گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » تونــدلاری زمونږ دارزښتــونــو برخــه نه وه او نــه هــم ده !
تونــدلاری زمونږ دارزښتــونــو برخــه نه وه او نــه هــم ده !

تونــدلاری زمونږ دارزښتــونــو برخــه نه وه او نــه هــم ده !

افراطیت، توندلاری رادیکالیزم هغو کړنو, نظریاتو، چلن، ذهنیت او ټولنیز تعامل ته ویل کېږی چې پاروونکئ اړخ  او له عامه ذهنیت سره په تقابل کې قرار ولری. یا په بل عبارت؛  سیاسی، نظریاتی، مذهبی، ټولنیزو یا اقتصادی اهدافو ته د رسیدو لپاره  تاوتریخوالی ته د مشروعیت ورکولو، هڅولو، توجیه کولو ، یا ملاتړ کولو تګلارې ته افراطی ذهنیت ویل کېږی. تر هغو چې افراطیت یوازې یوه مفکوره، د ستونځو د حل لپاره احساساتی او جزباتی تیوری وی، جنایت نشو ورته ویلاى، بلکې د ټولنیز جبر، بى عدالتی، محرومیت محکومیت، د سرچینو ناسم ویش، تبعیض، په ځانګړې توګه عقیدې او ژوند ته د متوجه بالفعل او یا هم بالقوه ګواښ په وړاندی توند غبرګون او یا هم په بله اصطلاح د ځینو توندلارو ډلو لخوا د ځوانانو له احساساتو څخه ناروا ګټه پورته کول یې ګڼلاى شو.د افراطی مفکورې د ختمولو په لار کې د زور کارول او عسکری  ګامونه پورته کول معکوسې پایلې درلودلاى شى. د افراطیت د ختمولو لپاره په جنګی بنیادونو د ګامونو پورته کولو پرځاى د منظمو، متوازنو او د عاطفی احساس پر بنسټ ولاړو نرمو ګامونو پورته کولو ته سخته اړتیا ده.د متوازن پرمختګ د فرصتونو نه شتون، د محرومیت احساس، تبعیضی چلن، فقر، د امنیتی ارګانونو لخوا ناوړه چلن،  د افراطی ذهنیت لرونکی افرادو او جرمی شالید لرونکو اشخاصو ترمنځ توپیر نه کول، په پراخه کچه عسکری عملیات، په  دینی مراکزو باندې د ترهګری شک کول،  ترینګلې حکومتولی، اداری فساد، له قانون څخه د معافیت دود، د ټولنیز عدالت نه شتون، د غرب لخوا دیموکراسی په نوم د خپلو عنعنو او دودونو د منلو لپاره بیځایه فشار، په جګړه کې ملکی تلفات، انسانی ژوند او عقائدو ته د بالفعل او بالقوه ګواښونه  افراطیت ته د ودې ورکولو لپاره زانګو جوړوی.له اوسنیو جګړو مخکې د افغانانو ملی دودونه او کلتور هم د منځلاری په اصولو باندی ولاړ وو. په کلتوری برخه کې یې په دوستی او دښمنی دواړو کې د اعتدال خوا نیولې وه. په دواړه برخو کې یې سرې شنې او زېړې کرښې درلودې. دښمنی یې کوله خو معیارونه یې هم درلودل. د بیلګی په توګه په مسجد، هدیره، کور ته راغلۍ، د لمونځ کولو په مهال د تورسرو او ماشومانو په وړاندې یې د سر دښمن هم نه واژه. د سولې لپاره یې څلی او د حل باعزته لارې درلودې. د وژل شوی دښمن سترګې به یې پټولې، څادر به یې ورباندې غوړاوه او د مړ جسد توهین په افغانی دود کې ستر پور درلوده.  اوس خو مو هر څه له لاسه ورکړل. دښمنی مو خیالی ده. د یوه دښمن د وژلو لپاره د سلو بیګناه وژل هم موجه ګڼو.لمړئ افغانان معتقداتو او مقدساتو ته  ګواښ جدی نیسی او په وړاندې یې سخت غبرګون ښئی. ګواښ کله په ریښتینې توګه شتون لری او کله هم د پاروونکو تبلیغاتو له اغیزو لاندی راځی او افراطیت ته مخه کوی. کیداى شی لامل یې دینی مقدساتو ته د سپکاوی په اړه له اسلامی ټولنې سره د غربی ټولنې فرهنګی او کلتوری توپیرونه وی. په غربی ټولنو کې دین او عقائدو ته سپکاوى دومره جدی نه نیول کېږی.دوهمه ستونځه  د عسکری ستراتیژی له مخې د ځینو هېوادونو د استخباراتی ادارو لخوا د دښمن د ماتولو په موخه د ولسی  احساساتو را پارول او د جهاد فتواوې د ابزارو په توګه کارول هم د افراطیت په پراختیا کې غوښن رول لری.په افغانستان باندې د شوروی اتحاد د یرغل پر مهال د امریکا متحده ایالاتو د پاکستان په مرسته د افغانانو له کلک عزم او قربانی څخه ښه ګټه پورته کړه. خپل پیاوړى رقیب شوروی اتحاد یې مات کړ او سړه جګړه یې وګټله.

        دریمه ستونځه د افغانانو پیاوړى احساساتی ځانګړتیا او د نړیوالو دوه مخې چلن ده.  د ٧ ثور خونړى کودتا د دینی او ملی احساساتو پارونکى پیل وه، د خلق او پرچم د واک په مهال د عامه خلکو وژلو ځپلو او شړلو افراطی کړنو سخت غبرګونونه له ځانه سره درلودل او بالاخره په افغانستان باندې د شوروی اتحاد ځواکونو د یرغل په وړاندې د افغانانو له سپیڅلو دینی او حماسی احساساتو څخه ګاونډیانو، غربی نړۍ په ځانګړی ډول امریکا ګټه پورته کول افراطیت ته د ودې ورکولو تسلسل وه.په افغانستان باندې د امریکا یرغل، له ترهګری سره د جګړې تر عنوان لاندې د ملکی تلفاتو لوړه کچه، په ګوانتنامو کې په بدنام زندان کې د ډیرو کلونو لپاره د بیګناه خلکو ساتل، د د امریکایانو لخوا د افغانانو دودونه او کلتوری ځانګړتیاوې تر پښو لاندې کول، شپنى چاپې، د فامیل د مشرانو د سترګو په وړاندې د هغوى د ځوانانو وژل د انتقام په موخه افراطیت ته د ودې ورکولو هغه موارد دی چې مونږ ورڅخه انکار نشو کولاى.له شک پرته د دوو لسیزو مخکی وختونو په پرتله په افغانستان کې د افراطیت او د ترهګری د ګواښونو اوسنئ کچه لوړه ده. که همدغه صورت حال وارزوو نو پوهیږو چې د افراطیت اړىنى لوړه کچه انفعالی اړخ لری او یا هم په بل عبارت، د یرغلګرو ناوړه کړنو ته د افغانانو طبیعی غبرګون ده. دلته یو وضاحت بیا هم اړین ګڼم. هغه دا چې کیداى شی افراطی ذهنیت د سپیڅلو احساساتو ترجمانی وکړی مګر ډیر ځله احساسات او عینی واقعیتونه له یو بل سره توپیر لری. زه د پورتنیو لاملونو پر بنسټ زمونږ په ټولنه کې افراطیت ته د مشروعیت ورکولو هڅه نه کوم. افراطیت په هرحال نه یوازی زمونږ له دینی احکامو سره اړخ نه لګوی، زمونږ د ټولنیزو پرمختګونو مخه هم ډب کوی.الف؛ د تاوتریخوالی او توندلاری د ریښو ایستلو په برخه کې  د لنډمهاله مینځ مهاله او اوږد مهاله مربوطو هڅو او تګلارو ته اړتیا ده.

ب-  په ترهګری او توندلاری  باندی اخته سیمو کې د باندنیو لاس وهنو د مخنیوی لپاره ګامونه پورته کول حتمی ده.

ج- له افراطیت سره د لاس او ګریوان ټولنو او چارواکو ترمنځ د مبارزې په تګلارو کې د مشارکت، همغږی او ګډې همکاری روحیه پالل او ساتل د مبارزې د بریا لپاره ارزښتمنه لاره ده.

د-  په اوږدمهاله ستراتیژی کې د توندلاری ذهنیت د بیا راټوکېدو د مخنیوى په تړاو، ژوند او عقائدو ته د ګواښونو له منځه وړل، متواتر او متوازن پرمختیایی کارونه سرته رسول، کاری فرصتونه برابرول، د بیوزلی له منځه وړل او په اغیزمنه ټولنه کې د زده کړو د کچې لوړول اړین دی.

ه- په اغیزمنه سیمه ټولنه کې د جګړه ایزو عملیاتو  په پرتله د ستونځې روانی او نفسیاتی درملنه  ضروری ده.

که موضوع را لنډه کړم نو  د تاریخ په سینه کې داسې واقعیتونه ثبت دی چې زمونږ په هیواد کې ډیر حاکمان په ځانګړی ډول خلق او پرچم، مجاهدین، طالبان  او او د اوسنۍ دیموکراسی ممثلین ټول  له خپلو اړونده پولو څخه اوښتی د افراطیت خواته تللی دی.  کیداى شی چې په حاکمه ډله کې د ظرفیت  ټیټوالۍ، د ملت په دینی او ملی ریښو باندی ناخبری، د سیاسی وضعیت په ارزونه کې پاتی راتلل، د نورو د حذف کولو هڅه، د واک انحصار، په افغان عنعنوی ټولنه باندې د پردی دود او نظریاتو تپل، د واک لپاره د مقدساتو په نوم د عامو خلکو احساسات راپارول او د پردیو لمسون یې بنسټیز لاملونه وی.

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا