گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » ترکاڼی دبیزوکارنه دې !
ترکاڼی دبیزوکارنه دې !

ترکاڼی دبیزوکارنه دې !

هغه ورځ مو د پاکستان هیواد سره د ترنګړیو اړیکو په باب د تودو بحثونو تر عنوان لاندی په یوه  ګردی میز کی د را غونډ شویو پوهانو او شنونکو خبری اوریدی چی ترټولو زیاتی مو د عبدالحق حماد په نوم  ددغه ګردی میز دیوه ګډونکونکی تحلیل او شننه د پام وړ وګرځیده .ښاغلی عبدالحق حماد چی دهغه په خپله وینا د طالبانو د لومړنی دوری د واکمنی په پاکستان کی د طالبانو د سفیر ملا عبدالسلام ضعیف چی په ګوانتامو زندان کی له څه مودی ربړونو له ګاللو وروسته ددی پر ځای چی بیرته پاکستان هیواد ته ولاړشی او ددوی په قول له امریکاېی اشغال سره مبارزه وکړی افغانستان ته راغی او د حامد کرزی ترمشری لاندی واکمنی کی د امریکا او ناتو له لوری د سولی په نوم  پروژی یوه  برخه جوړه شوه اوپه دی توګه په کابل کی د استخباراتی من وسلوی څخه برخه من شو اوځینی عام المنفعه پروژیی یی پر مخ بیوی چی ښاغلی عبدالحق حماد څو کاله د اشرف غنی د حکومت تر ړنګیدو پوری د ملا عبدالسلام ضعیف دهمدی عام المنفعه خدماتو یو باوفا اوامین چارواکی پاتی شوی دی کله چی د اشرف غنی په مشرې واکمنی ونړیده نو ملا عبدالحق حماد هم د طالبانو د امارت ملاتړ وکړ او په تلویزیونی بحثونو کی به یی له امارت څخه د یوه شنونکی په توګه د طالبی امارت فضائیل بیانول چی له نیکه مرغه دغه لړی تراوسه روانه ده .

په دی وروستیو کی چی د پاکستان او طالبانو تر مینځ د کډوالو پر سر  زرګری او زیاتره تبلیغاتی شخړه رامینځ ته شوی ده نو طبیعی ده چی د عبدالحق حماد په څیر درنو څیرو ته د څو څویښت کلن پاکستانی ظلمونو دبیان په موخه اړتیا لیدلای شی . خو داسی چی وکولای شی هغه شانی چی پکارده د پاکستانی سیاست او استراتیژی موخی او اهداف په علمی او عقلانی بڼه وڅیړی . داسی چی باید ښاغلی حماد په دی هم پوه وی چی څنګه پاکستانی چارواکو د افغانستان په یوه لیری پرته سیمه کی د قوش تیپی دکانال مخالفت کوی ؟ او آیا دابه ددوی خپله خوښه او استراتیژی وی او که نه د پاکستان د ملی امنیت د ساتلو په موخه د سیمی د نورو هیوادونو ګټی هم دوی د خپلو ګټو د خوندی توب په هدف کله نا کله په سیاسی او دیپلوماتیکو میزونو او خبرو اترو کی بیانوی ؟ هیڅوګ له دی انکار نه شی کولای چی د طالبانو غورځنګ دیوی دوه مخی استراتيژی پر بنسټ له شلو کالو زیات د پاکستان له خاوری پرافغانستان غلچکی بریدونه کول او په پای کی د یوی بی خونده معاملی په ترځ کی یی پرافغانستان  ؤلکه ټینګه کړه . نو ځکه خو ویلای شو چی دسیمی هیوادونه په ځانګړی توګه روسیه او دمنځنی آسیا نورو هیوادونو په افغانستان کی خپله استراتیژی او ګټی د پاکستان پر محور چی ځان په افغانستان کی د ګټو تاریخی او جغرافیاوی حقدار بولی تنظیموی او چی پکارشی نو خپله او په ځانګړی توګه د ګټو په ارتباط مسائیل په افغانستان کی د واکمنو قوتونو ترغوږونو رسوی .ښاغلی حماد صاحب په درناوی باید وویل شی چی متل دی ترکاڼی دبیزو کار نه دی ! هغه باید پوه وی چی دیوه هیواد ملی ګټی هغه مهال خوندی کیدای شی چی په بهرنی سیاست پوه ، له علمی او عقلانی بصیرته برخمن متعهد کادرونه یی د هوش اوعلمی  بصیرت په آنتنونو سمبال ددفاع په سنګر کی ولاړوی . داتاسو چی فرمایاست : زه یوشی ووایم ددی لپاره چی دا دوستان هم خبر شی ویناوی کیږی چی پاکستان له افغانستان څخه څه شی غواړی ، فشار راوړی چی کله نه منل کیږی نو یوه بله لاره یی انتخاب کړه چی مهاجر را وشړی …یوه له هغو غوښتنو څخه چی د پاکستان له طرف نه په رسمی نه په رسمی مجالسو کی ویل شوی دی زه یی تاسو ته ووایم یوه له هغو غوښتنو داده چی د خوش تیپی کانال دی چی وایی داکانال بند کړی . دخوش تیپی کانال وایی بند کړی . دومره سپین سترګی بی شرمه خلک دی چی داسی احساس نه کوی چی دلته آزادی خواهان راغلی دی چی دا یو مستقل هیواد دی . یو مستقل نظام دی یو با غیوره ، خپلواک او با شهامته اولس دی زه څنګه په دومره صراحت سره دوی ته ووایم …….په یوه رسمی مجلس کی یی د اسلامی امارت مشرانو ته صراحتأ ویلی دی چی دخوش تیپی کانال بند کړی ! ….. خو ښاغلی حماد داونه ویل  هغه مهال چی د روسی دجمهور رئیس استازی ضمیر کابلوف په منځنی آسیا کی چی د خپل نفوذ یوه برخه یی بولی د طالبانو د رئیس الوزرا د اقتصادی مرستیال ملا عبدالغنی برادر آخوند سره په خبروکی وویل چی د خوش تیپی کانال به د ملی پراختیا د شرکت ( خطیب العالمی ) پر ځای چی اوس یی د خوش تیپی کانال چاری په غاړه آخیستی دی دیوه روسی شرکت له لوری پر مخ بیولی شی  ښاغلی حماد څنګه ونه کولای شول دخپلو دغو اظهاراتو ترڅنګ یی د ضمیر کابلوف او ملا برادر تر مینځ خبروته هم اشاره کړی وی ؟ په داسی حال کی چی دیوه شنونکی دنده ده چی دیوی واقعی د څیړلو پر مهال باید دهغی تاریخی پس منظر او په سیمه او نړی کی دهغی پر آغیزو هم وغږیږی . یو ترټولو تریخ واقیعت دادی چی د افغانستان په شمال کی چی کومی سیمی پرتی دی په هغو کی د روسانو له اجازی پرته هرډول پانګه آچونه او فعالیتونه په سیمه کی د روسانو ګټی له خطر سره مخامخ کوی نو طبیعی ده چی روسان به هڅه کوی د مختلفو لارو پر افغانستان فشار راوړی چی دهیواد  په شمالی سیمو  کی د نورو د فعالیت مخنیوی وکړی . ښاغلی حماد ته باید وویل شی چی دافغانستان اوسنی څو څلویښت کلن ناورین له هم هغه ورځی چی د مرحوم محمد داؤد او لیونید برژنیف ترمینځ په ملاقات کی د برژنیف له لوری یادونه شوی وه چی د افغانستان په تیرو سلطنتی دوره کی به د افغانستان په شمال کی له بهرنیو هیوادونو سره د پانګه آچونی د قراردادونو پرمهال له شوروی اتحاد سره هم سلا مشوره کیده نوتاسو چی په شمال کی د ملګروملتونو تر چتر لاندی د ځینوساختمانی  پروژو قرادادونه لاسلیک کوی زموږ اړیکی  دتیرتعامل سره په ټکر کی ښکاره کوی . نود مرحوم ولس مشر محمد داؤد لخوا ورته په ځواب کی ویل شوی ؤ : افغانستان یو خپلواک هیواد دی موږ هرچیرته او له هرچاسره چی وغواړو تړونونه لاسلیک کوو ستاسو اجازی ته اړتیا نه لیدل کیږي .نو ځکه خو ویلای شو چی دا دپاکستان خبره نه بلکه دهغه چا خبره ده چی افغانان ورسره جنګیدلی او له یوه نیم میلیون زیات شهیدان یی ورکړی دی . څه پوه شوی صاحبه ؟

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا