گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » ویجاړوطن به څنګه سم شی؟
ویجاړوطن به څنګه سم شی؟

ویجاړوطن به څنګه سم شی؟

دافغانستان حال سم  نه دی، سمون غواړی، د ډیرو خواؤ څخه دسمولو لپاره بیا ډیری نظریی دی، څوک وایی  داکار حکومت کوالای شی ځکه تعلیم یافته خلک  اومتخصیصن دغلته  ته راجمع دی .ځینې بیا وایی  که حکومت دا کار کوالای شوی  نو ولی سم نه شو؟ځینی وایی باید احزاب راشی خودلته دا شبهه ده چی ځنګه احزاب ؟ ـ څو؟ او په څه شان ؟ بیا غټه خبره دا ده چی احزاب به خپله ویجاړی راولی او حکومت کارته نه پریږدی .ځینی شورا ته په تمه ناست دی ، ځینی بیا وایی چی که په یو غریب مملکت کی دشورا غړی په کمپاین کی دپیسو په زور راځی نو څه امید دی ؟ځینی دا فکر لری چی په  خپله حکومت دی حزبی وی ، دلته  ځینو ته دا شک لویږی چی که حزبی دسته جمعی استبداد او دیکتاتورۍ ته لاس ورته کړ، نو بیا چاره څه ده ؟ځینې وایی  کوچنی نا منکشف ملکونه  له جنجاله   نه شی خلاصیدای ځینی وایی بی طرفی ښه ده  او ځینی لا نورڅه هم وایی .ځینې وایی چی سیاست د اجتماعی ، اقتصادی  او عرفانی  اوضاعو کلی ده . که سیاست سم  شو خو هرڅه سم دی ، که سم نشو ، نو اجتماع څنګه سمیدای شی ؟ځینی وایی چی اجتماع سمه نشی سیاست به څنګه سم شی ؟ دلته خبره  چرګې  او هګۍ ته رسیږی او د مشوړی سر ورک  شی ، دځینو خو ګرم تنور په کار دی چی خپله ډوډۍ په کی پوری کړی ، دهری مفکوری سره سرخوځوی  ، زمونږ  د وطنوالو په اصطلاح ( های های به پاده نظر به ګاو خود ) ،  خبری چی هرڅه وی ،

وی به  خو دا مملکت په دی وخت کی لیډرشیپ ته سخت انتظار وباسی ، څوپوری چی دعزم ، اداری استقامت فکر او عمل شخص منځ ته نه وی راغلی خبری به همدغسی درهمی برهمی وی او دهرچا نه به لار ورکه وی ،خو که پښتونخوا ادې دغسی کوم زوی را مخکی کړ، نامرادۍ به بیا ټولی له منځه لاړی شی ، پس افغان به بیا انسان وی  اوهیڅ بلا به یی په مخ کی ونه دریږی . لیډر! لیډر ! لیډر!

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا