گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » واک ولســــی امانـــــت دى که د شــــخصـــی امتیازاتو کـــڅوړه؟
واک ولســــی امانـــــت دى که د شــــخصـــی امتیازاتو کـــڅوړه؟

واک ولســــی امانـــــت دى که د شــــخصـــی امتیازاتو کـــڅوړه؟

په عمومی توګه دولتونو او حکومتونو ته ددې لپاره اړتیا لیدل کیږی چې خلکو ته په ښه ډول اسانتیاوې رامنځته کړی، قانون پلی او عدالت قائم کړی، خپلواکی وساتی، د ټولنې د مادی شتمنیو او معنوی ارزښتونو  څخه په ښه ډول ساتنه وکړی.موږ دلته د خپلو معتقداتو او کلتوری ځانګړتیاو په چوکاټ کې د ښې حکومتولی په شاخصونو باندی راڅرخیږو. ښه حکومتونه هغه وی چی د ملی مشروعیت له مخې رامنځته شوى وی، د چارو په سرته رسولو کې ملی ګټې خوندی کړی، خلکو ته ځواب ویونکی وی، په جوړښت کې یې روڼتیا او په اجرائاتو کې یې د حساب ورکونې عنصر شتون ولری، د ټولو پرګنو مشارکت پکې مشهود وی، د قانون حاکمیت او عدالت پکې عملاً په نظر کې نیول شوی وی.ځینې  فلاسفه ښه حکومتولی د یو هیواد د بشری او غیرې بشری منابعو متوازن استعمال اود نړۍ له نورو هېوادونو سره داسې اړیکو پاللو ته وایی چی اوږدمهاله، انډولیزه، ټولګټې، عادلانه اقتصادی او ټولنیزه وده تضمین کړی. که  ددغه تعریف له مخې موږ خبره زموږ په هېواد کې په ښه حکومتولی باندی راوڅرخېږو، نو د اسلام تر اصولو لاندې، د سرچینو عادلانه ویش، متوازن پرمختګ، د قانون حاکمیت، د بشر د حقونو د خوندیتوب او ولسی ملاتړ پربنسټ ولاړ او له نړۍ سره د خپلو حیاتی ګټو د خوندیتوب په اډانه کې جوړسیستم رامنځته کولو ته ښه حکومتولی ویلاى شو.په نننۍ بدلیدونکى عصر کې اقتصادی بازارونه نړیوال شوی دی اقلیمی بدلونونه را روان دی په ښارونو باندی د ولسی کډوالی د لوړې کچې له امله فشار دى.حکومتونه یوازې دومره وړتیا نلرى چې پورتنی ټولی ستونځې حل کړی، نو مجبوراً په دغه شان حالاتو کې له خپلو وړتیاوورهاخوا د خصوصی سکتوراو مدنی ټولنو له ظرفیتونو څخه ګټه پورته کوی اوهمدغه ګډ کار ته ښه حکومتولی ویل کېږی.په عام ډول ټول، سیاسی ګوندونه، مدنی ټولنې او عام ولس چې په یوه ځانګړی جغرافیه کې ژوند کوی حق لری چې په یو او بل ډول د حکومت په اډانه کې ونډه ولری او په ټولو کړنو باندی یې خبر وی او څار یې وکړی.د ښې حکومتولی بل شاخص داسې شفافیت رامنځته کول دی چې حکومتی کړنې د قانون په چوکاټ کې د ننه کیږی، خلک د حکومت په پریکړو، د پریکړو په عملی کولو او تګلارو باندی خبر وی.  خلک د حکومت لخوا د سرچینو د عادلانه ویش، د کاری فرصتونو په برابرولو، حکومتی لګښتونو، اقتصادی زیرمو، پراختیایی پروژو، نړیوالو اړیکو څرنګوالى، دولتی خدماتو ته متوازن او عادلانه لاسرسى او نورو برخو په روڼتیا باندې باوری واوسی.

په اوسنیو حالاتو او په سیمه کې د جیوپولیتیک وضعیت له مخې متوازنه او انډولیز بهرنۍ تګلاره تیارول ستونځمن کار دى، خو ناممکن نه دى. زموږ کورنیو ستونځو ته په کتو موږ د احساساتو پربنسټ ولاړه او د تقابل د تګلارې په خپلولو کې ناکامیږږو او پاتې کیږو. اړتیا داده چې موږ د پیاوړی تجربه لرونکی او په حساسیتونو باندی خبر سیاسی ټیم په مرسته داسې متمائله او هر اړخیزه تګلاره ترتیب کړو چې نه له کوم هېواد سره په شخړه کې لتاړ شو او نه هم د ګاونډیو او سیمې د هېوادونو ترمنځ په رقابتونو او تربګنیو کې ښکېل شو.حساب ورکول د ښې حکومتولی تر ټولو مهم او اساسی شاخص دى. دغه اصل حکومت مجبوروی تر څو ولس سیاسی ګوندونو مدنی ټولنو او حتى ذیدخله نړیوالو مالی بنسټونو ته د خپلو لګښتونو، مالی سرچینو او کلنۍ بودیجې د مصرف په هکله حساب ورکړی.

جوته خبره ده چې په یو هیواد کې مختلف طبقاتی جوړښتونه، قومونه، ګوندونه او مذهبی ډلې شتون لری، چې هر یو یې جدا توقعات او ځانګړی غوښتنې لری. حکومت مسئولیت لرى چې په سترو بدلونونو، پریکړو، اقتصادی پروژو او د سرچینو په ویش د ټولو اتباعو، اقشارو او طبقاتو حقونه او د غوښتې په پام کې نیولو سره خپله تګلاره وټاکی، تر څو هیڅ اړخ د مأیوسی او ناهیلی ښکار نشی.

ښه حکومتولی د عدالت او انصاف پربنسټونو ولاړ حقوقی جوړښتونو په درلودلو تحقق مومی، تر څو قوانین  پر ټولو خلکو باندی په بې پرې او عادلانه توګه پلى شی. د اسلامی اصولو په چوکاټ کې د خلکو حقونه او مدنی ازادی پکې خوندی وی. دغه موخې هغه مهال ترلاسه کیږی چې موږ له هر ډول اداری او مالی فساد څخه پاکه داسې اجرائیه او عدلیه ولرو چې سلیقوی سیستم پکې د چلن وړ نه وی.

موږ ستره ستونزه داده چې موږ  یوازې د کور له عمومی دروازې د ننه توکی او بناوې خپلې ښکاری. واک د ځان جوړولو، اقاربو پاللو او شتمن کیدو طلایی فرصت ګڼو. له کور څخه بهر هر څه راته بې مالکه مال ښکاریږی او په وړاندې یې د هیڅ ډول مسئولیت احساس نکوو. په شخصی ژوند او ځانی کاروبار کې هره شونتیا کاروو. د سمون په تړاو فکر کوو د بدلون هڅه کوو. په نیمګړتیاو له سره غوړ کوو،  خو په ټولنیزه برخه، سیاسی تګلارو او دولتی کړنلارو کې سلیقه کاروو، خپلې شخصی ګټې په نظر کې نیسو او بیځایه دفاع ته اړم یو. د سمون او بدلون، ارزونو او کره کتنو دود نلرو. که واک ته ورسیږو، نو په دولتی امتیازاتو کې داسې تصرف کوو لکه چې شخصی مال مو چې وی. د افسوس خبره داده چې بیا ځانونه واجب الاحترام غیرمسئول او په ولس باندی احسان کوونکی ګڼو.که مو کله هم د ټولنیز عدالت لپاره مبارزه پیل کړه، ځانونه مو له قانون څخه ښکته کړل، له کور څخه بهر هر ټولنیز او دولتی جوړښت مو خپل وګاڼه، واک مو  امتیاز، غنیمت او شخصی ملکیت نه، بلکې د ولس امانت وپیژانده، د نړولو پرځاى مو د سمولو فکر خپل کړ، د ټولنیزو ښېګڼو لپاره مو ملا وتړله او که واک لاس ته راغى، نو ځان مالک نه بلکې امین وګڼو، نو ستونځه تر ډیره حده حل کیږی.

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا