گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » سیاسی څیړونکۍ وحید مژده دنامعلومه کسانو پر ډزو ووژل شو
سیاسی څیړونکۍ وحید مژده دنامعلومه کسانو پر ډزو ووژل شو

سیاسی څیړونکۍ وحید مژده دنامعلومه کسانو پر ډزو ووژل شو

نن ماښام د پنځوبجو په شاوخوا کی مشهور  سیاسی څیړونکۍ او تحلیلګر ، ژورنالیست او فرهنګی فعال وحید مژده د نامعلومه کسانو په ډزو ووژل شو . په افغانستان کې د سیاسی چارو شنونکی او لیکوال وحید مژده د لمانځه لپاره جومات ته پر لار و چې پر موټر سایکل سپرو کسانو ډزې پرې وکړې او هغه یې وواژه. وحید مژده د افغانستان د سیاسی چارو، او په ځانګړې توګه د افغان طالبانو اړوند موضوعاتو په اړه د یو کارپوه په توګه پېژندل کېده. نوموړی پر دې موضوعاتو څو کتابونه او یو شمېر مقالې هم چاپ کړې وې.

خدای بښلی مژده چی په یوه فرهنګی او سیاسی کورنی کی زیږیدلی ؤ د سرو لښکرو پر ضد د افغانستان د جهاد په کالونو کی هم یوه بی طرفه او علمی څیره وه چی لومړی په ایران او وروسته یی په پاکستان کی د روسی ښکیلاک پر وړاندی وړاندی د ګلبدین حکمتیار تر مشری لاندی حزب اسلامی په لیکو کی  قلمی او فرهنګی مبارزه پرمخ بیوه خو وروسته یی د حزب اسلامی سره اړیکی پری شوی او په خپلواکه توګه یی قلمی او فرهنګی مبارزه پرمخ بیوه  که څه هم د خدای وحید مژده  بښلی سیاسی او فرهنګی نرم والی په افغانی ټولنه کی ځای نه درلود خو هغه له نورو سره د تسامٌح او تساهْل چلند داسی خپل کړی ؤ چی دټولنی له ټولو سیاسی ځواکونو او راز، راز افکارو درلودونکو توکونوپام یی ځان ته را اړولی ؤ .

تردی چی د خپلو افکارو ددرلودو په شرط یی د طالبانو د اسلامی امارت د باندنیو چارو په وزارت کی هم دنده ترسره کوله . خوکله چی دطالبانو واکمنی نسکوره شوه نو هغه د خپل سیاسی بصیرت او علمی ذکاوت له مخی یی د « افغانستان او دطالبانو پنځه کاله واکمنی » تر عنوان لاندی د طالبانو د واک ته درسیدو او د هغوی د رانسکوریدو پر لاملونو یو تحقیقی کتاب ولیکه . داسی ویل کیدل چی نوموړی دغه رساله او کتاب  د ملی قهرمان شهید احمدشاه مسعود د بنسټ په مرسته او همکارۍ  خپور کړی ؤ .  هغه یو تکړه او درد مند  لیکوال او ژورنالیست ؤ چی دا ټول یی د ښو اخلاقو او حیا پراوبو روزل .

 

 

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا