گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » ولسمشر غنی ته پرانستى لیک
ولسمشر غنی ته پرانستى لیک

ولسمشر غنی ته پرانستى لیک

پوهېږم ستاسو مزاج په دیموکراسی کې شاهانه دى. د سالم انتقاد اوریدل مو هم نه خوښوئ، خو بښنه غواړم. ولس مو ناامنیو، لوږې او اندېښنو په سر اخیستى دى. هیواد مو د جګړو په تنور کې سوځی او په ما باندې وجدان حاکم دى.نن دا مسئله نه څیړم چې امریکا او ناتو  مات او مجبور شول چې زمونږ هیواد څخه ووزی او که واقعاً یې موخې ترلاسه کړی او د وتلو پریکړه یې وکړه. دغه پریکړه به تاریخ ته پریږدم. نن دومره وایم چې مونږ مات شوى ملت یو. مونږ د ستونځو په سمندر کې نښتی یو. زمونږ هیواد یو ځل بیا د کورنئ جګړې په درشل کې قرار لری. له دواړو خواوو د افغانې مورکۍ مسلمان زامن وژل کېږی. زمونږ سیاسیون د بدلونونو په تناظر کې د خپلو ګټو لپاره د بهرنی ملاتړ په کمپاین اخته دی، یا پردیو هیوادونو ته د تېښتې تابیا نیسی او یا ناهیلی شوی او د مبارزې وړتیا یې له لاسه ورکړی ده.که زمونږ واکمنانو د تیرو شلو کلونو په اوږده موده کې د بهرنیو ځواکونو د نشتون په تړاو فکر نه کاوه او له شتون څخه یې د خپل هیواد د نسبی ځان بساینې په هکله ګټه پورته نکړاى شوه نو اوس امریکا ته زارئ،  د مسئولانه وتلو تلقین او د لاسته راوړنو ضیاع عذر بدتر ازګناه دى.  هغوى ونشو کولاى دغه هېواد له نننی برخلیک سره له مخکیدو څخه وژغوری. ددغې ورځې د حتمی راتلو په تړاو باید شل کاله وړاندې فکر او کار شوى واى.

د بایډن پرونئ خبرې د افغانانو د ملی غرور پرمخ ځوروونکې او شرموونکې څپیړه ده چې وایی “مونږ د ملت جوړونې لپاره افغانستان ته نه وه تللی. افغانان دې پخپله سره جوړ شی”. پردی هر وخت پردی وی. البته زمونږ د شمال ټلوالې همدغه پردی شل کاله وړاندې راوستل. طالبان یې ورباندې ووژل او نن داده طالبانو له امریکا سره سوله وکړه، خو افغانان لاهم یو بل وژنې خپلې ملی ودانئ د فتوحاتو او تصفیې په نومونو له یو بل څخه لاس په لاس کوی او حساب نکوی چې د چا ودانئ یې له چا څخه ونیوه او له چا څخه یې تصفیه کړه.تاسو یوه ورځ په خپلو خبرو کې وویل چې که د امریکا مرسته نه وی، زمونږ حکومت شپږ میاشتې وروسته سقوط کوی. که مو محاسبه دقیقه او په واقعیتونو ولاړه وه، نو ولې مو د امریکا او طالبانو ترمنځ د هوکړې سره سم د موقت حکومت جوړولو لپاره د خلیلزاد وړاندیر رد کړ؟ تاسو ولې ونشو کړاى چې د خپلو امنیتی ځواکونو د تجهیز په برخه کې د نیمګړتیاو په تړاو سمه محاسبه ولری؟ د دفاع وزارت ویندویانو ولې چیغې وهلې چې اوه نوی سلنه جنګی پلان او عملیات هغوى په خپله کوی؟

د ولس قربانی به نه یادوو او د امنیتی ځواکونو په قربانیو باندې به لاپې نه وهو. تاسو له خپل ادرس څخه د سولې په بدل کې د انعطاف او قربانی کوم وړاندزونه درلودل او یا یې اوس لری؟ تول ملت پوهیده چې امریکا له طالبانو سره د مذاکراتو بوخت وو او ستاسو حکومت د یوه مطرح اړخ په توګه په انزوا کې قرار درلوده نو تاسو ولې د خپلې انزوا په تړاو غبرګون ونښوده؟  ارګ د نننی خراب امنیتی وضعیت په هکله ولې ونشو کړاى وار د مخه اړین ګامونه پورته کړی؟  حکومت ولې د مخکنی پلان جوړولو پرځاى له مسائلو  سره له مخکیدو وروسته پریکړې کوی او غبرګون ښئی؟ د ملی امنیت سلاکار له دومره امکاناتو سره سره ولې وایی چې هغوى د افغانستان په شمال کې د طالبانو لخوا د بریدونو په تړاو نه پوهیدل؟راځئ ومنو چې زمونږ واکمنان د ملت له منځه نه بلکې یوه برخه یې د پردیو لخوا د خپلو ګټو د خوندیتوب لپاره  په مونږ باندی راتپل شوى او نور د جګړو په ډګر کې د ډیرو خلکو د وژلو په معیار رهبران جوړ شوی دی او په مونږ باندی د توپک په شپیلۍ حکومت کوی. ځکه مو ورځ تر بلې حال بدتر ګرزی.اوس د ولسوالیانو د سقوط کیسه زړه شوه. نوبت د بندرونو او سرحدی ګمرکاتو سقوط ته راورسیده. کله چې د عوایدو سرچینې سقوط کوى نو ښاغلیه ولسمشره! درته پاتې څه دی؟ ایا اوس هم فکر کوئ چې هر څه به سم شی؟ د سولې لپاره د قربانی ورکولو اصل ته اوس ژمنتیا لرئ؟ ایا اوس په دغه تړاو معقول او د منلو وړاندیزونه لرئ که څنګه؟زما په اند د نننی بحران د راتلو لپاره ستاسو د دوهم ځل ولسمشرۍ د لوړې له مراسمو راپدېخوا لاره هواریده. که داسې نه وی نو تاسو ولې په خپلو کړنوکې له ملت سره دومره سترواټن جوړولو ته زړه ښه کړ؟ ولې مو د سیستماتیک فساد په هکله خوله نه چوله کیده؟ ولې مو د مشارکت اصل هیڅ وباله؟  ولی موله خپلو ملګروسره د پیوستون پرځاى د بیلتون لاره ونیوه؟

ولې مود ولس له استازو سره د ټکر تګلاره غوره کړه؟ ولې مود زورواکی ختمولوفساد له منځه وړلو”هیڅ افغان له بل افغان څخه پورته نه ده” او د ټاکنیز کمپاین په مهال له ولس سره کړیو ژمنوته شا وګرزوله؟ښاغلۍ مشره! زه په ډیرومواردوکې ستاسو وړتیا استعداد ظرفیتونه او پوهه منم خو نیمګړتیاوې هم لرئ.ستاسو له پورته یادو شویو تخطیانو او تخلفاتو څخه نننى توپان جوړشوى.همدغه توپان به دغه هېواد د بحران خواته بیایی اوتاسوبه د تاریخ په تورو پاڼو کې د ناکام مشر په توګه ځاى ونیسئ!د سمون  وخت ډیر تېر شوى خو که یوه شېبه هم ولرو باید د سمون او بدلون لپاره مبارزه وکړو. فرصتونه مو له لاسه ورکړل خو راځه نن د سولی لپاره په هر قیمت چې ممکن وی دغه د پاڼ او پړانګ ترمنځ ایسار ولس او د کورنۍ جګړې په غاړه ولاړ هیواد د ژغورنې لپاره قربانی ورکړئ. د واک لپاره د مبارزې پرځاى د هیواد د نجات لپاره مبارزه وکړئ. مونږ ته دغه هېواد خپل ولس سوله او نسبی نظم ساتل د ارجحیت درجه لری. مونږ اوس هم له نسکور حکومت همدغه ستاسو فاسد حکومت ښه ګڼو، خو وخت رارسیدلى چې  نور د مفروضو خیالی محاسبې  پرځاى د ملت له مشرانو او نړیوالې ټولنې سره د هیواد د خوندیتوب لپاره ګډ کار وکړئ . له خپلو ملی مشرانو څخه سلا وغواړئ. په مشورو کې فرمایشات مه ورکوئ. د سولې د تامین لپاره بشپړ واک ورکړئ. د ګاونډیانو سیمې د ځواکمنو هېوادونو په شمول د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له پنځو واړو غړیو څخه رسماً له اوسنی بحرانی حالت څخه د وتلو لپاره مرسته وغواړئ.  نور هغه وخت نه دى چې ووایاست تحمیلی سوله، بهرنئ طرحه او تپل شوې سوله نه منم. د سولی په موخه د اوسنیو مشرانو په واک کې پاتی کیدو غوراوى په هیڅ ډول د توجیه او منلو وړ خبره نه ده. په دغه ډول خبرو باندی وخت تیرول ستونځه نوره هم زیاتیږی.

ستاسو د اشتباهاتو له امله  اوس طالبان د هوا په نیلی سپاره شول. ځمکه ورته نه ښکاری د خپلو ولسوالیو نیولو ته فتوحاتو نوم ورکوی او همدغه لړئ دوام لړی. هغوى اوس د سنجیده ګام پورته کولو لپاره نه وخت لری او نه هم اړتیا محسوسوی. هغوى په جګړه کې برلاسی دی، نو اوسنى مسئولیت ارګ میشتو ته متوجه کیږی چې څنګه د خپل واک  پرځاى د خپل هېواد او ولس د ستونځو او ممکنه ګډوډی مخه ونیسئ.په هر هغه غوراوى باندې باید کار وشی دواړه اړخونه ورباندې جوړیږی او نړیواله ټولنه یې کلک  ملاتړ وکړی. له بی پرې خلکو څخه جوړ موقت حکومت، د ښکیلو اړخونو په خوښه د بې طرفه مشر تر قیادت لاندی له دواړو اړخونو څخه جوړ او یا هم بله هره حل لاره چې هوکړه ورباندې راتلاى شی.

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا