گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » ؤلـــس په تنـــورکـې او ولســمشـر د فــــیــــل په غــــــوږ کـــې !
ؤلـــس په تنـــورکـې او ولســمشـر     د فــــیــــل په غــــــوږ کـــې !

ؤلـــس په تنـــورکـې او ولســمشـر د فــــیــــل په غــــــوږ کـــې !

افغانان په ټولیزه توګه داسې اسلامی نظام غواړی چې فساد جګړه او له قانون څخه معافیت پکې نه وی. جګړې یې ازمویلی دی، ناخوالې یې لیدلی دی او ناورینونه یې تجربه کړی دی. پوهیږی چې کلی په زور نه کیږې، خانی په دروغو نه کیږی، ملکی په تش دسترخوان نه کیږی او حکومت په ډنډو نه چلیږی. د نظامونو مختلف ډولونه یې ولیدل. هر نوی حاکم ته یې له بشپړ زغم او حوصلې سره وخت ورکړ چې ورباندی حکومت وکړی، خو له تیرو څو لسیزو راپدیخوا کله د یرغلګرو او کله هم د واک خپلو مجنونانو لخوا په متواتره توګه د جګړو په تنور کې سوځی. اوس مو حوصله ختمه شوې ده. یوازې سالم انتقاد، له جګړو څخه فریاد، د سولې لپاره پنځه وخته رب ته لاسونه لپه کوو او د جګړو د ختمولو لپاره د مشرانو لمنې نیسو. نوره نه چاره لرو او نه بله اسره! مونږ ته دغه احساس هم شته چې د داسې هیواد پرګنې یو چې مشران یې د واک تر لاسه کولو لپاره د هوس په لومو کې بند دی. د تیرو څو دورو ټاکنو په ترځ کې د تقلب او درغلیو شخړې، ورپسې د پایلو د اعلان خواشینونکئ وضعیت او له اعلان څخه وروسته د معاملو او د واک د ویش شرمونکې صورت حال اوس هم ادامه لری.په داسې خاوره ژوند کوو چې د سوکاله ژوند د هیلو غوټئ مو د جګړو په لمبو کې سوځول شوې دی. د روڼ سبا امیدونه مو د خپلو د ځان غوښتنې او پردیو د نیابتی جګړو ښکار شوی دی، د پردی فکر او کلتور په ویروس ککړ ناروغان او جګړه ایز ذهنیتونه را باندی حکومت کوی. چاته په زغرده نشو ویلاى چې زمونږ مغصوبه سوله ناروا او تپل شوې نه، بلکې مقدسه ده. په مخالف لوری او یا هم په پردیو باندې د خپلو ګناهونو پړه اچول دود ګرزیدلئ ده. په دغه ډول دردونکې حالت کې له حکومت او په ځانګړی ډول له ولسمشر څخه د خپلو هیلو، غوښتنو او توقعاتو کچه خورا ښکته ساتو.په ډیرو ناخوالو باندې سترګې پټوو. خپل جګړو، فساد او فقر ځپلئ هیواد د نړئ له پرمختللو هېوادونو حتى له ګاونډیانو سره هم نه پرتله کوو. د جګړو په جزئیاتو نه غږیږم، خو پوره باور لرو چې توپک په لاس ګوته په ماشه په سنګر کې یو بل ته پراته افغانان عموماً که په حکومتی نظام کې دی او که د طالبانو په لیکو کې جنګیږی، فکر نه کوم چې له هیواد سره د دښمنې په نیت د افغانانو ترمنځ په جګړه لاس پورې کوی، بلکې د دواړو خواو ترمنځ د باورونو نشتون، د پردیو لمسونې، د احساساتی او تخیلی بریاو هیلې هغه څه دی چې دواړه اړخونه یې د یو بل په وړاندې جګړو ته درولی دی . دا چې د امنیتی ځواکونو او طالبانو ترمنځ د جګړو له امله ولس د جګړو په ګرم تنور کې سوځی ملی ګټو ته تاوان رسیږی او هغوى ولې سرونه نه خلاصوی، د هغوى د سطحی جزباتی ذهنیت پایله یې ګڼلاى شو، خو عمدی عمل ورته نه وایو.زمونږ قضاوت د احساساتو پر بنسټ او یا خپلمنځې جګړو ته د مشروعیت ورکولو په موخه قطعاً نه ده، بلکې د تاریخ د پاڼو د مطالعې پایله ده. د اوږدو کړاوونو او ځپونکو ترخو تجربو او تراژیدیو محصول ده. که څوک د هیواد له هسکو څوکو څخه، له لسیزو راهیسې د روانو جګړو له امله د خپلو ولسونو په تن، کور، کلی، سیمې او وطن باندی لګیدلی اور ته متوجه شی، نو د خپل ولس د درد درک کولاى شی او د هغو خلکو منطق ته حیران او هم پک پاتې کېږی چې اوس هم د افغانانو ترمنځ جګړه د ستونځو حل ګڼی.شک نشته چې طالبان په لمړی سر کې د کورنیو او بهرنیو ځواکونو د بیځایه ځورونو او نظامی فشار له امله جګړو ته اړ ایستل شول. مقاومت یې وکړ سختئ یې وګاللې، قربانی یې ورکړه، خو له تیرو څو کلونو راهیسې د سولې لپاره ټول اړین امکانات برابر شوی دی. که طالبان له امریکا سره هوکړې ته د رسیدو وړتیا لری او دغه وړتیا یې ثابته هم کړه، نو له حکومت سره ولې د همدغه شان هوکړې په لاسلیک کولو پاتې راغلی دی؟ ولې یې له امریکا سره تر هوکړې وړاندې له افغانانو سره هوکړه نه کوله؟ همدغه پوښتنه له حکومت څخه هم ده چې که امریکا پاکستان روس او ایران له طالبانو سره د ګډو ګټو په چوکاټ کې مشترکات لټولاى شی او تفاهم ورسره کولاى شی، نو د افغانستان حکومت ولې دغه کار کې پاتې ده؟په هر حال اوس له امریکا سره هوکړه شوې ده. زه یې په ګټه او زیان دلته خبره نه کوم، خو دومره ضرور وایم چې اوس د افغانانو ترمنځ مطلقاً غیر موجه جګړه دوام لری . د جنګی ستراتیژی له مخې، جګړه د سولې او مذاکراتی عمل د پیلیدو په هدف د وخت اخیستلو لپاره کیږې. کله چې د مذاکراتو او سولې لپاره شرائط برابر شی نو جګړه هیڅ ګټه نلری. که احیاناً د طالبانو جګړه د خپلمینځی انتشار د ویرې له امله وی نو طالبانو د قطر دفتر له پرانیستلو څخه په ګټه اخیستنې باید د خپلو نیمګړتیاوو او تشو ډکولو په موخه لاس په کار شوی واى. د سیاست او مدیریت په برخه کې یې خپل کدرونه روزلی وای. له خپل ولس او نړیوالو سره د چلن، معاملو او مراودو په تړاو یې زده کړې کړې واى. تر ټولو مهم دا چې خپل جنګی افراد یې په فکری او ایدیالوژیکی توګه د سولې او له مخالف لوری سره د ګډو دینى او ولسی ګټو د خوندیتوب په موخه په دغه ګډ هیواد کې له ټولو سیاسی مخالفینو سره په سوله ایزه فضا کې د ګډ ژوند او ګډ کار کولو لپاره تیار کړی واى. پوره باور لرم چې اسلامی شریعت له معاملاتو او تعاملاتو نیولې تر نظام جوړونې، دیپلوماتیک چلن او نړیوالو اړیکو پورې د انسانى متمدنې ټولنې په ټولو اړخونو باندی پراخ لیدلورئ لری. یوازې د حدودو په اجرأ، په جګړه، د مخالفینو په وژلو کې نشی خلاصه کیداى. اړینه نه ده چې ټول خلک دې ستا د فکر او دریز ملاتړ وکړی. په اسلام کې د دعوت په لاره کې اخلاق، مشوره، زغم، حکمت او موعظه حسنه خورا مهم او اغیزمن اصول ګڼل کېږی.

شک نشته چې طالبان اوس هم پیاوړئ جنګی ځواک لری. مخالف لورئ هر وخت په هره سیمه کې تر هر ډول جنګی ګواښ لاندی نیولئ شی. ځینې جنګی مشران یې فکر کوی چې د جګړې په ډګر کې د برلاسی له امله به د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته په اسانی سره وکولای شی حکومت نسکور کړی. زه له ملاحظاتو سره سره د طالبانو دغه وړتیا نه نفى کوم، خو باید ومنو چې یوازې د کابل او ارګ نیول د ستونځو د حل لاره نه ده. ارګ مخکې هم نیول شوئ ده، خو تجربو وښوده چې جکړه ختمه نشوه او نه هم بیا ختمیږی. طالبان باید له افغانانو سره هوکړه وکړی. د خپلو جنګی افرادو د ذهنیت په جوړولو او له جنګی حالت څخه سیاسی رنګ خپلولو لپاره وړتیاوې ولټوی. که داسې ونکړی نو له ستونځو سره مخ کیدای شی. افغانستان په تیرو دوو لسیزو کې ډېر پرمختګونه کړی دی. د زده کړو کچه لوړه شوې ده، ولسی فکرونو خورا زیاته سیاسی وده کړې ده، په لسګونو تلویزیونی شبکې فعالیت کوی، خواله رسنیو ډیر پرمختک کړئ او له نړئ سره زمونږ معاملې، سوداګری او راشه درشه ډیره شوی دی. دا هرڅه مدیریت کول، ولسی رضایت ترلاسه کول او د بغاوتونو مخنیوى خورا ستونځمن کار او د طالبانو له وړتیا څخه خورا لوړ ده. د اوس لپاره به طالبانو ته د یوه موقت حکومت ته د نړیوالو او افغانانو ذهنیت جوړول او د خپلمنځی یووالئ ساتل هم ستره بریا وی. په نظامی برخه او په سیاسی دفتر کې له وروستنیو سمونونو او بدلونونو څخه داسې څرک لګیږی چې طالبان بین الافغانی تفاهم او سولې تیارى نیسی.زما په اند د طالبانو د پخوانی امیر ملا محمد عمر زوى ملا محمد یعقوب د نظامی کمیسیون مشرتابه ته راوستل او د قطر په سیاسی دفتر کې د څلورو نویو افرادو ګمارل چې دوه یې د طالبانو سابقه قاضى القضات دی له داخلی انتشار څخه د نجات په موخه ددغې ډلې په لیکو کې د ستر او مثبت بدلون پیل ښکاری. زما په باور طالبانو د وروستیو بدلونونو له امله په لمړی ځل سنجول شوی ګامونه پورته کړل او داسې ښکاری چې طالبانو د احساساتو کارولو پرځاى د ځمکنیو حقائقو د درک کولو پر لوری ستر پرمختګ کړئ ده. دغه نوښت یقیناً د سولې په تړاو د افغانانو د هیلو غوټئ راسپړی.پوره باور لرو چې د ملی ګټو په چوکاټ کې د نورو وړو او غټو مسائلو په تړاو د کړنلارو او تګلارو په برخه کې د سمون او بدلون په موخه مثبت انتقاد موجه او د ولسواکی له روحیې سره قطعاً په ټکر کې نه ګڼل کیږی.خپل حق پیژندل او حق غوښتنه ګناه نه ده خو د امتیازاتو د ویش په منډه کې ناروا سیالی سپیڅلی تګلاره نه ده. متاسفانه مونږ ته د سیاست په ډګر کې ډیر وخت د ښه او بد ترمنځ د ښه د غوراوی چانسونه او فرصتونه شتون نلرو، خو مونږ د ولس او هېواد ګټو ته متعهد ځواک په توګه که له همدغه ډول حالاتو سره مخ کیږو نو له بدتر څخه د نجات په موخه د بد انتخاب کوو. ځکه چې مونږ دینی مقدساتو او ملی ارزښتونو ته د ژمنتیا د احساس له امله له بدتر څخه د نجات په موخه له سره ملګرتیا کوو.

مونږ سیاست کوو، مصلحتونه سنجوو، خو په پرنسیپونو او اصولو باندی معامله نه کوو او نه یې پلوی کوو. واک د دینى او ولسی چوپړتیا لپاره وسیله ګڼو.د یوې وړې بیلګی په توګه د “حساب غواړو او حساب ورکوو شعار” دفاع نه کوو او یوازې ټاکنیزه ناره یې ګڼو، ځکه چې حکومت کله هم ولس او ملت ته حساب نه ده ورکړئ. هیڅ څوک هم کره او پوره نه دی، خو د خپلو تشو ارزول او د خپلو نیمګړتیاوو سمول د نننی عصر د پرمختللی سیاست د ملاتیر جوړوی. د هیواد په کچه د امنیتی تهدیدونو په تړاو خبره نه کوم. ولس هره ورځ په ولایاتو د کابل په ولسوالیو کې او آن تردې چې د ښار په څنډو کې په امنیتی پوستو باندی د بریدونو ننداره کوی، له فساد څخه وحشی هیولا جوړ شوئ ده. د مخنیوی په تړاو یې په جزوی توګه اخیستل شوی ګامونو هیڅ اغیزه نلری. په فساد کې د چارواکو ککړتیا د نړیوالو او مرسته ورکونکو هیوادونو په نظرونو کې د افغانستان خورا بد انځور ترسیم کړئ ده. زمونږ ګیله داده چې حکومت واقعاً د سولې په تړاو نه اغیزمنه تګلاره لری او نه یې هم اړین عملی ګامونه پورته کړی دی. که بیا هم د سولی په وړاندې کورنئ او بهرنی خنډونه ومنو، نو یقیناً ویلاى شو چې د فساد په وړاندې پورته شوې ګامونه بالکل د قناعت وړ نه دی.

له نیمایی څخه زیاته خاوره د وسلوالو طالبانو په ولقه کې ده. په لویو لارو کې امنیتی پیښې او د مخالفینو لخوا تالاشی اخیستل ورځنى ګواښ ده. داسې راپورونه هم شته چې په لویو لارو او د ښارونو په څنډو کې مخالفینو ګمرکات جوړ کړی دی. په حکومت کې د ننه د سولې په تړاو د نظرونو او دریزونو توپیر د حکومت بی بسی نندارې ته وړاندې کوی. ایا معقوله ده چې اوس هم د حل لپاره د طالبانو د ادغام په هکله خبره وکړو؟ولسمشر فکر کوی چې ځوانانو ته د حقونو ورکولو په نوم د څو له بهر څخه راوستل شویو ځوانانو ګمارل او هر والی ته د یوې ښځینه مرستیالې ټاکل به ستونځه حل کړی. اوس هم ګمان کوی چې هرڅه سم او تر مدیریت لاندې دی. د واک حرص په سر اخیستئ ده. لمر په ګوتو پټوی او سترګې نه غړوی. هڅه کوی چې په مختلفو بانو د سولې پروسه د نوموړی د ولسمشرئ د دورې تر پایه پورې روانه وساتی. که د سولې په هکله خبره هم کوی نو له تیرو خبرو سره یې په دریز کې توپیر لیدل کېږی.دا چې ولس مو د فقر، حکومتی چارواکو د فساد او جګړو په تنور کې سوځی، حکومت د واک د ویش په جګړه اخته ده، په پلازمېنه کابل کې غلاوقتلونو او هدفی وژنو زوراخیستى، د حکومت اوملت ترمنځ د ګراف څو چنده لوړشوئ، خو ولسمشر کله د ټولو بندیانود نه خلاصون، کله د شپږ سوه د حق العبدی کله د تپل شوې سولې د نه منلو کله یوه او کله بله خبره کوی نو یقیناً ویلاى شو چې ولسمشر د فیل په غوږونو کې ویده ده.

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا