گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » والی صاحب لږ ماته هم غـوږشه !
والی صاحب لږ ماته هم غـوږشه !

والی صاحب لږ ماته هم غـوږشه !

لاندی سپین ږیری بابا د خوست مرکز پوهنې آمریت کې خدمتی ملازم دی، رسمی دنده په پوهنې ریاست کې لری او په مرکزی آمریت کې په خدمتی ډول دنده پرمخ وړی،دی د خپل کور سرپرست دی، د ده په وینا چې یوازې د اختر په رخصتیو کې کور ته ځی اونورټول وخت، شپه اوورځ په دنده کې تیروی.۵۵۰۰ افغانۍ معاش لری اوپه همدې معاش د کورنفقه او ټول مصارف پوره کوی.دآمریت ټول کارکوونکی اومراجعین ترې ډیرخوښ دی چې خپله دنده په سمه توګه بدون د کوم شکایت او ځنډ ترسره کوی.

خو نن ورځ د دې سپین ږیری بابا په څیره کې مایوسی اوخفګان له ورایه ښکاریده،پوښتنه مو ترې وکړه چې:بابا نن څه مایوسه ښکارې،خیرخو به وی کنه، کومه ستونزه خوبه نه لرې؟دۀ په مایوسه او ناهیلی اندازراته وویل چې مونږغریب خلک یو، دهرچا زور پرغریب رسی .

دده په وینا چې پرون ورځ والی صیب راغلی اوموږیېدوه ورځې غیرحاضرکړی یواوددوورځومعاش یې راڅخه بدون دکوم دلیل ګرځولی. 

یادونه: د دې پرځای چې داسې کسان مکافات او ونازول شی، برعکس د کوم دلیل پرته مجازات کیږی.

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا