوږد مهاله توګه دهغوى اوهیواد په ګټه یې ګڼو وړاندی کړو.
د ولسمشر غنی د حکومتولی تیر دور ته په کتو ویلاى شو چې ولسمشر غنی د ځینو اقتصادی پلانونو، د سیمې د هېوادونو د اتصال نوښت او له ډیرو هیوادونو سره د هوایی دهلیزونو تړونونو سره دا ثابته کړه، چې افغانستان به تل پردیو ته محتاج هیواد نه وی. د ځینو هغو زورواکانو په وړاندې چې د نوموړی واک ته یې بالفعل ګواښ متوجه کړئ وه د ولسمشر قاطعانه غبرګون د ولسی هیلو د پوره کولو په وړاندی په زړه پورې ګام وه. بله لاسته راوړنه یې په لوړه کچه د فساد د مخنیوی په برخه کې د سمون او بدلون نسبتاً بریالئ هڅې ګڼلاى شو.مګر شک نشته چې نوموړئ په ډیرو برخو کې سترې ستونځې هم درلودې چې په راتلونکې دوره کې د هغو تکرار نوموړئ له خطرناک او بوږنونکې سرنوشت سره مخ کولاى شی.باید ومنو چې زمونږ د هېواد د دینی، ټولنیز، سیاسی قومی او ژبنى ځانګړی جوړښت له امله د مشرانو داسې ځانګړتیاو ته اړتیا لری چې په نوره نړئ کې هغه ځانګړنې حتمی نه ګڼل کیږی او ولسمشر غنی دغه ډول ځانګړتیاوې نه لری.د بېلګې په توګه لاندې موارد دنوموړی د ضعف نکات اود ناکامې مهم لاملونه ګرزیداى شی:

۱- د افغانستان په سیاست کې له قومی حساسیتونو سره نوموړئ نابلده ده. خبرې ډیرې خو عمل یې کم ده.
۲- غنی که څه هم په یوه دموکراتیکه ټولنه کې اوسیدلئ خو له خلکو ملګرو حتى د کابینې له غړو سره د نوموړی تند تیز او خشن چلن هغه نیمګړتیا ده چې نوموړئ د دیکتاتور په توګه ټولنې ته ورپیژنی.
۳- په دینى او عقیدوی برخه کې د نوموړی کمزورئ نیمګړئ او ترینکلئ شالید هغه تشه ده چې نوموړئ په ټولنه کې ځای نشی پیدا کولاى.

۴- که څه هم سیاست او د انسان شخصی ژوند باید سره جدا وی، خو د نوموړی د میرمنې مذهبی شالید او په حکومتی برخه کې د هغې پته او ښکاره لاس وهنه زمونږ په سنتی ټولنه کې معیوب او منفور کار ګڼل کېږی.
۵- د ملی ارزښتونو، دودیزو او کلتوری ځانګړتیاو په تړاو د نوموړی د پوهې او تجربې نشتوالئ. تر دې هم ورهاخوا دغه ټول موارد بې اهمیته او یا هم کم اهمیته ګڼل د ولسمشر ستره نیمګړتیا په ګوته کوی.
۶- ارګ د ملت کور ګڼل کېږی او د ددغه کور د سپیڅلتیا ساتل د ولمسشر هغه دنده ده. په تیره دوره کې په ارګ کې د ننه د اخلاقی فساد ډندورو او رسوایی په هکله د نوموړی ناهیلې کونکئ او خواشینونکئ غبرګون هغه نیمګړتیا وه چې د غنی راتلونکئ په شدت سره ګواښی.

۷- متاسفانه ولسمشر د ځوانانو او ښځو د حقونو د خوندیتوب د مبارزینو په نوم د څو مرموزو ډلو په بشپړه ولقه او محاصره کې قرار لری. دغه ډله او اشخاص د دینی مقدساتو او ملی ارزښتونو په تړاو هیڅ ډول پوهه او باور نه لری. ولسمشر غنی د افغانستان په لرې پرتو کلیوالو سیمو او بانډو کې د میشتو افغانانو چې د هیواد اویا سلنه وګړی جوړوی مطلقاً ناخبره ساتل شوئ ده، خو د ښځو او ځوانانو په نوم د څو ښار میشتو ډلو د لاسونو پړکا ته د احساساتو په څپو کې قهقهه خندا ګانې لګوی او فکر کوی چې بس همدغه غوړ پړ او په سرخی پوډرو ککړ مخلوق د افغانستان د ځوانانو او ښځو استازی دی چې له نوموړی څخه پلوی کوی.
۸- د فساد د مخنیوی په موخه د نوموړی اقدامات په لوړه کچه تدارکاتی قراردادونو کې نسبتاً د پام وړ لاس ته راوړنې لری، خوله ولس سره په دولتی اداروکې د پراخ اوځپونکی فساد په هکله د موجوده حکومت لاسته راوړنې له صفرسره ضرب ده.

۹- په مهمو ملی مسایلو کې له سیاسى ګوندونو دینی حلقو مدنی ټولنو او د ولس له استازو، حتی له خپلو ائتلافی احزابو سره د سلا او مشورو نه کولو منفى اړخ نوموړئ د بشپړې انزوا خواته بیولئ ده.


طالبان په سیاست او مدیریت کې د پوهې او تجربې د کچې د ښکته والی له امله له امریکا سره د سولی په نوم له هوکړه لیک لاسلیک کولو څخه وروسته سخت په احساساتو راغلی دی. مونږ ورته اوس ډیره د پړې ګوته هم نه نیسو. د سیاست په ډګر کې د هغوى پوهه او تجربه ښئی چې په داسې شرائطو کې احساسات نندارې ته وړاندې کړی، خو یوازې دومره ورته وایو چې امریکا له نړئ او نړیوالو سره خورا پیچلئ له رمزونو کږلیچونو او ګنډوونو څخه ډکه تګلاره پرمخ وړی.ډیره به ستونځمنه وی چې تاسو د هغوى د رمزونو په کودونو باندی پوه شئ. د تړون د عملی کولو پړاو به تاسو ته ستونځې ولرى، خو هغوى به په حقوقی لحاظ خوندی وى او تاسو به ورباندې کله هم په عدلی او قضایی برخه کې برلاسی نشئ. داسې فکر کله هم مه کوئ چې امریکا مو غلطه کړه. هغوى به خپل ځواکونه وباسی اومیدان به تاسو ته د خپلو آسونود ځغل لپاره تش او شغالی پاتې شی.کوم خوا یې چې ځغلوئ، نوستونځه به نه وی.که پردی ځواکونه اودهغوى په ژمنو باندې حساب کول پریږدو نو بیا هم تصور مه کوئ چې حتی که کابل هم و نیسئ او ارګ ته هم ننوزئ، نو تاسو به حکومت وکړاى شئ . نه داسې نه ده.داسې قطعاً شونې نه ده.د کابل نیول او په کابل باندی حکومت کول توپیر لری.تاسو قربانی ورکړه. لوړې ژورې مو وګاللې. بندخونې، ګوانتنامو، شړل، ځورول او بندی کول مو ولیدل. ددغو ځورونو په وړاندې ستاسو مقاومت، متانت او همت د ستائنې وړ ده، خو په کور د ننه ستاسو تګلاره له لومړئ ورځې بیا تر نن پوری له ستونځو او نیمګړتیاو ډکه ده. د سولې د خبرو د شونتیا په صورت کې د افغانانو ترمنځ جګړه قطعاً د ویاړ خبره نه ده. تاسو ته په حکومت کې د پراخ فساد، ظلم، بی انصافی او زورواکی د شتون له امله په ستره کچه مواقع او فرصتونو شتون درلوده. تاسو کولاى شواى د حکومت د کمزوری له پورتنیو نکاتو څخه ګټه پورته کړې وای. ولس مو د خپل ځان او خپلو تګلارو په تړاو په اعتماد کې اخیستئ واى. د ولس اوښکې مو پاکې کړې. په هغو سیمو کې مو جکړه په بشپړه توګه بنده کړې وای چیرته چې بهرنیو ځواکونو شتون نه درلوداى. تاسو باید ثابته کړې واى چې ستاسو جګړه واقعاً د بهرنیو ځواکونو په وړاندې ده، خو داسې ونشو، بلکې په ځینو سیمو کې د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته جګړه لا نوره هم خونړئ شوه.تر ټولو مهمه خبره داده چې تاسو ولس او نړئ ته باید د سولې لپاره جامع او مانع پلان وړاندی کړئ وای، خو داسې هیڅ مو ونکړل.راځئ د ښه کار لپاره هیڅ وخت هم ناوخته نه ده. همدا اوس متین عزم مضبوطه او مستحکمه اراده وکړئ. خپلې موخې د اسلام افغانیت په ترازو او د نړیوال منلی سیاست په رڼا کې په هر اړخیزه توګه وڅیړئ او و یې ارزوئ. ایا اوسنی افغانستان د دوه لسیزو مخکی افغانستان سره پرتله کیداى شی؟ایا تاسو ته به د تلویزون بند، د نجونو ښونځی اوپوهنتون بند،انځوربند د ښځو په کار باندی بندیز شونتیا ولری؟ایا ستاسو له پخوانی شوق او ذوق سره سم به د امر بالمعروف او نهى عن المنکر هغه سابقه نخړې افغان ولس ته د زغم او تحمل وړ وی؟ایا تاسو به د اوسنی سیاسی جوړښت ځانګړتیاو په چوکاټ کې له نړیوالو سره په سیاسی اقتصادی او نظامی برخو کې د پراخې ښکیلتیا څومره امکانات ولرئ؟نور ښارونه هم پریږدم ایا تاسو به اوس یوازې په هغه کابل باندی چی لس ګونه زره د پوهنتون فارغین پکې بیکاره ګرزی، په لسګونو پوهنتونه لسګونو تلویزونې چینلونو سلګونو مدنی ټولنو لسګونو سیاسی ګوندونو او شپږنیم ملیونه نفوس باندی حکومت وکړاى شئ؟ایا تاسو به د په کور د ننه وسلوال او سیاسی مخالفتونو د مدیریت وړتیا ولرئ؟ایا تاسو د بشری حقونو د ښځو د حقونو د ځوانانو د حقونو د نړیوالو تړونونو ، نړیوالو سیاسی او اقتصادی بنسټونو سره د خپل نظام د سمولو امکانات ولرئ؟که ځواب هو وی، نو محاسبه مو په مفروضو ولاړه او خیالی ده. بیا ورباندی فکر وکړئ! که ځواب مو نه وی، نو وړاندیز درته لرو. هغه دا چې؛باور لرو چې امریکا د افغانستان په جګړه کې ستر رول لری خو زمونږ د قضیې تلپاتی حل له امریکا او ناتو سره نه، بلکې یوازې د افغانانو ترمنځ د څو لسیزو راپدیخوا مسلسلو او متواترو ناکامو جګړو څخه د درس اخستلو او ځمکنیو حقایقو ته د تسلیمېدو په فارمول کې لټولاى شو.منطق خو داده چې کله چې یوه فارموله له څو ځلې تجربې وروسته مطلوبه نتیجه نه ورکوی، نوفارموله غلطه ده اوپه عوض یې باید بله فارموله ترکار لاندې ونیول شی.په افغانستان کې د افغانانو ترمنځ د جګړو فارمولې له تیرو څو لسیزو راپدیخوا عملاً ناکامې او معکوسې نتیجې ورکوی. اوس هغه وخت را رسیدلئ ده چې په متبادلو لارو غور وکړئ.مونږ د جګړې په دواړو کورنیو اړخونو غږ کوو چې د جګړه ایز او د تاوتریخوالی له لارې د واک تر لاسه کولو د بیا بیا ناکامو تجربو پرځاى د تفاهم لاره ونیسئ او د اختلاف مسائل له افغانی دود او کلتور سره سم حل او فصل کړئ. بس یوازې همدغه زمونږ د ستونځو لپاره باعزته حل لاره ده.

د اوسنی نظام بنسټیزو نیمګړتیاوو او ستونځو ته په کتو ویلای شو چه زمونږ دهېواد ټولنیز کمزوری جوړښت، د ټولنی لږ ذهنی پرمختیایی وده ، د پخو سیاسی ګوندونو نه موجودیت، د زده کړو دکچې ټیټوالئ، اساسی قانون ته د درناوى نه شتون، د رسنیو ټیټه وړتیا ، له دین، ولس او هېواد سره د سیاستوالو دروغجنه مینه په نظر کې نیولو سره وړاندیز کوو چې اقلا د دوو نورو لسیزو لپاره ریاستی نظام ته اړتیا لرو. د پردیو وارداتی نظامونو دخپلولو پرځای مونږ باید د داسې نظام دجوړولو او خپلو لپاره کار وکړو چه زموږ د دینی ارزښتونو رښتونی افغانی کلتور او ملی باور له بنسټونو سره سمون خوری او دغه کار یقیناً شونئ ده.
د نظامونو په ړنګولو کې اوږد تاریخ، تجربه، اتلان او وړتیاوې لرو، خو د نظام په جوړولو کې له تیرو څلورو لسیزو را پدیخوا پاتی راغلی یو.


د یوه سوچه اسلامی، په ولسی بنسټونو ولاړ او د ولس اړتیاوو ته ځواب ویونکی حکومت رامنځ ته کولو، د نړیوالو په مینځ کې د یوه ازاد، خپلواک، مستحکم هیواد او سرلوړی ملت په توګه د ځای موندلو، د پیاوړی اقتصاد، ولس محوره سیاسی نظام، په معاصره ټیکنالوژی سمبال امنیتی ځواکونو درلودلو، د الهی حکم او ولسی غوښتنې پربنسټ د پردیو ځواکونو د شړلو لپاره ټول افغانان حکومتی ډله کابل میشت سیاستوال او طالبان د یو بل منلو، زغملو، په دغه ګډ کور کې په سوله ایزه توګه د ګډ اوسیدو او په ګډه د دغه ګډ هېواد د ابادی، ښیرازی او پرمختګ لپاره د ګډ کار کولو چل او هنر زده کولو ته مونږ ټول افغانان سخته اړتیا لرو.
له تیرو څلورو لسیزو ناورینونو جګړو اختلافاتو او ناکامو حکومتونو وروسته اوس باید پوه شوی واى چې زمونږ په هیواد باندی یوه ډله، یو فکری لورئعاو پردی وارد شوی نظامونه د چلن وړ نه دی.داسې نه وایو چې د نظام په نورو برخو کې هیڅ ډول نیمګړتیاوې او ترینګلتیاوې شتون نه لری، خو په ټاکنیز سیستم ستونځې زمونږ ملی یووالئ ننګوی. مونږ د ملی سیاست د اساسی اصولو په چوکاټ کې په هره ناسته کې په واکمنو باندی غږ ګړئ ده چې زمونږ په ټاکنیزسیستم کې ډیرو ژورو بدلونو ته اړتیا شته، خو متاسفانه زمونږ سیاستوالو ته د نظام په اډانه کې شته تشې هغه وخت وریادې شی چې ټاکنو ته دوه یا هم درې اونئ پاتې وی.د زعامت او ټاکنیزو ستونځو د تلپاتی حل په موخه نن یو ځل بیا په حکومت سیاسی ګوندونو سیاسی نخبه افرادو او افغانی ټولنه غږ کوو چې په هیواد کې د جنګی صورت حال ورهاخوا د کرونا وبا نړئ ځپی. زمونږ کورنیو اختلافاتو ته په غبرګون کې د نړیوالو مشرانو له خبرو معلومیږی چې نړیوال افغانستان نور هیروی. د اوس لپاره د “نه منم” “غره ته ځم” “موازی جوړوم” “ټول شموله” او “د ملی مشارکت” حکومت وغیره وغیره بیځایه غیر قانونی غوښتنې او ملنډې پریږدی. دغه ډول نیمګړې حل لارې، د شخصی یا هم ګوندی ګټو پر محور راڅرخیدلی وړاندیزونو پرځاى د ستونځو اساسی او تلپاتې حل لاره ولټوو. د “حساب ورکوو حساب غواړو” ” ټول ګډونه حکومت جوړوم” ” اسلامی نظام نافذوم” شعارونه د ملت په نزد هغه الفاظ دی چې مفهوم یې لاهم نه ده موندلئ.

نور ولس په سپیڅلو شعارونو نه بلکې په سپیڅلی کړنو باندی حساب کوی. دغه کارونه هغه وخت شونئ ده چې د اوس لپاره هغه پریکړې ومنی چې له قانونی سرچینو څخه پروسس شوې او اعلان شوې خو حکومت باید همدا اوس عملا لاس په کار او ژمنه وکړی چې د اړونده بنسټونو، ښه شالید درلودونکو سیاسی نخبه افرادو، دینی علماو او حقوقپوهانو څخه یوه واکمنه شورا جوړه کړې ترڅو د څو اونیو په درشل کې د یوه شفاف، ازاد او خپلواک تاکنیز نظام داسې مسوده ترتیب کړی چې د شته نیمګړتیاوو لکه جعل تزویر تقلب تخطی درغلی حتى د واکمنو د لاسوهنو مخنیوی پکې شوئ وى، له نړیوالو نورمونو سره سمون وخوری او زمونږ دینی او ملی ارزښتونه پکې خوندی وی.

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا