گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » توپک په لاس ګوته په ماشه ته!
توپک په لاس ګوته په ماشه ته!

توپک په لاس ګوته په ماشه ته!

پاچا صاحب، امیر المؤمنین صاحب، کومندان صاحب، او توپک په لاس ګوته په ماشه صاحب، !تاسو خو د خپلو جګړه ایزو بریاو فتوحاتو، تصفیوی عملیاتو او غنائمو منائمو ډیرې غورې دربې وکړې.خوراځی چه نن درته د ورورۍ په خوږه ژبه سر درخلاص کړم.

په هغو قبرونو باندې ولاړی سپینې شنې او درې رنګه جنډې وینې؟هغوی ټول روسانو او امریکایانو نه دی وژلی.ډیری یی خپلو وروڼو وژلی دی.هغه کلی ښارونه او ولسوالئ چې تاسو یې په ویاړلې لهجه د فتحه کولو او بیرته نیولو سندرې وایاست د امریکا، روس، پاکستان او ایران نه، بلکه خپل کلی، ښارونه او ولسوالئ مو له وروڼو څخه ونیولې.

هغه خلک چه د سیمې د تصفیوی عملیاتو په نوم ووژل شول، نه ترهګر, نه یهود او نه هم نصارا دی.هغوی ستا افغان مسلمان وروڼه دی.هغه سپېره ګګر سری خیرن یتیمان ماشومان ګورې؟هغوی هم ستا د اولادونه په شان نازولی تنکی ماشومان وه، خو دهغوی پلارونه څوک د ترهګر او څوک هم د مرتد په نومونو وژلی شوی دی.راځئ نور د ورور وژنې فتوا نه بلکه د ورور ژغورنې فتوا وغواړو. راځۍ, نور افغان وژنې مسلمان وژنې او ورور وژنې ته مقدس نومونه نه کاروو.

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا