گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » آفرین والی صاب !بس ته دی راته ژوندی وی نوردې خاورې وخوری
آفرین والی صاب !بس ته دی راته ژوندی وی نوردې خاورې وخوری

آفرین والی صاب !بس ته دی راته ژوندی وی نوردې خاورې وخوری

وائی په سیاست کې هغه څوک ډیر بریالی دی چې د خبرو چل ورځی او ماشا‌‌ءالله زمونږ والی صاحب خو د خبرو زمری دی ، په افغانستان کې د یو چا د ښه سړیتوب معیار د هغه عمل نه بلکه د هغه خبری دی او یا دا چې په افغانستان کې شخصیت د هغه د کړنو له مخې نه ارزول کیږی بلکه د هغه د لافو او شعارونو پر بنسټ چې احساساتی عوامو ته ئی څرګندوی ارزول کیږی .

خو دا ډیره عجیبه ده چې زمونږ لویدیز میشتی روڼ اندی او زده کړیال ځوانان هم لکه د نورو په څیر په کړنو نه بلکه په خبرو او شعارونو د اشخاصو ارزونه کوی هسی خو والی صاحب حیات الله خان حیات په ننګرهارکې د خپل ولایت په دوره کې ښائی سترې کارنامې سرته رسولی وی خو دوه کارنامې ئی چې تر نورو سترې او ډیرې عمده دی دیادولو وړ دې او شاید همدائی د ننګرهار د دورې عمده او مشهورې کړنې وې چې د بریالیتوب لوړ پړاوونه وهی . یوه ئی هماغه د پاکستان له قونسلګرۍ سره د ویزې اخیستنې د تنظیمولو مسئله ده او بله ئی په ننګرهار کې د کلدارو د بندولو او د افغانیو د رواجولو موضوع ده.

تر دې دمخه که به چا د پاکستان د ویزې غوښتنه کوله نو د قونسلګرۍ تر مخه د بیروبار سره سره به ئی په دوه دری یا نهایتاً په څلورو ورځو کې ویزه تر لاسه کوله او که د چا به بیروبار نه خوښیده او یا به ضعیف ، سپین ګیرې او یا مریض وه نو د کمیشن کار د مصرف سره سره د درې ، څلور زرو کلدارو په بدل کې ئی ویزه تر لاسه کوله .خو اوس د محترم والی صاحب د نوښت او اداری نظم له امله باید هرڅوک په نوبت قونسلګرۍ ته

و لاړ شی تر څو هلته بیروبار جوړ نه شی او ددغه نوبت د تر لاسه کولو لپاره هر څوک مجبور دی چې د پهلوانۍ او د عسکرو د کنځلو او کنداغونو د خوړلو لپاره د بهسودو پله ته څیرمه د سپورت میدان ته ځان ورسوی خو د وخت مراعت کول اساسی شرط دی او د نوبت له ورځې لږتر لږه یوه ورځ مخکې ماښام باید قطار کې ودریږی تر څو د شپی په تیرولو سره د فورمې په مهر یا امضا کولو بریالې شې

دا د ۲۰۱۷ کال دهغی خونړی پیښی غمناک داستان دی چی یوه ځان مرګی د جلال آباد ښار ۱۵ تنه بی ګناه هیواد وال چی زیاتره یی زموږ سیکان او هندوان وروڼه ؤ په ظالمانه توګه ووژل چی هلته هم ددغو سیکانو  د وژلو د تور ګوته نیغ په نیغه د ننګر د اوسنی والی صاحب حیات الله حیات لوری ته وه . دا دهمدی والی صاحب یوه خونړی کارنامه بللی شی .            

او دا ستر بریالیتوب ئی په نصیب شې او په ملی بس کی د کیناستلو جوګه شی تر څو قونسلګرۍ ته ئې ورسوی او هلته د ویزی اخیستلو لپاره د پاسپورت په تسلیمولو بریالی شې او دا د نیکمرغۍ او خوشحالۍ شېبه ده ځکه همدا شیبه ده چې تر ۱۵ ورځو انتظار وروسته یو چاته په نصیب کیږې او که له بده مرغه د فورمې په ټاپه کولو بریالی نه شوې نو لږ تر لږه ۱۵ ورځی نورې انتظار وکړه ګوندې وی چې دا د خوښۍ شېبه دی په نصیب شی یوه د خوښۍ خبره چې په دې بهیر کې د یادولو وړ ده هغه دا چې د والی صاحب له برکته مربوطه پولیسو او مامورینو ته د غریبۍ زمینه مساعده شوه ،

ځکه د هر فوق العاده نوبت قیمت څلور ، پنځه زره افغانۍ دی او دا د والی صاحب ستر خدمت دی خپلو همکارانو ته ، ولی ئی زمونږ خپل خلک ونه خوری نور دې خاورې وخوری ، آفرین والی صاحب . خو له بده مرغه د قونسلګرۍ د مامورینو او د اړوندو دلالانو بازار بند نشو بلکه لا ګرم شو اوس هغوی هم په کلدارو معامله نه کوی ځکه چې کلداره مخ په ځوړ ده اوس هغوی په ویزه لس زه افغانۍ یا ۱۵۰ ډالر اخلی او ښائی دا هم د والی صاحب د بریالیتونو په لړ کې وشمېرل شې ځکه یو ئی د ګاونډیانو حق پر ځای شو او بل دلته هم د کلدارې پرځای افغانۍ رواج شوه .

خو کلداره له مارکیټ او بازارڅخه بنده نشوه او ښه په درز چلیږی بلکه له پخوا هم زیاته په درز ، خو په یو تفاوت سره هغه دا چې دکانداران د توکو نرخونه د ډالرو په اساس سنجوی او په کلدارو ئی خرڅوی هو رښتیا یوه خبره مې له یاده ونه وځی هغه دا چې په رسمی دفترونوکې کلداره بیخی نه چلیږی هلته نو بیا ټوله معامله په افغانیو ده ، د مامورینومعاشونه خو په افغانیو دی ان تردی چې رشوتونه ،قلمانې او د کمیشن کارانو (دلالانو) حق هم په افغانیو دی ، دومره خو د ړندوبازارهم نه دی نو،نوځکه وئیلې شو چې والی صاحب دافغانۍ د رواجولو لپاره ستر ګامونه اوچت کړی دی

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا