گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » وايی پَکه دا دی بله سَپکه !
وايی پَکه دا دی بله سَپکه !

وايی پَکه دا دی بله سَپکه !

افغانستان په زیاتره  سیمو کی له شپږم ټولګی پورته تر دولسم ټولګی پوری  د نجونو ښوونځی د طالبانو د اسلامی امارت لخوا تړل شوی دی . دا په داسی حال کی ده چی ددغه هیواد په ځینو  شمالی او جنوب غربی ولایاتو کی د جینکیو پر مخ دغه ښوونځی پرانیستی دی . که څه هم دطالبانو د پوهنی وزارت چارواکی دغه مسأله له فرهنګی او ښوونیز چاپیریال سره تړی اود څه دپاسه یوه کال په تیریدو اولس ته وعدی ورکوی او وایی چی ډیر ژر به دجنکیانو پرمخ د ښونځیو دروازی هم خلاصی شی .خو ددی سره ، سره چی یوه ډیره سلنه د همدغوطالبی  چارواکی دا کار داسلام سره په ټکر کی بولی اووایی چی د علم زده کړه داسی دینی او الهی فریضه ده چی په هر نارینه او ښځینه یو شانی فرض بللی شی نو ځکه خو پکار ده چی ټول د نجونو ټول ښوونځی په عاجل ډول پرانیستل شی د ویلو وړ ده چی کله ناکله همدغه انسانی فریضه د طالبانو ترمینځ د لفظی شخړو سبب هم کیږی . خو په دی وروستیو کی د طالبانو په نوم د یوه طالب لوړپوړی چارواکی له لوری چه په قندهارۍ لهجه خبری کوی او داسی ښودل کیږی چی ګنی د کندهار د امارت په کوم جومات کی د جمعی دمبارکی ورځی خطبه اوروی .

خو کیدای شی له هغه ځایه چی د طالبی متحجرانه تفکر په رڼا کی اسلام پوله نلری او یو څوګ چی دتاریخ په هره دوره او هره جغرافیا کی زیږیدلی او دهم هغه مهال په مذهبی تقوی سنبال وی نو کولای شی په ټول تاریخ او د جغرافیاوی قلمرو په هره برخه کی د مشرتابه او دټولنی د مدیریت جوګه بللی شی همدغه آخند هم چی په قندهاری لهجه خبری کوی د لوی کندهار سره نږدی په پوله هغه خوا د کویټی او بلوچستان اوسیدونکی وی او اوس مهال دطالبانو په واکمنی کی چی څه دپاسه یوه کال را پدی خوا په یوه لویه دنده ګمارل شوی وی او اوس مهال د کندهار په کوم لوی مسجد کی په له شرمه ډکو کلیماتو او الفاظوګنی  د اسلام د مقدس دین فضائیل او کرامات  بیانوی او ځوان نسل دهغه په وینا د خدای لوری ته راکاږی .لکه څنګه چی یادونه وشوه دغه د جمعی د لمانځه خطیب په ټوله کی په ډیره ناوړه او غیر اخلاقی بڼه ځوان نسل ته سپارښتنه کوی چی ګنی ښونځیو او پوهنتونونو ته خپلی نجونی مه پریږدی او پر خپلو پلورنو او ترونو هم فشار راوړي چی ستاسو خویندی او میندی دا دفساد مرکزونو یعنی ښوونځیو او پو هنتونونو ته پری نه ږدی . نواندیشی په دی باب له خپلو درنو لوستونکو او اوریدونکو تردمخه بښنه غواړی چی دخپلو نشراتی اصولو سره په ټکرکی د یوه مجنون ملا صاحب غږ خپروی . له هغه ځایه چی دغه د اسلام څخه نا خبره ملا نه یوازی د افغانی ټولنی ځوان نسل په نښه کړی دی بلکه هغه ټول قوتونه چی وایی په اسلام کی د ښځی تعلیم روا دی په ډیرو غیر اخلاقی الفاظو یاد کړیدی . که څه هم ددغه ملاصاب خبری پر هیڅ ډول تبصره نه آرزی خو د نواندیشی تربیون همدا موضوع یعنی په اسلام کی د ښځو او نارینه ؤ زده کړی او تعلیم ته تر کتنی عنوان لاندی مسأله له دینی لوری په ځانګړی توګه د اسلام د مقدس دین په رڼا کی د هغه پوښتنی په ترځ کی چی دتهران رادیو د پښتو څانګی سره د نومیالی لیکوال ، ټولنیز ، سیاسی شخصیت او اسلام پیژندونکی محترم استاد محمد امین فروتن سره په لنډه شانی مرکه کی پری رڼا آچول شوی ده ستاسو درنو لوستونکو او اوریدونکو سره شریکوو .                                      

     ښاغلی استاد محمد امین فروتن ددی پوښتنی په ځواب کی چی دتهران رادیو د خبریال په ځواب کی چی ستاسو په نظر ولی طالبان د نجونو دښونځیو دخلاصون په وړانی مقاؤمت کوی  په داسی حال کی چی دا هم دافغان اولس او همدا راز دنړیوالی ټولنی یوه مشروع غوښتنه بلل کیږی . ؟ اصلا د علم مسأله هغه موضوع او مفهوم دی چی نه یوازی په اسلام بلکه د انسان له طبیعت او فطرت سره تړلی ده که انسان وغواړی او یاهم ونه غواړی هغه به فکر کوی او دفکر کولو لپاره به یوڅه زده کوی نو طبیعی ده کله چی انسان فکر کوی او یاهم څه زده کوی نو دا د فرائضو او وجائبو څخه اوچته او پورته مسأله بللی شی او دواړه ښځینه او نارینه په دی مکلف او محکوم دی چی دوی به علم زده کوی . رابه شوددغه مسألی په وړاندی  دطالبانو د مقاؤمت خبری ته چی دوی ولی ددی مسألی په وړاندی مقاؤمت کوی ؟ البته که څه هم ددی مقاؤمت ریښی له هغه  تفکر سره تړلی دی  چی په هغی کی انسان هیڅ شانی حرمت او ارزښت  نلری نو کله چی په یوه ګفتمان او نړی لید  کی انسان حرمت او ارزش ونلری نو طبیعی خبره ده د انسانی ژوند ځانګړتیاوی او د علم په شمول  لوازم هم چی دانسانی ژوند سره تړلی دی  له پامه غورځوی خو په افغانستان کی ځینی استخباراتی کړی دی چی غواړی د افغانستان په جغرافیا کی زیږیدلی انسان باید له علم او پوهی څخه برخمن نه وی .

په داسی حال کی چه همدا د نجونو د ښوونځیو مسأله  هم په ځینو ولایتونو کی د طالبانو دارادی پرته دوام او جریان لری یواز دا د افغانستان په  پښتون میشته سیمو کی عملی کیږی . زما په ګمان د طالبانود چارواکو  په سلو نه نوی اعشاریه نه نوی فیصده  (۹۹،۹۹ ٪) کم له کمه په دی پوهیږی چی علم په نارینه او ښځینه فرض دی موږ باید کوشش وکړو چی دا دعلم دروازی د اولس پر وړاندی پرانیزو .خو یوه ځانګړی او مرموزه استخباراتی کړۍ چی هیڅوګ نه پوهیږی دوی ته له کومه ځایه لارښودنه کیږی داشانی مسائیل مطرح کوی او په خواشینۍ سره چی د علم ضد واقع کیږی . خو زما په ګما ن که طالبان هرڅومره هم خپل لجاجت ته دوام ورکړی دغه حقیقت به غاړه ږدی . خو دغه ټینګار په داسی حال کی دوام مومی او بی له شکه  ورسره اړیکه لری چی دوی اولس د مراجعی پرته واک ته رسیدلی دی . استاد فروتن د خبریال ددی پوښتنی په ځواب کی چی دغه مسأله به د طالبانو په راتلونکی څه آغیزه او اثر ولری وویل :زما په ګمان دطالبانو ټول کړه او وړه له مشروعیت سره تړلی دی . اودوی په دی ګمان دی چی په همدی ډول به خپلی واکمنۍ ته دوام ورکوو او پرته له دی چی د واکمن کیدو شرائط  او حقوقی ، علمی او اقتصادی لوازم په پام کی ونیول شی  موږ حکومت کولای شو ….په داسی حال چی دوی به ضرور د واکمن کیدو شرائطو او لوازم په پام کی نیسی خو په خواشینی سره چی فرصتونه به مو له لاسه ورکړی وی ، هغه فرصتونه چی نړیوالی ټولنی ورکړی دی د هغوی نه ماسوأ دا د مشروعیت مسأله د انسانی حق په توګه یوداخلی اړخ هم لری .که طالبان دی او نوروګړی ! تردی چی د طالب چارواکو لوڼه په نورو هیوادونو کی زده کړی کوی دا په دی معنا ده چی هغوی هیڅکله هم نه شی کولای ددغه انسانی اوبشری حق مخالفت وکړی خو اولس ته د دغه حق د نه ورکولو په صورت کی به ددوی اود نړی ترمینځ یو ټکررامینځ ته شی.خوزه پوره یقین او باورلرم چی که دوی دښونځیو پرانیستوټه غاړه کی نه ښوده دوی به زیات تضعیف اوکمزوری شی  خو دویلو وړ ده که چیری دوی د نجونو ښونځیو ته د پرانیستو اجازه هم ورکړی اواعلان وکړی په هغو سیمو کی چی د نجونو ښوونځی تړلی ؤ ورته شرائط برابر شول خو بیابه هم د نوروستونځو سره مخامخ کیږی دا ځکه چی باید دتعلیم په ګډون ټول اقتصادی ، فرهنګی او سیاسی مسائل د یوه زنجیری میکانیزم اوسیستم سره تړلی وی چی نجونه او هلکان دواړه دزنجیرد یوی کړۍ په توګه د تعلیم په سرته رسولو دژوندانه دوهم پړاؤ ته وردننه شی .

2 نظر

  1. شاید این تاریک ترین دوره برای دین انسان ساز اسلام باشد که چنین پیروان جاهل دارد

    • دوست عزیز آقای محسنی با سلام و با تشکر و سپاس از ابراز نظر تان ! یقینأ که این دوره مرحله تکاملی نظام های مستبد و غیر عادلانه گذشته بویره نظام مافیائی نه جمهوری نه اسلامی برهبریی اشرف غنی شارلاتان بزرگ تاریخ افغانستان است که با درد وتأسف بنام مذهب و از جنس تحجر امارتی ظهور نموده است . شما موفق باشید

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا