گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » تواب غورځنګ هم دخاورو شو!
تواب غورځنګ هم دخاورو شو!

تواب غورځنګ هم دخاورو شو!

ځوان لیکوال او ژورنالیست تواب غورځنګ  چی څه موده وړاندی د زړه د ناروغی له کبله د کابل ښار  په یوه روغتون کی بستر کړای شوی ؤ خدای ټه ورغلو او له دی فانی نړۍ سره یی دتل لپاره مخه ښه وکړه .

خدای بښلی تواب غورځنګ چی د  افغان شاعر ، لیکوال او ژورنالیست زاهد شاه انګارپه وینا  څلور ورځی پخوا دزړه د حملی له کبله د کابل ښار د رائیل په نوم یوه روغتون کی بستر شو او له نیکه مرغه چی زموږ دیوه  خوستی خپلوان ډاکتر نعمت الله حقمل چی یو وتلی دزړه متخصص دی اوهلته یی دنده درلوده د دریو نورو متخصصینو سره په ګډه دوه ځلی دزړه عملیات ترسره کړل چی تقریبأ له صحته برخمن شوی ؤ

 او په بسترکی را کیناستلۍ ؤ خو بس دا دخدای ج حکم اودهغه خوښه وه چی دشپی ددریو اودری نیمو بجو په شاوخوا کی یوه بله دزړه حمله پری راغله نورنوډاکترانو هم ونه کړای شول اودهغه زرین قول سره سم چی واېی : که نه کوی حبیب نو څه به وکړی طبیب ! ارواښادغورځنګ چی تیره ورځ له دی نړۍ سره مخه ښه وکړه او دعمردیرش پسرلی یی لیدلی ؤټول خوستی ځوانان په مړینه ژورخفګان څرګندوی اوواېی چی زموږ ځوانان ډیرکله دسیاسی معاملو او فشارونو ښکار کیږی چی بیاورته برخه لیک سره مخامخ کیږی .بل لورته افغان لیکوال او ژورنالیست نجیب الله الوخیل چی د آزادی او مشال رادیو سره کاری اړیکه لری د خدای بښلی تواب غورځنګ په مړینه داسی لیکی:

دافغانستان دسیمه ائزو ارګانونو اودامنیت شوری دپخوانی ویاند تواب غورځنګ جنازه د افغان حکومت دیوشمیر چارواکو په ملتیا په فوځی  چورلکو کی خوست ته ولیږدول شوه دخوست په اداری کمپلکس کی د غورځنګ د جنازی د لمانځه له اداکولو وروسته د افغان حکومت ځینو چارواکو د هغه د شخصیت پر وړتیا او ژمنتیا خبری وکړی او هغه یی د هیواد دپرمختګ او دسولی د ټینګښت او دافغانانو د یووالی آرمانجن ؤباله . ددغو مراسمو په ترځ کی د تواب الدین غورځنګ خسر او ماما زاهدشاه انګار د حکومتی چارواکو او نورو دوستانو له همدردی او دغورځنګ دناروغې پرمهال د هغه دپوښتنی او عیادت همدا رنګه خوست ته دنوموړی د جنازی په انتقال کی دهمکاری له امله مننه وکړه . نواندیشی تربیون هم یوځل بیا د خدای بښلی تواب غورځنګ مړینه دافغانستان په کچه د فرهنګ او سیاست په ډګرکی یوه لویه ضائعه بولو او خداب بښلی ته د فردوس جنت او وویر جنو پاتی کسانو په ځانګړی توګه افغان شاعر ، لیکوال او دسولی پیغام درادیو  مشر ښاغلی زاهد شاه انګار ته دزړه صبرغواړو 

ددغه راپور په چمتو کولو کی د آزادی رادیو او پیاوړی لیکوال او ژورنالیست نجیب الله الوخیل همدا شان د زرغون له تلویزیونی شبکی او غرغښت تلویزونه څخه یوه نړی مننه کوو 

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا