گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » تورې به لالاوهی مړۍ به عبدالله
تورې به لالاوهی مړۍ به عبدالله

تورې به لالاوهی مړۍ به عبدالله

ددی متل معنا دا ده چی مړۍ ، چوکې  او دسړیتوب حق هغه څوک لری چی توری ، میړانې ، شجاعت ایثار اوقربانی  او دخلکو  دسنبالولوصلاحیت لری . بد بختانه داسی ډیر کیږی چی تورې میړانې  اوسړیتوب خاوندان په کوم داسی جال کی را ګیر شی چی د تورې ، وینو توبولو اوقربانی ځای ته دوی وړاندی کول ، خو دخوراک څښاک ، عیش وعشرت ، منصب او جاوخت چی راشی ،  نو ددغسی کمبختانو بیا دخپل کور واک هم دبل په لاس وی .په دغسی حالاتو کی دا خپله د خلکو او ولس وظیفه ده  چی لومړی ځان ته دسړو حق حاصل کړی او دانسانانو غوندی  دآبرومند  او هوسا ژوند ادعا یو ځای ته ورسوی  اوبیا هغه کارونو ته اقدام وکړی چی د ځوانمردانو او میړنودشان سره وړ وی،  دانسان ټولی فداکاری  اوقربانی یوه نتجه لری  اوهغه  دا چی دساهو  اوشریف ژوند خاوند شی ، انسان اود انسان سر ډیرلوی قیمت  لری. ددی قیمت عوض بل هیڅ شی نه شی پوره کوالای، بی له شرافت او انسانی حرمت نه چی آزادی ا وخبلواکی یی لومړنی شرط دی.

په دنیا کی داسی ډیر شته اوکیږی چی انسان دیوی مړی او ګیډې مړولو لپاره دسر نه تیریږی ، خو دا هغه وخت وی چی انسان د انیسانی ژوند د درجې نه را لویدلی وی  ا وبه حیوانی درجه کی ژوند کوی.ساهو، آزاد  ا وشریف انسانان تل دخپل حیثیت  او انسانی وقار او حرمت لپاره ژوند کوی  او کوم وخت چی په ژوند کی دغه معناګانیورکې شی ، نو ساهوانسانان دغسی ژوند په خبله قطع کوی او نوره  ادامه نه ورکوی . یو عده هغه خلک چی مهذب دی  دې باندی چی د نوروپه مخ کی منډی وهی او خبل اعداد خپل سر په بدل خوشحاله کول غواړی ، دوی دښکاری سپی په شان دیر ماهر حیثیت لری ، دښکارسبی وی دیر ماهر ، چالاکه او دښکارپه نیولو کی کی بهادر وی ، خو بیا هم سپی وی او ښکارخپل اغا ته پیش کوی . نوتوری وهل او سر ورکول فقط اوفقط  دانسانی کرامت قوی او ملی آزادی ، وطن  د حق  اوشرافت د حفظ لپاره یو ضروزی او لازمی شی دی ا وبه دی ارزی چی سړی ځان به خطر کی واچوی خو دځان ، قوم  او وطن عزت وساتی ، کوم کسان چی بی حسابه او بی سنجشه  دځان په ضرر  ا ودهغو کسانو په فایده چی تورو وهونکوته په سپکه سترګه ګوری ا وبه انسانی حق او حرمت  ورت هنه قایلیږی ، فداکاری کوی لوی حماقت ، وحشت او نادانی ده.محض دمذهب په نامه غولیدل اود مذهب روح او سپریټ نه پوهیدل  او کوم حقوق چی مذهب انسان ته ورکړی دی ، هغه نه غوښتل ، ځان دسړو په قطار کی نه حسابول ا وخپلی  اوپردې وینی تویول دجاهلانو او وحشیانو کار دی . یو رسیدلی اوهوښیار ملت د هر څه نه مخکی باید خپل انسانی حقوق وغواړی .

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا