گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » وائـــی پکـــه دادی بله سپکه! پاکستان ته له سرحده اوښتی سربازانو تریخ حکایت!
وائـــی پکـــه دادی بله سپکه! پاکستان ته له سرحده اوښتی سربازانو تریخ حکایت!

وائـــی پکـــه دادی بله سپکه! پاکستان ته له سرحده اوښتی سربازانو تریخ حکایت!

که څه هم له هیچا پټه نه ده له کله نه چی  وطن ساتنه چی د لمانځه په څیر یوه عبادی او سیاسی  فریضه بللی شی د ژوندانه دنورو اړتیأؤاوسوداګریزوتوکو په څیرد معاملی پرتله کی تلل کیږی  اود دغه عبادی فریضی او ایمانی مسؤلیت د اجرأ  پر سرد هیواد اتباع پری چانی  وهی نو طبیعی ده چی د اولسونو پر عمومی وجدان نده آؤښتی او یو منتخب حکومت د خپلو اصلی دند و او وظائفو په سرته رسولولو کی پاتی راغلی دینوځکه خو زموږ دهیواد زړور بچی چی له خپل مورنی ټاټوپی څخه ددفاع په سنګر کی دریدلی دی نو طبیعی ده چی  دهیواد ددښمنانو په راز راز لومو کی چی زیاتره یی د ډالرو له  جوالونواو نورو راز ژمنو په رسیو تړلی دی غورځیږی  . لکه څنګه چی خبر یاست څه موده وړاندی په لومړی ځل ددوه زره څوسوه سرتیرو او افسرانو په ګډون د هیواد امنیتی ځواکونه د تاجکستان هیواد له پولو تیر شول او حمد الله محب چی پر ځان د راتلونکی ؤلس مشر منترونه وایی او اوس مهال د ولس مشر اشرف غنی د امنیت سلاکار دی د کوم ورځپاڼه لیکونکی او ژورنالیست د پوښتنی په ځواب کی ویلی ؤ

چی یوخو دطالبانو شائعات دی چی پخشوی یی ! داچی بعضی ولسوالیو ته تعمیرونه په داسی ځایونو کی بند پاته ؤچی هلته تقریبأ د شاوخوا نه محاصره ؤتر ډیره وخته پوری ! هغه وخت چی د خارجی هوائی ځواک هغه کمک کم شو او دوی ته رسیدګی نه کیدله نو یوتعداد دغه خلک د ډیر فشار لاندی راغلل چی بیرته تر ډیره حده پوری تقریبأ دوه زره ددی نه بیرته راغلی دی او له امنیتی قواؤ سره یوځای شوی دی همدا اوس وزیر صاحب دفاع ( بسم الله محمدی ) راپور راکړ چی له دی تعداد څخه دوه زره بیرته راغلی دی اوهغوی بیرته په اردو کی سوق کیږی .دفشارلاندی راغلی ؤ چاته امکانات نه ؤ رسیدلی په هغه وخت کی هغه امکانات چی زموږ سره ؤو لږ محدوده ؤ.لکه څنګه چی مو وکتل محب آغا چی د افغانستان د راتلونکی منتصب ؤلس مشرادا یی ترسره کوله په خپله مبارکه ژبه اقراروکړچی دولسوالیو د سقوط اوتاجکستان ته د څه دپاسه دوه زره سرتیرواوافسرانو دآوښتو عامل هغوی ته د امکاناتو دنه رسیدو سبب ؤ چی دغه نقیصه ترډیره رفع شوی ده خولا ددغو سرتیرود راتګ پرعواملو سیاسی ګنګوسی د څیړونکواوشنونکو د شننواوڅیړنواصلی ټکۍ ؤ

چی یوه ناڅاپه د ایران د پوځ یو جنرال د خبرو میزته راغی او وی ویل چی :د خپلو درنو هیوادوالو غوږ ته رسول غواړم د هغو نا امنیو له مخی چی په ګاونډی هیواد افغانستان کی مینځ ته راغلی دی یوشمیر وسله وال سرحدی پولیس اوهمدا شان د ګمرکونو ځینی کارکوؤنکی دایران داسلامی جمهوریت د سرحدونو د ساتنی قوماندانی ته په مراجعه کولو زموږ دهیوادخاوری ته د ننوتو غوښتنه کوی موږ هم داسلامی موازینو همداشان د ښه ګاونډیتوب او بین المللی قوانینو او معاهداتو ته په کتنه دغو کسانو ته د ننه کیدو اجازه ورکول کیږی او دهغوی ستونځو ته په کتنه ټولی وسلی چی له ځانونو سره یی راوړی وی تری آخستل کیږی او د استوګنی زمینه ورته برابریږی ….

لادایرانی جنرال د وینا په اړه چی هیڅ ملکی او نظامی چارواکی تری انکارنه شوکولای د قهر اوغصی د خولو څاڅکی د منم پهلوان پر مخ راروانی وی چی زموږ د بل ګاونډی خو دافغانانو وینو ته تږی هیواد پاکستان د پوځ ویاند تورن جنرال افتخار بابرد پاکستان پوځ  هغه اعلامیه ولوسته چی ګنی د خیبر پښتونخوا د چترال په سیمه کی  د افغان پوځ ۴۶ تنه سرتېری وسلوالو مخالفینو سره د جګړې پر مهال پر ډیورنډ کرښه ور اوښتی او پاکستانی پوځ پناه ورکړې ده. د خبرپاڼې له مخې وروسته د پاکستان پوځ له افغان چارواکو سره اړیکه ټینګه کړه او د هغوی په خوښه یې دغو ۴۶ افغان سرتېرو ته، چې پکې پنځه افسران هم دی، پناه ورکړه‌.خو د افغانستان د امنیتی‌ او دفاعی ځواکونو عمومی ویاند اجمل عمر شینواری بی بی سی سره خبرو کې د پاکستانی پوځ دغه ادعا ناسمه او له حقیقته لېرې وبلله. ښاغلی شینواری هم چی تازه د دری ګونو قواؤ ویاند په توګه ټاکل شوی دی  وایی چی ګنی  دا موضوع واقعیت نه لری چې زموږ پوځی پرسونل دې کوم بل هېواد ته پناه وړې وی.د هغه په وینا، ټولو ته ښکاره ده چې د افغانستان خلک او بیا په تېره پوځیان یې د پاکستان پر وړاندې څومره حساس دی.‌خوکیدای شی د اوسنی نړی علمی پرمختګ به د اجمل شینواری صاحب څخه دډالرو او نورو راز راز امتیازاتو په خونړی هوا کی نه ښکاری خو ډیر ژر هغه ویدیو د مجازی نړی پر مخ راڅرګنده شوه چی د افغانستان د ملی پوځ یو زړه ور افسر په ماته ګوډه اردو ژبه د پاکستانی پوځی کرنیل څخه  د پاکستان پوځ د میلمه پالنی شکریه ادا کوی نوکله چی ورڅخه د پاکستان د پوځ کرنیل د افغان پوځ له افسر څخه د پاکستانی پوځیانو د چال چلند په اړه پوښتی نو افغان افسر په ورته وایی چی پاکستانی پوځیانو زموږ سره ډیره دوستانه رویه وکړه او د ډوډی او چایو په ګډون یی زموږ د آرام  اوسیدو تیاری نیولی ؤ . پاکستانی افسر په ځواب کی ورته وایی چی موږ هم له تاسو سره یو پاکستان د خپل ګاونډی هیواد پاکستان سره تل په چوپړکی دی .

ستاسو چی کله هم اړتیا ولری موږ مو په خدمت کی یاستو . وروسته د یوه بل افغان افسر (جګړن ) سره چی د پاکستانی کرنیل لخوا ورته د کرنیل صاب خطاب کیږی له پاکستانی پوځ څخه د مننی ویلو په خاطر را دمخه کیږی او له پاکستانی کرنیل څخه  د پاکستان د ښی میلمه پالنی شکریه اداکوی وروسته یوبل افغان افسر چی د ملی پوځ دریشی یی آغوستی ده په مورنی پښتو ژبه پاکستانی کرنیل ته وایی چی :زموږ سره ډیر ښه او انسانی سلوک شوی دی چی موږ یی نه شو هیرولای ، د افغان پوځ د افسرویل شوی خبری د یوه بل کس لخوا چی د ژباړونکی دنده یی پر مخ بیوله د پاکستان افسر ته ژباړل کیږی . او وروسته افغان ملی پوځیانوته تحفی ورکول کیږی ……اوس ترټولو اساسی پوښتنه داده چی آخیر ولی زموږ د عزت اوتاریخی  ویاړ ساتند ویان ، سرتیری او افسران کله د تاجکستان په پولو کی لالاهانده وی او د جغرافیاوی ورور وژنی په سره اور کی د پولو څخه د آوښتو په بهانه د  هغو تاجیکو غلیمانو ننواتی کوی چی د انسانی تاریخ په څو لسیزو کی او آن تر اوسه د روسی ښکیلاک ګرو تر آغیزی لاندی ژوند کوی او د روسی ښکیلاک په لومړنیو شیبو کی زموږ خاوری ته راغلی او تر اوسه هم پالل کیږی خو نن ؟دغه د هیواد بچیان د ګران هیواد افغانستان سره دمینی او صداقت  په جرم د نړیوال ښکیلاک په مستقیه مرسته  قلعه بند شوی ټاټوبی کی د ټولو ګاونډیانو چی یو مهال یی افغانیت او دافغانانو پرمیړانه دویاړ منارونه جوړول او دلیری او نږدی غلیمانو سره یی د یوه بالقوه ضمانت په توګه پکارول اوس یی د دوه ورځو د ډوډی ورکولواو چال چلند د درد ؤنکی ډرامی یوه هغه غمجنه برخه ده چی زموږ حریص او ظالم ګاونډیان تری د خپلو استراتیژیکو موخو او اهدافو په لاره کی تر ی کار آخلی او ننداری ته یی وړاندی کوی . یعنی هغوی چی لږ مهال وړاندی د هغوی مالونه د افغانستان په بازارونو  ، کلیو او بانډو کی دوهم لمبر او بدل ګڼلای شول اوس زموږ زړورو سربازانو او افسرانو ته د دوی په قول د ښی میلمه پالنی یاد د یوه کرکجن پیغور په بڼه زموږ د افسرانو له خولی را باسی . زموږ پر باور ددی خونړی فاجعی بنسټ هغه مهال کیښودل شو چی ددی خاوری پوهواو نیمه باسواده بچیانو د خپلوسیاسی او فکری مخالفینو د تاراومارکولو اود له مینځه وړلوهڅی پیل کړی اودټولنی اصلاح پرپوځی لارو چارو عملی کیده او تردی چی د کودتاګانو په وسیله به اولس هیواد پریښودو  ته اړ باسلی شو او د لاس پوڅو اود پوځ په وسیله جوړ شویو نامشروعه حاکمانو په وړاندی یی د مبارزی په نوم له کرکی او تاؤتریخوالی ډکه لاره غوره کړی وه . دوی نه پوهیدل او کیدای شی ځینی لاتراوسه هم نه پوهیږی چی د یوی مبارزی او جدوجهد لپاره یوه جغرافیأ هم لوی رول لوبولای شی داسی چی د ملتونوپه  اقتصادی ، فرهنګی او سیاسی وده او تکامل  کی هغه مهال یو فکر رول لوبوی چی د ژوند په ټولو برخو کی د انسان د تکامل او ودی  په نوم اوموخه چی په یوه ځانګړی جغرافیا کی ژوند کوی د یوه روښانه څراغ حیثیت ولری .نو ځکه خو پکار ده چی لومړی په ټولنه کی د یوه حقیقی  مشروعیت د بنسټ ډبره کیښودل شی اودداسی ټولنی دجوړیدولپاره  لاره هواره شی چی د مذهب ، دین او راز راز سیاسی افکارو درلودونکی  پر انسانی بنسټ د ژوند کولو  حق ولری .

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا