گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » ښاغلیه ولســــمشــــره ! این راه که تـــو میروى به ترکستان اســت!
ښاغلیه ولســــمشــــره ! این راه که تـــو میروى به ترکستان اســت!

ښاغلیه ولســــمشــــره ! این راه که تـــو میروى به ترکستان اســت!

متاسفانه چې ستاسو د امنیتی ادارو لخوا لاهم د ملکی افغانانو د ژوند ژغورلو په تړاو اړین ګامونه نه پورته کیږی. ستاسو تر کومانده لاندې لاهم توپک، بم، الوتکې، توپ او ټانک د بیګناه افغانانو سینې غلبیلوی. ستاسو تر مشرتابه لاندې لاهم د بیګناه ملکی افغانانو وژل په یو او بل نوم توجیه کیږی ستاسو په حکومت کې لاهم د بیګناه افغانانو کورنی او بهرنی قاتلان له هر ډول عدلی او قضایی تعقیب څخه مصئون دی.

ستاسو په ریاست کې لاهم د سنګر ترې نیسو او سر یې وهو تر شعار لاندې د خلکو کورونه نړول کیږې او بیګناه خلک په سینو ویشتل کیږې. ستاسو د حکومت په دوره کې لاهم افغانان د پردئ جګړې قربانی ورکوی.

مشره!مونږ د حقائقو په هنداره کې خپله پخوانئ داعیه تکراروو چې که هر څومره جګړه اوږده شی، په همغه اندازه د ولس له تاسو څخه واټن نیسی او په رګونو کې یې له جګړې او جګړه ایزو اړخونو څخه د ولسی نفرت کچه لوړیږی. بیګناه ملکی خلک په دې جګړو کې د سون د توکو په څیر سوځول کیږې، خو ګټې یې پردیو او په کور د ننه د وحشی طرز تفکر خاوندانو ته رسیږی. دا هغه انسانان دی چې شیطانی هوس یې د انسانانو د ټوټه شویو هډوکو ، د معصومو ماشومانو د وینو او او بوختیا یې په چوکونو او واټونو کې د تیت او متلاشی جسدونو او په شپنیو منحوسو عملیاتو کې په سینه باندې د ویشتل شویو او وژل شویو ملکی افغانانو ننداره کول دى.که پرون مو په غزنى او کابل کې ترسره شوئ وحشت غندنه کوله، نو نن هم په میدان وردګو کې د ملکی بی ګناه افغانانو وینه توى شوه، د یوه بیچاره پلار په وړاندې د هغه څلور ځوان زامن ووژل شول منفور منحوس مردود او مغضوب عمل یې ګڼو. که سبا به بل ځاى او بله ورځ په بل ولایت کې بیا نورملکی افغانان وژل کیږی غندو یې وحشت اوبربریت به وی.

جناب ولسمشر!

افغانې مورکئ خپل د زړونو ټوټې ددې لپاره نه دی روزلی چې په یوه شپه، یوه بم او یوه چاپه کې ووژل شی.تاسو دغه ملت ته ځواب ورکړئ چې هغوى څه وکړی؟ وسلوال مخالفین د خلکو کورونو ته ځی، له هغوی څخه ځاى او ډوډئ غواړی. ولسی خلک څنکه کولاى شی چې د هغوى غوښتنې ته منفی ځواب ووایی؟د افغانستان خلک د پاڼ او پړانګ ترمنځ ایسار دی. نه پوهیږی چې کوم لورئ به ورته نیکمرغی راوړی. یقیناً دواړه خواوې ورته د منلو نه دی. له تیرو اتلسو کلونو راهیسې له همدغه شان بدمرغه برخلیک سره مخ دی.ایا دا به پرځاى وی چې په کورونو کې د څو کسو مخالفینو د شتون له امله په کور کې مېشت ټول ملکی افغانان د تورسرو او ماشومانو په ګډون ووژل شی؟نه جنابه، قطعاً نه!په جګړه کې د ښکېل هر لوری لخوا، تر هر نوم او عنوان لاندې په هر ډول شرائطو کې د بیګناه خلکو وژل غندو او د جګړې په ټولو خواو غږ کوو چې په جګړه کې د بیګناه خلکو د ژوند ژغورلو په موخه لازم او اړین ګامونه واخلی.

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا