گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » ولسمشره ستا فرمان څه شو؟
ولسمشره ستا فرمان څه شو؟

ولسمشره ستا فرمان څه شو؟

د افغانستان جمهور ریس جلالتماب محمد اشرف غنی له نن څخه څوارلس میاشتې مخکې، خوست ولایت ته د خپل سفر پر مهال له مدنی فعالانو او ځوانانو سره په کتنه کې امر وکړ چې:” د متون بابا غونډیو سلسلې چې په پخوانیو ماسټر پلانونو کې شنې او ځنګلیزی ساحې دی، په اړه یې امر وکړ چې د متون بابا غونډیو سلسلې به پر خپل حال پاتې وی هیچا ته به هم دا اجاره ور نه کړل شی چې

دغه شنې او ځنګلیزې سیمې په یوه او بل نوم لاندې کړی.ولسمشر په تینګار سره وویل چې زه د خوست ۴۰۰ کاله راتلونکی د څو تنو د خوشالولو لپاره نه شم قربانی کولی”.خو د ولسمشر د دغه امر د تطبیق لپاره بایده وو چې د خوست د ښار جوړولو ریاست، د خوست د ژوند چاپیریال ساتنې ریاست او نورو اړونده ادارو او همدا شان د افغانستان د ښار جوړولو وزارت، د متون بابا غونډۍ سلسلو د ځنګلیز کولو او شنه کولو لپاره هر اړخیز پلان جوړ کړی وای چې په دې سره به له یوې خوا د جلالتماب ولسمشر اوامر او هدایات عملی شوی وای

او له بله پلوه به دغې ساحې ته په یوه او بل نوم، د ولسمشر د امر خلاف د لاسونو ور اوږدولو مخه نیول شوی وای.موږبه له هرې ممکنې لارې هڅه وکړوچې جلالتماب ولسمشرته داغږ یو ځل بیا ور ورسووچې دمتون بابا غونډۍ سلسلوکې دې دځنګل داحداث اوشنه کولولپاره خپل امرتعقیب کړی.

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا