د نواندیشی یادونه : لکه څرنګه چی موږ دتل په څیر ویلی او پتیلی ده چی لرغونۍ خوست د ګران افغانستان د هغه په ګوتو شمیر ولایاتو څخه شمیرل کیږی چی په فرهنګی او اقتصادی کچه تر ټولو بډای اولرغونۍ شتمن ولایت دی چی وګړی یی دکالونو راهیسی له هیواده دباندی د نورو په آبادولو لګیا دی چی ځان او هیواد ته یوه ګوله ډوډی پیداکړی او په ټوله کی د حکومتونو او چارواکو د ملا پیټی نه وی . خو ددی سره سره کله ناکله د خپل جغرافیاوی پیچلی مؤقیعت په درلودو د اسلام او هیواد ددښمنانو د ناوړه موخو او اهدافو په لومو کی داسی پریوځی چی هغه دچا په قول له پاپ څخه هم ځانونه کلک دپاپ دلاری لارویان بولی . دغه شانی افراط چی په کیڼو اوښو افکارو او ایډیولوژیو کی یی ریشه موندلای شی ځینی وختونه په یوه ړانده تحجر او متملقانه استبداد اوړی چی ددغه لرغونی ولایت د پرمختګ او بیا رغونی په لارکی یی لوی خنډونه رامینځ ته کړی دی . په هرحال هیڅوګ نه شی ویلای چی ګنی خوست د پراختیا او بیا رغولو په برخه کی د پرمختګ پر هغه پټلۍ ولاړ دی چی کم له کمه پنځوس کاله پخوا یی د پرمختګ سفر پیل کړی ؤ .کیدای شی ځوان کهول به چی د افغانستان په ځانګړی توګه د خوست د باتور اولس تیر تاریخ یی نه دیلوستی او له هغه سره یی اړیکه په قصدی توګه پری شوی ده د اوسنۍ د زرق اوبرق سترګکونه دتمدن نښی ؤبولی خو دا تمدن نه بلکه د تجدد د مافیأ یوه کرغیړنه څیره ده چی خوستۍ ځوان نسل یی هم لکه د افغانستان په ګوټ ، ګوټ کی چی ددغه ګلالی ټاټوبی ځوان کهول پری روږدۍ کړی دی .
رابه شو دی ته چی خوست یو زراعتی او د کرکیلی لپاره تیار ولایت دی خو امنیتی بد حالت او اداری فساد ددی سبب شوی دی چی د خوست بزګران د خپلو کروندو لپاره له چارواکو څخه د توری او یا هم سپینی سری د ترلاسه کولو په تکل کی شی . دا خو سمه ده چی زموږ بزګران باید دخپلو کروندو د لا سمسورتیا په خاطر د خپلو کروندو لپاره د توری او یاهم سپینی سره وړاندیز وکړی خو زموږ پر باور تر ټولو لومړی پکار ده چی د سولی د شنه رنګ سره زموږ کروندی او ځمکی په داسی آسمانی رنګ خړوبی کړی چی له هر ډول فساد ، د نورو د نه زغم او راز رازناوړه توپیرونو له تورو لوخړو پاکه وی . اوس په همدی هیله د تکړه لیکوال او ژورنالیست ښاغلی نجیب الله الوخیل هغه راپور در ته له دغه نامتو ژورنالیست او د آزادی رادیو څخه په مننه وړاندی کوو چی تیره ورځ یی په خوست ولایت کی له یوی غونډی برابر کړی دی .
نن د پنجشنبې په ورځ په خوست کې د کرنې ریاست لهخوا ۷۲۰۰ بزګرانو لپاره د غنمو د اصلاح شوی تخم او یوریا کیمیاوی سرې د ویش خزانی کمپاین پیل شو.د خوست د بزګرانو لپاره د اړوند وزارت لهخوا ۱۸۰ مټریک ټنه د غنمو تخم او ۳۶۰ مټریک ټنه د یوریا د سپینې سرې حصه ورکړل شوې چې د یاد ولایت په ۱۵ اداری واحدونو کې به پر مخکښو بزګرانو وویشل شی.چارواکی وایی، د غنمو د دې تخم په کرلو سره به له یوې خوا په یاد ولایت کې اصلاح شوی تخم دود شی او بل لوری ته به د غنمو په پیداوار کې هم ډېروالی راشی.د خوست د کرنې ریاست چارواکو د یاد ریاست په چوکاټ کې ۷۲۰۰ هغه مخکښو خوستیو بزګرانو ته چې د کرنیزو کوپراتیفونو په چوکاټ کې خپل فعالیت ترسره کوی، هغوی ته د غنمو د اصلاح شوی تخم او یوریا سرې ویش پیل کړ.چارواکی وایی، دوی به بزګرانو ته د هر جریب ځمکې لپاره ۲۵ کیلو تخم او پنځوس کیلو یوریا سره وویشی.د خوست د کرنې رئیس حفیظ الله شاه نوری وایی چې د غنمو تخم او کیمیاوی سرې د بیې یوازې ۴۰ سلنه بیه له بزګرانو اخېستل کېږی او توضیع کېدونکی تخم هم د خوست له اقلیم او اوبو سره توافق لری.بل لوری ته د خوست چارواکی لهدې کبله چې اړوند وزارت د کر په مناسب وخت کې بزګرانو ته تخمونه او سرې برابرې کړی، مننه وکړه، خو ویې ویل چې دا ولایت د هر ډول کرنیز پیداوار لپاره مناسبه اب و هوا او اقلیم لری او اړوند وزارت باید دې سیمې پاملرنه ډېره کړی
خوست والی پوهندوې حکم خان حبیبی وایی:“دا چې کرنه د افغانستان د اقتصاد اساس تشکیلوی، بناءً خوست د هغو ولایتونو څخه دی چې د کرنې لپاره بهترین اقلیمی شرایط لری او د مختلفو کرنیزو توکو د تولیداتو لپاره پهکې زمینه مساعده ده، زموږ لپاره هم په انکشافی سکټورونو کې لوموړیتوب لری، نو د اړوند وزارت څخه مو هیله دا ده چې د کرنې د پراختیا لپاره لکه څرنګه چې یې مرسته کړې، د اصلاح شوېو تخمونو په برخه کې خپل فعالیتونه زیات کړی.”چارواکو په افغانستان کې د کرنې د میکانېزه کېدو پر اړتیا هم ټېنګار وکړ او ویې ویل، که د دې هېواد زراعت میکانیزه شی، نو یو بزګر به د سلو بزګرانو په اندازه له لږې ځمکې کرنیز پیدا وار ولری.د بزګری کواپرتیفونو د غړو په استازیتوب سیدګل حبیب شاه دوی ته د غنمو د اصلاح شوی تخم او سرې ویشل یو ښه ګام وباله او غوښتنه یې وکړه چې تر دې وروسته دې د کر لپاره د سپینې سرې پرځای دوی سره د تورې سرې مرستې وشی،
ځکه بزګران په اول کې د غنمو سره توره سره کری.د خوست بزګران وایی چې په یاد ولایت کې د غنمو د اصلاح شویو تخمونو ویش پهدې اهمیت لری چې دلته هرکال په یو شمېر سیمو کې ګلۍ کېږی چې له کبله یې نه یوازې غنم تویږی، بلکې د غنمو فصل نباتی ناروغی پیدا کوی او کمزوری کېږی چې بیا بل کال د هغه تخم کرل ښه نتیجه نه ورکوی.دوی هیله کړې چې د کرنې وزارت د تخمونو په تولید کې له یو داسې میتوده کار واخلی چې هر ولایت او ولسوالۍ ته په خپله سیمه کې اصلاح شوی تخمونه تولید کړی، څو په ټوله مانا د هغه سیمې له اقلیم او اوبو سره مطابقت ولری او ښه پیداوار ورکړی.
یادونه : له افغان لیکوال او ژورنالیست ښاغلی نجیب الله الوخیل ،دآزادی رادیو او د خوست ولایت له مطبوعاتی دفتر څخه په ځانګړی مننه